په ټولنه کې د ناوړه اخلاقو بیلګې (جاسوسي کول او د خلکو عیبونه پلټل)
لیکوال: محمد بن إبراهيم الحمد
ژباړه: انــدیال ساپی
په تیر پسي…
(۱۱) تجسس او تحسس يانى جاسوسي کول او د خلکو عیبونه پلټل:
⏺ پیـــــژندنه:
تجسس په اصل کې د لاس په واسطه د يو شي پېژندلو ته وايي او تحسس د حواسو له لارې او وسيلې ديو شي پېژندلو ته وايي.
خو بيا دا کلمې د خلکو د عيبونو د پلټنې لپاره وکارول شوي.
⏺د تجسس او تحسس ترمنځ توپیر:
ځينې وايي تجسس د خلکو عيبونو لټول دي او تحسس د يو قوم خبرو ته غوږ نيول دي او ځينې وايي تجسس د پټو کارونو پلټل دي چې اکثر د شر په موخه وي او تحسس هغه څه دي چې په سترګو او غوږونو سره يې ادراک کيدلی شي.
خو ځينې نور بيا وايي تجسس د خلکو نيمګړتياوې او عيبونه نورو ته په ګوته کول دي او تحسس د ځان لپاره د نورو د عيبونو پلټل دي.
لنډا دا چې دا دواړه ناوړه کارونه دي، موږ يې يواځې په ظاهره (ښکاره) بسنه کوو او باطن(پټ) يې الله تعالی ته سپارو.
⏺خلكو د كړنو څارل کله روا دي؟
خلکو د کړنو څارل هغه وخت روا دي چې د يو لوی فساد د مخنيوي لامل ګرځي او يا د يو لوی مصلحت مينځ ته راړولو وسيله وي، مثلا مونږ پوهه شو چې يو شمېر خلک د قتل، غلا، ترور او داسې نورو جرمونو اراده لري که د هغوی تجسس (څارنه) مو وکړه چې د هغوی ناروا غوښتنې ترلاسه نشي نو په دې کې هيڅ ګناه نشته، خو که چيرې د خلکو د کړنو څارل يواځې د نيمګړتياوو معلومول او د هغوی په سپکاوۍ خوښي څرګندول وي نو دغه کړنه مناسب نه ده.
نن سبا خلک د خلکو نيمګړتياوو پسې ګرځي او نيکيانو ته يې هيڅ پام نه کوي ، چې د بدۍ خبره يې واوري خلکو ته يې رسوي خو چې د نيکۍ خبره يې واوري ځان پرې غلی کوي.
يو شاعر وايي:
إن يسمعوا سئيا طاروا به فرحا *** منی وما سمعوا من صالح دفنوا
ژباړه: که زما په اړه بده خبره واورې نو هغه خپروې او که په اړه مې نېکه خبره واورې نو هغه پټوې.
بل شاعر وايي:
يمشون فی الناس يبغون العيوب لمن *** لا عيب فيه لکی يستشرف العطب
إن يعلموا الخير يخفوه وإن علموا *** شرا أذاعو وان لم يعلموا کذبوا
ژباړه: د خلکو په مينځ کې د سپکاوۍ په موخه ګرځې، د هغه چا عيبونه لټوې چې عيب نلري، که په اړه يې نېکه خبره واورې نو پټوې يې او که په اړه يې بده خبره واورې خپروې يې او که له څه شي څخه خبر نشي نو بيا له ځانه دروغ جوړوې.
يو شاعر وايي:
شر الوری بعيوب الناس مشتضل *** مثل الذباب يراعی مواطن العلل
ژباړه: بد کس هغه دی چې د نورو د نېمګړتياو په پلټلو بوخت وي لکه د مچ په څير چې په انسان کې زخمي ځايونه لټوي.
ابن حبان رحمه الله فرمايي: څوک چې د نورو خلکو په عيبونو لټولو بوخت وي او د خپلو عيبونو څخه ناخبره وي ، زړه يې ړوند او بدن يې ستړی شي، د خپلو عيبونو پرېښودل ورته ناشونې شي. تر ټولو ناتوانه هغه څوک دی چې خلک د هغوی په نيمګړتياوو خپه کوي او بيا تر ټولو کمزوری هغه څوک دی چې نور په هغو عيبونو ملامتوي کوم چې پخپله په ده کې هم موجود وي.
هغه څوک چې د ورونو په تيروتنو خوشالېږي هرو مرو يوه ورځ پخپله پکې واقع کيږي.
په دې اړه يو شاعر وايي:
فلا تغضبن من سيرة انت سيرتها *** واول راض سيرة من يسيرها
ژباړه: په هغه کار مه غوسه کېږه چې ته يې مينځ ته راوړونکی يې ځکه چې اول خوښ په يوه تګلاره هغه څوک دی چې ايجادونکی يې وي.
ادامه لري...
وروستي