دوحدت لاسونه ښوری لر او بر
تګ را تګ د پښتنو دی په خیبر
لوی وطن دافغا نان بیا جوړیږی
د افغان دکوز او بر دی یو نطر
*
اوبه هیڅکله په ډانګ نه بیلیږی
هڅه او اند پدی لاره ناکامیږی
نوک له غوښی څوک نشی بیلوی
عام او خاص پدی متل ښه پوهیږی
*
هموطن اولس بیا سره یو کیږی
د غلیم د تسلط ټغر ټولیږی
د یوالی غلیمان دی په ویره
دښمن ځکه دوحدت په مخ خنډیږی
*
د افغان په وحدت تل افغان خوښیږی
چی افغان نه وی وحدت ځنی ډاریږی
دخوشحال ټبر یو بل سره یو کیږی
دډیورنډ کرښه (مل» نه منل کیږی
*
د مارچ دیارلسم کال دوه زره شپږ جرمنی
وروستي