د علامه ابن القيم - رحمه الله- ټولګټې ويناوې-  درېیمه برخه

د علامه ابن القيم - رحمه الله- ټولګټې ويناوې- دریمه برخه
راټولونه او ژباړه: انــــدیال ســـاپی
 
(۳۶) د ذکر نه غفلت:
مٶمن چې څومره د الله له ﺫکر نه غافله وي، هغه هومره د الله جل جلاله نه ليرې وي.
الوابل الصيب :(٦٢).

(۳۷) شکر ویستل:
د مٶمن بنده شکر ويستل په درې ارکانو راڅرخې:
لومړى: د الله تعالى له لورې په شوى نعمت اعتراف کول.
دويم: د نعمت له امله د الله تعالى حمد او ثنا ويل.
دريم: د نعمت په مرسته او ګټه اخستنه د الله تعالى رضا او خوښۍ حاصلول.
عدة الصابرين : (٢٥٠ )

(۳۸) په الله جل جلاله توکل کول:
قوت او ځواک په الله تعالى باندې په توکل کولو کې دى،
ځينو ويلې دي:" که څوک غواړي چې د ټولو خلکو دي ځوالکمن وي نو په الله تعالى توکل وکړي.
ﺯاد المعاد:( 2/331).

(۳۹) ایمان:
ايمان عبارت دى له علم او عمل څخه او عمل د علم ثمره ده.
عمل بیا په دوه ډوله دى:
• د ﺯړه عمل: چې عبارت له محبت او کرکې څخه دى،
• چې پدې دواړو (محبت او کرکى) باندې بدن د غړو ټول پریښودونکی او کونکی عملونه بنا دى.
إغاثة اللهفان :(2 / 841 ).

(۴۰) د ذکر رڼا:
د الله تعالى ﺫکر ﺯړه، مخ او اندامونه رڼا کوي.
ﺫکر به په دنيا، برﺯخ او د قيامت په ورځ د مٶمن رڼا وي.
الوابل الصيب:(154).

(۴۱) حقيقت:
ﺯياتره خلک ځان مظلوم او له هر لورې په حقه ګڼي،
خو په حقيقت کې داسې نوې...
بلکې له ده سره څه حصه حق وى، او څه ظلم او باطل،
او د مقابل لورې سره يې هم څه حصه حق او عدل وى،
خو د يو شى سره مينه به دى ړون کوڼ کړي....
إغاثة اللهفان:( ٢ / ٩٢٥ ).

(۴۲)ﺯړه د تنګستيا اسباب:
د الله تعالى نه سرغړونه او مخ اړول.
دهغه پرته په بل چا پورې ﺯړه تړل.
د الله تعالى له ﺫکر څخه غفلت او د بل چا سره محبت کول.
ﺯاد المعاد:(2/24).

(۴۳) الهى رڼا:
هغه رڼا ده چې الله جل جلاله يې په ﺯړه کې اچوي
تر څو بنده پرې د حق او باطل ترمنځ توپير وکړي .
‏ ‏مدارج السالكين (3 / 124 ).

(۴۴)دبدعاتو له منځه تلل:
«کله چې د بنده په ﺯړه کې د سنتو لمر څيره وکړي، نو د بدعاتو لړه(ﺯول) يې له ﺯړه پورته شي».
مدارج السالكين : (٣٧٤/١).

(۴۵) سالم زړه:
«روغ او ژوندى ﺯړه ته چې ناوړه شيان وړاندې شي:
نو پخپل طبيعت له هغى سره کرکه او بغض کوي او نه ورګوري».
إغاثة اللهفان (٢٠/١).

(۴۶) د زړه ژوند:
ابن القيم رحمه الله وايې :
«څرنګه چې ځمکه بى له اوبو ژوندى نشي پاتى کيدلى، همدا شان ﺯړه هم بى له علمه ژوندى نشي پاتى کيداي.
مفتاح دار السعادة (١\١٦٨).

(۴۷) دعلماوو ارزښت:
إمامُ ابن قيّم الجوزية رحمه الله ويلې دى:
«څرنګه چې ستورې د اسمان ښکلا ده، همدا شان علماء د ځمکۍ ښکلا ده».
مفتاح دار السعادة (٢٦٠).

(۴۸) د باطل پرستو فریب:
ابن القيِّم رحمه الله وايې :
«که د باطل پرستو په ويناوو کې فکر وکړي نو وبه ويني چې په ﺯړه پورې عبارتونو کې يې رانغښتى وي، ښکلى او جذاب الفاظ يې ورته ټاکلى وي ترڅو کم پوهه خلک يې منلو ته مخکوالى وکړي، بلکى فاسقان خپل لوى فسق پداسې نومونو نوموي چې غوږونه يې له اوريدو نه اوړي او طبيعت ورته ميلان کوي.
الصَّواعق المرسلة(۲/۴۳۷-۴۳۸).

(۴۹) رحمت د حاصلولو کیلې:
رحمت د ترلاسه کولو کیلې دوه شیان دی:
• د الله جل جلاله بندګی او عبادت په سمه توګه ترسره کول.
• الله مخلوق ته د خیر او ګټی رسولو هڅه او کوښښ کول.
حادی الأرواح (۶۶).

(۵۰) د اولاد بی لاریتوب:
د زیاتو اولادنو بی لاریتوب د پلرونو له خوا هغوی ته د نه پاملرني له امله وي.