
په یوې معتبرې خبرې رسنۍ (ویب پاڼه) کې مې د هیواد د یو نامتو لیکوال مضمون تر سترګوو شو چې سرلیک یې ؤ، (د ولسي جرګې غړي، عبدالرحیم ایوبې چې د نیم افغانستان دعوه کوله، په جرګه کې یې یوه رائیه وړی ده). وروسته بیا نوموړي نه د قلم عفت په پام کې نیولی و، او نه یې د ټولنېزو ادبو او اخلاقو د ساتنې څه پروا پکې کړي وه. د کنایو او تشبهاتو لهجیې یې هم دومره سپکې سپوري ویناووې وي، چې په ویلو او بیانولو یې سړی شرم محسوس وی. ده د ولسي جرګې یو شمیرغړي پدې هم تورن کړي وو، چې ناوړي کړنې ترسره کوي او د دوي مثال ... په شان دي. بس یوه ساده ګې وه چې په ټوله معنا پکې کارول شوې وه. داسي څرګندونې پخپل ذات کې پدې هم نامناسبه خبري دي چې دوی د ملت استازي دي.ولسي پرګنېیو دوي ته د باور رائیې ورکړي، د قانون جوړونې صلاحیتونه لري. کچیري دا استازي نامطلوبه خلک وې، نو بیا ټول پلویان یې هم داسي وګړي دي، ځکه چې د هغوې د خوښي نوماندان همدوي دي. نو د«مشت نمونه یې خروار» په حساب ټول ملت همداسی دی، او دا پخپل ذات کې د ټول ولس د سپکاوی په معنا دي.
موږ دا منو چې دا وکیلان سپېن بازان نه دي، د کړنو څخه یې ولس خبر دی، خو بیا هم د ټولنې مخکښان بلل کیږي. که دوی په هر ډول دا د باور رائیې ترلاسه کړي، هغه بیلې خبري دي، خو د دستورسازی واک لري. په نیمګړتیاوو یې باید نیوکې وشي، خو له سپکاوی څخه یې ډډه وشي، او د بشري کراماتو و کلتورې ارزښتونو ته باید په هر حالت کې پام وشي. ځکه داسي غبرګونونه نوري ناخوالې رامینځ ته کوي او په پایله کې د ټولنیزو ټکرونو د رامینځ ته کیدو لامل کیږي.
همداراز څرنګه چې رسنیز بهیر د ټولنې هنداره ده، میشت بهرني دیپلوماتان، سیاحان او کسب ګر خو له عامو وګړو سره تل په مباحثه کې نه وې، بلکې خپلې ارزونې او د ټولنې معنوي ارزښتونه د کوربه هیواد په مطبوعاتي پروسه کې څیړي او بیا یې په نښه کوي. کله چې داسي نامناسبه ټکې لولې نو دې پایلې ته رسیږي چې دا ټولنه پاتې او بې تهذیبه ده. ځکه چې د دوی قانون سازان داسي بې پته وګړې دي، نو عام ولس به یې څه ډول وي؟! بیا چې د خپریدونکې تصدې سره د مرحوم عبدالروف بینوا، روهي ... او نورو ویاړلو نومونه هم یادیږي، نو الله(ج) د دې ټولنې و میشتو وګړو ته نور هم خیر کړي. (امین)
پکار دا ده چې د قلم خاوندان او پوهان له پوره زغم او متانت څخه کار واخلې د کرکې او نفرت په ځای د سمون او اصلاح لارې چارې ولټوي. هرڅه ته د ارزښت په سترګو سره وګورئ، او د(قول الناس حسنا) په مبارکو ارشاداتو او ویناوو سره داسي وپتیې، چې افغاني ټولنه د ښایسته سالارې ټاټوبې دئ، او پوره مهذبیت دلته شتون لري.
نړیوالو بیا په تیره پرمختللو ټولنو چې د مطبوعاتي بهیر دا اغیزمن رول د تاریخ په اوږدو کې مشاهده کړ، نو دا غنا یې د دولت د درګونو قوواوو(مقننه،اجرائیه او قضايه) سره په څنګ کې څلرم مهم دولتي ارګان په رسمیت وپيژاندو. همدا لامل دی چې مطبوعات یې هم د خپلو مداریجو په درشل کې مخ په وړاندې روان دي. خو له بده مرغه زموږ رسنېیز بهیر په هغه شان چې د ستونزو د حل په موخه لارې ومومې او تجویزونه وړاندې کړي، یوازې په نیوکو او پکه انتقادنو یې بسنه کړي ده.
د یادونې وړ ده چې په یو مجلس کې یوشمیر د پوهې او قلم خاوندانو دا ګیلې مانې لرلې چې د ټولنیزو ناخوالو د سم سمکې په موخه چې کله خپلې لیکنې و یو شمیر خبرې سایټونو او تصویري رسنیو ته استوو، نو له بده مرغه ځینې یې له خپریدو څخه پدې ډډه کوي چې دا ډول لیکنې زموږ له کړنلارې سره په تضاد کې دي. خو دلته چې بیا ګورو نو نه کوم ملوحظات په پام کې پکې نیول شوي او نه د کومې کړنلارې پوښتنه پکې شتون لري؟!
ددي لپاره له ټولو روڼ اندو همداراز د رسنیو د مسوولینو څخه غوښتنه کوو او په ډیره عاجزې سره دا خواست ورته کوو چې تاسو ټولنېز کدرونه او معنوي ارزښتونه یاست. ستاسو په تدبیرونو سره ټولنېز تقدیرونه بدلېږي او ستاسو په والهانه نوښتونو سره اصلاحات مینځ ته راځی. که پدې هکله خپلې هڅې او هاندې څپاندې کړئ، نو دا ټولي نیمګړتیاوي به له مینځه ولاړې شي، او افغانې ټولنه به د سوکالې جوګه شي. ځکه د عمرانې چارو تر فزیکې رغاونو وړاندې د افرادو د ذهنې افکارو د تنویر روڼتیا زیاته مهمه ده. نو ځکه خو په ډاګه دا ویلې شو چې همدا زیارونه پخپله ددې لامل شوي چې مهذیبو ولسونو د ټولنیز ساینسي پرمختګونو په درشل کې د نوې ټیکنالوژې مهارتونه ترلاسه کړي او اسانتیاوي یې مینځ ته راوړي. نو ددې لپاره دا ستاسو فریضې ګڼو چې د خپلو ښایسته سالارې ذهنې ځواکونو په کارولو سره د افغانې ټولنې ټولو ناخوالو او منفې اړخونو ته د پاې ټکې کیږدي او د تیرو څو لسیزو و بدمرغو او حماسی ستراتیژیو ته د بدلون په ورکولو سره نوی ښکلې رنګونه ورکړئ، چې هغه د کرکې په ځای د مینې او محبت، او د غچ اخیستنې په ځای د زغم او لوروینې پیغامونه دي چې په ولس کې وخورول شي. ستاسو پدې مسحې کړنو ترسره کولو سره دا خبره حتمې ده چې په هرڅه به بری ترلاسه شي، او هغه نیکمرغې به رامینځ شي، چې له وړاندې یې هډو اټکل نه کیدو. همداراز دا د الله (ج) له خپلو صالح بندګانو څخه هم غوښته ده چې په خپل پاک کلام کې یې فرمائیلې دي«زه نه بدلوم د هغه چا(قوم) حالت، تر څو هغوې خپل حالت پخپله بدل نه کړي.»، نو دې اصل ته پام نیولو سره دا وړ کسانو مکلفیت دی چې داسي کارنامې ترسره کړي. او ورسره دا زموږ د پښتنې پت او عظمت لوی شان هم دی چې په خپلو ادابي کړنو سره دا په عملې ډول په اثبات ورسو چې وايې -
که تا ویل چې ته یې او ماویل چې ته یې، هم به ته یې هم به زه یم.
او که ما ویل چې زه یم، او تا ویل چې زه یم، نه به ته یې نه به زه یم.