بلجيم :له سرمحقق بختاني خدمتګار سره يو ماښام

 ( علمي برخه   - مشاعره او  ټنګ ټکور )      دافغان ادبي بهير او سلام فرهنګي ټولني په زيار په بلجيم کښي  د 2007 کال داکټوبر دمياشتي پر  اووه ويشتمه نېټه چي د ۱۳۸۶ لمريز کال د لړم دمياشتي دپنځمي نېټې سره سمون خور ي د شنبې  دورځي  دماښام پر اووه بجې د نوميالي شخصيت سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار  په وياړ درنه وياړ غونډه جوړه سوه . په غونډه کښي دافغانستان، انګلستان او د اروپا دبېلابېلو هيوادونو څخه زيات شمېر پوهانو، څېړونکو،  ليکوالانو، شاعرانو او پر قلم مينو ځوانانو ګډون کړی وو .
غونډه چي دښاغلي حاجي امين باوري لخوا پر مخ بېول کېده، دنورالحق صاحب لخوا دقرآن عظيم الشان دڅو مبارکو آیتونو  په تلاوت  سره پېل سوه .  وروسته ښاغلي امين باوري د ښاغلي سرمحقق بختاني خدمتګار، ښاغلي حبيب الله رفيع او دغونډي ټولو درنو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ دښاغلي سرمحقق بختاني خدمتګار  دشخصيت او دهغه دآثارو په اړه رڼا واچوله  او د هغو ټولنو او اشخاصو نومونه يې واوروله کومو  چي دې غونډي ته ليکلي او ټيلفوني پيغامونه راليږلي وه،  نوموړي زياته کړه چي  افغان ادبي بهير به يادي سوي مقالې او پيغامونه د يوه غونډ په بڼه چاپ کړي. دغونډي په شروع کښي په اروپا کي د افغاني کلتوي ټولنو د ګډي جرګې پيغام دنوموړې جرګې منشي ښاغلي عاشق الله غريب واوراوه.
ورپسې دجرمني په منشن ګلادبخ کښي دافغانانو دکلتوري ټولني پيغام دنوموړي ټولني مسئول احمدشاه امين ولوست . 
او وروسته  په هالنډ کښي دافغاني کلتوري ټولني پيغام دنوموړي ټولنی دمشر ډاکټر سيد نصير احمد له خوا واورول سو .  ښاغلي نظيف الله تکل ته بلنه ورکړل سوه چی په لندن کي يې دافغان فرهنګيانو او ليکوالو ټولني  او ښاغلي عتيق جان باوري په هالنډ کښي دسلام فرهنګي ټولنی پیغام ولوست ، ورپسې عبدالله احسان  دبېنوافرهنګي ټولني، ښکلا مجلې، لراوبر ويبپاڼي www.larawbar.com ، بېنوا ويبپاڼي www.benawa.com   او ټول افغان ويبپاڼيwww.tolafghan.com په استازيتوب خپله وينا واوراوله . نوموړي دخپلو خبرو په ترڅ کي  له مشرانو هيله وکړه چي د لر او بر افغان ولس د يووالي او په لويديځ کي د خپل افغاني کلتور سره د واټن راکمولو په موخه خپل ځوانان په دغسي غونډو کي ګډون او کلتوري فعاليتونو ته وهڅوي . ورپسې ښاغلی ډاکټر شېرولي شېر دريځ ته راوبلل سو چي دسرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار صاحب پراخ ژوندليک يې واوراوه چي په ترڅ کښي يې ويل: " سرمحقق بختانی صاحب تر سلو زيات آثار او تر زرو زياتي مقالې او مرکې ليکلي چې په رسنيو کښي خپرې سوي. له ليکل سويو آثارو څخه يې اووه شپېته ناچاپه دي چي چاپ ته آماده دي. "
ورپسې له افغانستان څخه راغلي مېلمه ليکوال ، څېړونکي او علمي شخصيت ښاغلي حبيب الله رفيع  ته بلنه ورکړل سوه چي (دبختاني صاحب ځينو څېړنيزو آثارو ته لنډه کتنه ) تر سرليک لاندي يې خپله علمي، څېړنيزه او هراړخيزه مقاله واوروله . او په ترڅ کښي يې دبختاني صاحب دآثارو ستايل دقلم، ليکني او مقالې تر وسه تېر وبلل . وروسته د ښاغلي محبوب احمدزاده وار راورسېد چي بختاني صاحب ته يې یو(پارسي) شعر  خطاب کړ او ترڅنګ يې دسرمحقق بختاني صاحب ځيني شعرونه برخه والو ته واورول .
 له ده نه وروسته ویاند ښاغلي امين باوري دنوموړي څېړنغونډي ټولو برخه والو ته زېری ورکړ؛ چي د ۲۰۰۷ کال په راتلونکې نومبر په مياشت کښي دافغان ادبي بهير دارواښاد ملنګ جان يوولسم تلين لمانځي او همدارنګه به په همدغه ورځ  نوموړی تلين په جلال آباد او ننګرهار کښي هم ولمانځل سي . وروسته ښاغلي  ډاکټر طارق رشاد  برخه والو ته ( دبختاني صاحب دشعر په اړه څو ټکي) تر عنوان لاندي هر اړخيزه، پراخه، علمي او څېړنيزه مقاله واوروله .
دعلمي غونډي په دې برخه کښي په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې مشر ليکوال او  کره کتونکي ښاغلي محمدزرين انځور برخه والو ته داستاد دهنري داستاني نثر په باب خپله ژوره مقاله واوروله .
ورپسې له لندن څخه راغلي مېلمه افغانپوه ښاغلي اکبر کرګر (د بختاني صاحب دليد ديوې زاويې له مخي) تر عنوان لاندي  ( درې برخي يې لرلې)  مقاله واوروله . دعلمي غونډي په وروستيو شېبو کښي دکابل پوهنتون پخواني استاد پوهنوال رسول باوري (دتاريخي جغرافيې په يوه لنډ بحث کښي سرمحقق خدمتګار او پروفيسور نيکولاس سمس ويلم) تر عنوان لاندي خپله هراړخيزه علمي مقاله واوروله .
ورپسې دمشاعرې برخه پېل سوه ، دا برخه د آغلي ميني غريب لخوا پر مخ بېول کېده .
دمشاعرې په پېل کښي سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار صاحب  دريځ ته راوبلل سو چي خپل  يو نوی شعر يې برخه والو ته واوراوه او دبرخه الو لخوا يې تود هرکلی وسو . همدارنګه په مشاعره کښي ښاغليو : نظيف الله تکل، ميني غريب، وږۍ غريب، کبير کمال، عاشق الله غريب، روښان احمدزی (دنورو شاعرانو دشعرونو ديکلمه)، ډاکټر طارق رشاد، وحيدالله وحيد، رحمت ګل ځواکمن، حبيب الله رفيع او عزيز احمد خوارمل خپل شعرونه واوروله چي دبرخه والو لخوا يې  تود هرکلی کېدی . په پای کښي سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار صاحب دخپلي درنې او خوږې وينا په ترڅ کښي دافغان ادبي بهير او سلام فرهنګي ټولني څخه ډيره زياته مننه وکړه او دلوی خدای له لويه درباره څخه يې ورته دلا برياوو دعا وغوښته . او همدارنګه يې په جرمني کښي د افغان کلتوري ټولني ځان پوروړی وبلئ، چي دی په کابل کي اوسيږي او دوی يې ورته د (خوشحال خان او يوڅو نور فرهنګيالي خټک) په نوم اثر خپور کړی  او دنجيب احمدزي څخه يې ډيره زياته مننه وکړه چي ورته يې نوموړی خپور سوی اثر  ددوی وه کور ته وروړ، د بختاني صاحب په وينا چي : ''کله چي نجيب احمدزی صاحب کتاب راوړه نو دومره خوشحاله وو چي  زه نه پوهېدم چي دا سړي اوس پيسې پیدا کړي، کومه رتبه او مقام يې ترلاسه کړی او که ... چي دومره خوښ دی .''  همدارنګه يې زياته کړه چي'' زه له تاسو ټولو ډيره مننه کوم ، زه مو تر هغه ډېر وستايلم  کوم چي ما خپلي ژبي، اولس او وطن ته  وړاندي کړي ، ما دومره څه نه دي وړاندي کړي لکه  څومره چي می بايد وړاندي کړي وای . ''' ورپسې آغلي ميني غريب داستاد او ټولو برخه والو سره ژمنه وکړه چي دا به پخپل لګښت داستاد يو اثر چاپوي . وروسته ښاغلي پوهنوال رسول باوري وه ښاغلي سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار صاحب ته،  نجيب احمدزي  وه  ښاغلي حبيب الله رفيع  او پوهنوال رسول باوري و آغلي مينه غريب ته دګلانو ګېډۍ ورکړې .
تر دې وروسته په يو ساعته تفرېح کي  د غونډي ټولو ګډونوالو د افغان ادبي بهير له خوا په جوړه سوې ماښامنۍ مېلمستيا کي ګډون وکړ . دوياړ غونډي درېېمه برخه چي دټنګ ټکور برخه وه پېل سوه . د موسيقۍ په برخه کښي ښاغلي امين باوري له ډنمارک څخه ښاغلي تکړه سندرغاړي استاد عبدالرحمن رحماني د خپلو هنرمندانو ښاغليو فرهاد طاهري، فاروق خوشحال او داودجان نصرت جاويد چي په غونډه کښي يې ګډون کړی وو دريځ ته راوبلل . دټنګ ټکور برخي چي دبرخه والو په خورا مستو چکچکو سره يې جريان درلود دځوانانو په ملي اتڼ سره لا ښکلې سوه .
ورپسې ښاغلي فاروق خوشحال دشپېلۍ په وسيله څو خوندوري نغمې ګډونوالو ته واورولې . دوياړ غونډي په پای کښي يو ځل بيا ښاغلي سرمحقق عبدالله بختاني صاحب خپله وينا واوروله او وه رحماني صاحب ته يې خپل دژوند ليک کتاب او بيا يې رحماني صاحب او فاروق خوشحال ته دګلانو ګېډۍ ورکړه. دنوموړيو ګېډيو په ډالۍ کولو سره سم نوموړې درنه وياړ غونډه هم پر سيمه ايز وخت دشپې پر څلور نيمي بجې پای ته ورسېده .       نېټه : 29 اکتوبر ۲۰۰۷                ليکنه : ګل اغا احسان                 خپرونکی www.larawbar.com   افغان پوهانو د لر او بر له ادارې څخه ليدنه وکړه   د ۲۰۰۷ ميلادي کال د اکتوبر پر ۲۸ نېټه د لوی افغانستان درنو علمي شخصيتونو هر يو سرمحقق استاد عبدالله خدمتګار بختانی ، علمي شخصيت او څېړونکی استاد حبيب الله رفيع ، ليکوال ، څېړونکی او په اروپا کي د افغانستان د کلتوري ټولنو د ګډي جرګې مشر ښاغلي زرين انځور او د شمېر پوهني استاد ښاغلی ډاکټر ماخان شينواري په هالنډ کي د ( www.larawbar.com ) له دفتر څخه ليدنه وکړه  او ددې ويبپاڼي له چلوونکي عبدالله احسان سره پر يو شمېر مسايلو وږغيدل . ددې ليدني کتني په ترڅ کي نوموړو درنو مشرانو د  ډيورنډ د بدنامي کرښي پر دواړو خواو مېشت افغان ولس تر منځ د علمي ، کلتوري ، سيمه ايزو او ټولنيزو اړيکو ټينګولو  له پاره د لر او بر ويبپاڼي پرانستل يوه پر ځای او ګټوره هڅه وبلله . که څه هم چي دغه ويبپاڼه يوه اوونۍ مخکي د همدغو درنو پوهانو له خوا په جرمني کي ( دافغانستان د ۲۶۰ کليزي د نړيوال جشن ) پر مهال په رسمي ډول پرانستل سوه ، خو دا ځل يې له نژدې څخه ددې ويبپاڼي له چلوونکي او دفتر څخه ليده کاته وکړه ، د لر او بر ويبپاڼي چلوونکي د ويبپاڼي بېلابېل اړخونه تشريح کړل ، او د مېلمنو يو شمېر پوښتني يې ځواب کړې . په پای کي نوموړو ملي شخصيتونو د لر او بر افغانستان ( لوی افغانستان ) تر منځ د اړيکو ټينګول او زياتيدل د افغانانو د غليمانو له خوا ددې واحد ملت د ويشل کيدلو پر وړاندي يو ډېر ارزښتمن کار وباله ، دوی ژمنه وکړه چي ددې ويبپاڼي سره به همکاري کوي او  وړانديز يې وکړ چي د دډيورنډ لاين پر دواړو خواو مېشت افغان ولس ، په خاص ډول علمي او کلتوري شخصيتونو  ته دي د همکارۍ بلنه ورکړه سي او همکارۍ ته دي يې لاره هواره سي .     بسم الله الرحمن الرحيم     د اطلاعاتو او کلتور وزير ته د لر او بر ويبپاڼي پيغام       هالنډ - ۲۹-۱۰-۲۰۰۷     د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي عبدالکريم  خُرم د ۲۰۰۷ اکتور ۲۷ نېټه د صوفي شاعر عبدالرحمان بابا د درې سوم تلين په مناسبت په خپل پيغام کي ژمنه کړېده چي په ښکلې او مناسبه بڼه به د صوفي شاعر رحمان بابا دېوان چاپوي او د هغه پر قبر د ډبرليک جوړولو تر څنګ د هغه مزار په مرمرو وپوښي ، په پيغام کي داسي راغلي دي .     " زه د اطلاعاتو او فرهنګ د يوه خدمتګار په توګه د علومو اکاډومۍ دغه څيړنيز او علمي سمينار جوړول ستايم او دا ژمنه کوم چې په مناسب فرصت کې به د پښتنو ددغه معنوي با‌با شعري ديوان د يوې معنوي او ادبي پانګې په توګه په ښکلې او مناسبه بڼه له سره چاپ کړو ،همدغسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا به په پيښور کې د رحمان بابا په مزار کې دده پر قبر ډبرليک نصب او پر مرمرو به وپوښل شي "   که څه هم دغسي چارو ته پاملرنه او ساتنه د يوه هيواد د کلتور په وزارت دنده ده  خو ؛ د اطلاعاتو او کلتور مخکني وزير ملي ضد او افغاني ضد کړنو ته په پام کي نيولو سره د لراو بر ويبپاڼي اداره د اطلاعاتو او کلتور د وزير ددې ملي او افغاني احساس ستاينه کوي او ددې تر څنګ د ژمي او بارانونو څخه مخکي د هلمند د بست تاريخي کلا (( چي دځينو دولتي افغان دښمنه کړيو له خوا يې د ورانولو هڅي رواني سوي دي)) د ژر ژغورني او ساتني د اقدام غوښتنه کوي .   همدا ډول د لر او بر ويبپاڼي اداره د ښووني او روزني او لوړو زده کړو  د ښاغليو وزيرانو څخه هم غوښتنه کوي چي د ډيورنډ کرغيړني کرښي هغه پلو مېشت افغان ولس له ياده ونه باسي ، وخت په وخت د هغوی له حاله ځانونه خبر کړي ، د افغان ولس د بچيانو سره ددوی په مورنۍ ژبه د ښووني او روزني او افغان محصلينو سره د لوړو زده کړو په برخه کي يا خپله مرسته او همکاري وکړي .     په درنښت   عبدالله احسان د   لوی افغانستان لر او بر ويبپاڼي چلوونکی