د څو کلونو په جریان کې له ډیرو چیغو، فریاد او ژړا څخه د کابل میشتو پښتنو ستوني وچ شول چې د خدای لپاره موږ د خپلو زامنو او لوڼو لپاره په مورنۍ خوږه پښتو ژبه باندې د دې ښار په ښوونځیو، لیسو او پوهنتونونو کې تدریس غواړو. خو له بده مرغه په پښتو ژبه باندې د غلیمانو د تیري او دوستانو د بې پروایۍ له کبله داسې بدې ورځې تیریږي چې په تاریخ کې یې ساری هم نه لیدل کیږي.
د افغانستان د اوسني حکومت ۹۹.۹۹ فیصده ټول دفتري کارونه، ښوونه روزنه، خبرې، ویناوې، پریکړه لیکونه او په ټولیزه توګه هر څه په فارسي یا دري ژبه باندې تر سره کیږي او اوس خو نو د دې هیواد له دري ژبو سره یو ځای د ایران فاړسي هم د پښتنو په پایتخت کابل کې داسې ټینګ مورچل نیولی دی چې هیڅوک یې د مخنیوي توان په ځان کې نه ویني. همدارنګه خبري رسنۍ لکه ورځپاڼې، رادیوګانې، مجلې، تلویزیوني شبکې، ښوونیزې موسسې او حتی افغاني دفترونه خو د وخته په دې رنځ ګرفتار او په داسې لویه پیمانه یې د ایراني کلتور، نا آشنا کلیمو او ترمینالوجۍ ته غیږه پرانیستې چې د دې هیواد د تاریخ په یوه دور کې هم داسې ډول تور ناتار زموږ په ژبه نه وو راغلی.
پښتو ژبه هغه وخت له نظر څخه و غورځول شوه چې د شهید داود خان حکومت د کمونستانو په لاس را و پرځول شو، د سرو خلقیانو او پرچمیانو تر منځ د واک ناروا معرکه توده شوه، شوري یرغل وکړ او د شورویانو په وسیله پرچمي ګوند واک ته و رسولی شو. لعنتي کارمل نو له پښتو سره داسې یوه دښمني را وا اخیستله چې له ټولو دولتي دوایرو یې ټوله او په ځای یې د دري ژبې ودې ته لاره خلاصه کړه.
په بله خوا کې مجاهدین صاحبان په ورته رنځ ګرفتار شول که به چا په پښتو لیکنه کوله او یا به یې کوم شعرګي ویل پيل کړل نو ډیره ژر به پرې د افغان ملت ټاپه ولګول شوه خو په همدې وخت کې دري ژبې ته دومره پراختیا ورکړل شوه چې حتی د پښتنو رهبرانو زیاتې ویناوې، بیانیې، پریکړه لیکونه، اخبارونه او مجلې دري ژبې ته ځانګړې او د دري ژبې ونډه پکې زیاته شوه. حتی خبره دې حد ته را و رسیدله چې که به په یوه مجلس کې لس کسان پښتان او یو دري ژبی ناست وو نو د دې لپاره چې دري ژبی خفه نه شي او په دوی باندې د افغان ملتیانو ټاپه و نه لګوي نو لس واړه پښتانه به ټول په فاړسي لګیاوو.
نن هم دغه رنځ لومړی د هیواد د لوړپوړو چارواکو له وینا څخه پورته شوی دی ځکه کله چې دوې کلیمې پښتو ووایي ته به وایې ګناه یې وکړه او په کوم فاړسي بان یې په مجلس کې سترګې ولګیږي نو سمدلاسه په فاړسي شروع کوي چې د خپلو ویناوو نږدې ۹۰٪ یې فاړسي جوړیږي.
خبره به را لنډه کړو او اصلي مطلب ته به راشو د پوهنې د وزیر ښاغلي اتمر صاحب دغه وینا د هر چا خوښیږي چې د اساسي قانون د ۴۳ مادې مطابق دې د هیواد په لویو او وړو تعلیمي موسساتو کې تدریس او زده کړه په پښتو ژبه وي خو آیا څه وخت؟ آیا دا کار ناشونی دی که څنګه؟ آیا په دې تیرو شپږو کلونو کې حکومت په دې و نه توانیده چې داسې یو فلټ فارم جوړ کړي چې د مورنۍ ژبې حق دې ادا او زده کړې دې د کابل په ټولو تعلیمي موسساتو کې په پښتو ژبه هم پیل شي؟
په داسې حال کې چې امکانات شته دی، پښتانه استادان نام خدا ښه ډیر دي، د پښتو تدریس خپل ویاړ ګڼي، د کابل په لویو او وړو تعلیمي موسساتو کې د پښتنو زده کوونکو او محصلیینو شمیر هم له نورو څخه زیات دی، د قانون اساسي دري څلویښتمې مادې هم د مورنۍ ژبې د تدریس سپارښتنه کړې ده بیا نو کوم ډول موانع دي چې ښاغلی اتمر او نور حکومتي چارواکي دغه وعده یوازې په خبرو کې داسې تیره کړي چې هیڅ معنی نه لري؟
ستاسو د یوې خور په آند زه خو دا کار ممکن ګڼم ځکه چې په هر پوهنتون، لیسه، ښوونځۍ او دیني مدرسه کې د پښتنو د زده کوونکو، محصلیینو او استادانو شمیره ډیره ده او داسې فکر کیږي چې په کابل کې ۶۰٪ فیصده زده کوونکي او محصلین پښتانه دي. بل دا چې پښتو چاپ شوي کتابونه هم لرو نو آیا نه شي کیدای چې په هره ښوونځۍ او پوهنتون کې دې د پښتنو د اولادونو لپاره ځانګړي ټولګي تشکیل شي؟ د دې خبرې ځواب د پوهنې او لوړو زده کړو له وزارتونو څخه غواړو.
موږ په پښتو زده کړې غواړو، دا زموږ قانوني حق دی، پښتانه باید فعال شي او خپل قانوني حق ترلاسته کړي. نه یوازې په پښتو زده کړې غواړو بلکي موږ وایو چې د نفوسو په تناسب دې زموږ خوږه پښتو هر حکومتي دفتر او ارګان ته داخله او د ودې لارې چارې دې ورته برابرې شي.
زه په دې هکله د یوې خبرې وضاحت کوم هغه دا چې پښتانه چارواکي که د حکومت په هره سطح کې کار کوي باید په دې هکله فعال شي، خپلې ژبې ته اهمیت ورکړي او خپله ژبه په رسمي چارو کې و کاروي. که موږ د خپلې ژبې حق وغواړو او مناسب عزت یې وکړو نو نور به یې خوامخوا راسره قبلوي.
نو زه د پوهنې وزیر صاحب محترم اتمر ته وایم چې تاسو خو زموږ د حق یادونه پخپلو خبرو کې کوی خو څه وخت؟ باید ووایو چې تر اوسه مو دا حق نه دی راکړی.
ښکلا مایار
shkala.mayar@gmail.com
وروستي