د ګلاب پاڼه کې مې خدای وليد!

ساينس او د قرآن علمي اعجاز نومي کتاب مې د ښوونځي په دوره کې لوستی وو، په خورا خوږه، نرمه او زړه راښکوونکې بڼه ليکل شوی. کتاب کې د ساينس وروستنۍ پلټنې د قرآن له مضمون سره تلل شوي او بيا لوستونکو ته د يو علمي اعجاز په توګه وړاندې شوي. کله چې کتاب لولې نو پوهېږې، چې ستا رب څومره ستر او عظيم دی. کاينات يې په څومره ظرافت او دقت خلق کړي، هر څه يې په ټاکلې اندازه او اړتيا مطابق ځای په ځای کړي، د کايناتو په زمکني او کهکشاني خلقت کې هېڅ هم بې ضرورته او عبث نه دي رامنځ ته شوي، نه يوازې بې ضرورته بلکې په اندازه پيدا شوي، که دا اندازه د ذرې هومره زياته يا کمه شي نو د کايناتو شته نظام ړنګيږي!!

د دې زمکني کايناتو يوه لويه ځانګړنه داده، چې د خپلې بې سارې ښکلا او رنګينۍ په رڼا ګانو کې د انسان فکر حقيقت ته رااړوي، هغه حقيقت چې ډيرو لار ورکو لا ندی موندلی، هغه حقيقت چې ستا ژوند او مرګ ته روح او عزت وربښي!!

د کتاب سپين ږيري ليکوال د ډیرو سترو مسؤليتونو سربېره يوه ورځ د کتاب تدريس ته ځانګړې کړې، چې خپل کاري دفتر کې د يوې تربيوي او علمي حلقې په ترڅ کې د هيواد لسګونه لوستي ځوانان راټولوي او د ياد تحقيق يوه يوه موضوع ورته تدريسوي.

له نېکه بخته زه هم يوه ورځ يادې حلقې ته بلل شوی وم، نږدې نهه بجې دويم کتار کې ښې اړخ ته په دريېمه چوکۍ کې کيناستم، شېبه وروسته سپين ږیری ليکوال تالار ته راداخل شو، په لوړ غږ يې سلام تقديم کړ، ګډونوال ورته ټول د احترام په دود پورته شول، د سپين ږيري ليکوال سترګو کې د اسلامي نړۍ درد او روان بوږنونکی وضعيت له ورايه بريښيده، اوږې يې داسې درنې ښکارېدې لکه غرونه مسؤليتونه چې پرې بار وي، کله چې ښه ځير شوم نو پوه شوم، چې د شپې دريېمه برخه کې يې د خپل مظلوم او لاس تړلي ولس درد د لپې لپې اوښکو په بدرګه خدای ته وړاندې کړی، مټې يې د يوې سترې امپراتورۍ او زبر ځواک راپرځولو ستومانه کړې وې تر پخوا لغړې او کمزورې ښکارېدې، د سنګر ګردونه يې تازه له ځانه څنډ وهلي وو؛ د يو باعزمه، صابر او مدبر انسان په توګه چوکۍ کې کيناست او درس يې پيل کړ.

ـ په موسکا کې يې وويل: نن زموژ اتمه حلقه ده!
ـ ورو ورو د موضوع ژورو ته ورښکته شو، لسګونه زده کوونکي چوپ او حيران ناست وو، جسماً دلته خو روحاً د خپل ذات په لويوالي او ستروالي کې ډوب وو، رڼې رڼې اوښکې هم څڅيدې، د سپين ږيري ليکوال غږ به هم غريو نيولی شو، د رڼو اوښکو څاڅکي به يې تر بڼو لاندې تېر و بېر شول، عجيبه صحنه وه، هر يو د خپل رب په تخيل کې تللی وو، په همدې خاموشۍ او چوپتيا کې سپين ږيري استاد لنډه کېسه پيل کړه او داسې يې وويل:
ـ يوه ورځ مې د ګلاب ډېر شايسته او خوندور ګل تر سترګو شو، پاڼې او رنګونه يې د ښايستوب اوج ته رسيدلي وو، نازکه او رنګارنګ پاڼو يې چاپيريال معطر کړی وو، د ګل دې ښکلا او رنګينۍ ته څو شيبې په ژور تفکر تم شوم او بيا مې ترې څو څانګې رابيلې کړې او خپله خونه کې مې وکرلې، وغوړيدې پاڼې او ګلونه يې ونيول، زه به هر سهار د وتلو پرمهال دې ګلاب سره څو شيبې ودريدم، د ګلاب ظرافت او نازکوالي ته به ځير شوم، سترګې به مې پټې کړې، د خوشبو څپه به راباندې راغله، ما به فکر کولو چې دا زما د رب خوشبوه ده!! او زه يې خپل څنګ کې احساسوم!!