غزل

خال دې د سپين جبين پټی ګرو کړی
غم د ليلا رانه  زړګی  ګرو  کړی نه په خندا نه په موسکا پوهيږې
تل د زما د ژوند سپرلی ګرو کړی دا شېخ!مې حق پکې ذره نه بولی
وايي جنت مې ځای پر ځی ګرو کړی د کور او کلی درته  څه  ووایم
پوله په پوله مو مرګی ګرو کړی بیا چې ځلمی په شونډو سپک يادوی
چا دې د سرو شونډو وښی ګرو کړی *** له تورو سترګو د باڼه چاپېره
لکه جرګې ته پښتانه چاپېره لکه يو ياد به دې ساتمه پکې
جانانه کړم به درنه زړه چاپېره که یې زما د خيال مورچې نیولې
غمونه ستا مې کړل خواره  چاپېره پرون یې  لاس  د يارانې راکاوه
نن مې دي واړه له کاله چاپېره زما خيالونه د غزل ماشومان
وږي،نهر له تناره چاپېره