
په کابل کې به امنيتي ځواکونه وکولی شي، چې د چارواکو او زورواکو د موټرونو تورې ښېښې سپينې کړي؟
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
له چاودنو، بريدونو، د وسله والو مخالفينو له ګواښونه پرته؛ کابل ښاريان د نه مسووله وسله والو، د وسله لرونکو غلو، انسان تښتونکو او نورو جنايي جرمونو څخه هم تر پوزې راغلي دي.
په رڼا ورځ د کابل په ښار کې موټر، موټر سايکل او نور وړنکي وسايل تښتول کيږي. وسله وال غله د ښار له ګڼې - ګوڼې څخه په ډکو سيمو کې، له لاس څخه موبايل اخلي، په جيب لاسونه دننه کوي پيسې او نور اړين اسناد له ځانه سره وړي او د وسلې په زور ورته نورې ښېښنده جنايي پېښې رامنځ ته کوي.
د پوليسو، ملي امنيت، ملي پوځ او نورو پوځي کسانو په يونيفورم او جامه کې، وسله وال غله هم دشپې له خوا او هم په رڼا ورځ د خلکو کورونو، هټيو او دفترونو ته دننه کيږي، چور او چپاول کوي، د مخالفت په صورت کې انسان داسې وژنې، چې د بل ژوندي موجود مرګ ترې بوږنونکی وي.
ليدلي او اورېدلي به مو وي، چې يو کس په ګرځنده ټېلېفون خبرې کوي، موټرسايکل سپاره ورڅخه د لاس نه موبايل اخلي او اغېزمن شوی کس هم حيران په خپل ځای پاتې شي، تر څو شيبو يې فکر هم بند شي، چې څه وشول، چا وکړل او ولې يې وکړل؟
د غلو څيره په بله هر څيره د بدلون وړ ده. د ټکسي د چلونکي په بڼه، د سوال غوښتونکي په بڼه، د امنيتي کس په بڼه او لنډه دا چې، د غلا يو تکتيک يې رسوا شي، نو بل نوی يې منځ ته راوړ وي.
کابل د مسکو او توکيو په څير دومره لوې ښار هم نه دی، چې د سر او پای پته يې نه مالوميږي. په دې کوچني ښار کې، استخبارات، جنايي، مافيا، غله، انسان تښتونکي او نور په کډه سره اوسي. جنايي مجرمين نه د بل کوم ولايت دی او نه هم د بل ولايت اوسېدونکی دومره جرئت کولی شي، چې په بل ښار کې غلا او جنايي جرم وکړي.
مطلب دا دی، چې غل، د مافيا غړی، انسان تښتونکی، پوليس، استخباراتي او جنايي کارمندان؛ که سره ګاونډ په ګاونډ نه دي، نو کوڅه په کوڅه او که له کوڅې هم ور تېر شو، نه په يوه ناحيه او حوزه کې خو سره ختمي اوسيږي. یانې د عوامو پر وړاندې جنايي مجرمين او امنيتي کسان دواړه مسووله دي، يو يې وژني او مال يې له ځانه سره وړي او بل يې ژوند او مال نه شي ساتلی.
جنايي مجرمين چې په کوم ډول سره ښکاري که په همدې ډول وای، نو مخنيوی يې اسان او ساده وو. دوی بانډونه او ډلې لري. د بانډونو او ډلو په سر کې يې په مسقيم او يا هم په غېرې مسقيم ډول سره، وزير، وکيل، رئيس، چارواکي او زوراکي شتون لري. مسقيم په دې نوم، چې چارواکو او زورواکو د بېلا بېلو موخو په پار دغه کسان ساتلي، دوی ورته لارښوونه کوي او د دوی په اشارې وړاندې ځي. غېرې مسقيم په دې مانا، چې نېول شوی جنايي مجرم، د چارواکي او زرواکي زوی، ورور، او يا هم د خور او ورور زوی او که دا هم نه وي نو کليوال او يا د پېژندګلوی په بل تار سره تړلي وي.
دا څوم ځل دی، چې په کابل ښار کې امنيتي ځواکونه ښاري ګرنېزونونه رامنځ ته کوي، چېک پووينټونه جوړه وي، تلاشۍ زياتوي.... خو په همدې کچه بيا، د پيسو په پار وژل، تښتول او غلاوې هم پسې ډېرېږي.
ښاريان ادعا کوي، چې جنايي کسان د چارواکو په منځ کې پټ او يا هم د چارواکو ساتونکي او بې زده کړو بې مسووله وسله وال دي. د ښاريانو په وينا، چې که چېرې وسله يوازې د امنيتي کسانو په لاس کې شي، په يو شمېر امنيتي ارګانونو کې هم چڼ وشي، د چارواکو او زرواکو د موټرنو تورې ښېښې سپېنې شي، بې مسووله وسله والو څخه وسله واخېستل شي، نو تر يو بريده نه، بلکې تر ډېره به په کابل ښار کې، د جنايي جرمونو کچه را ټېټه کړي.
دوه ورځې وړاندې، د کابل ولايت د امنيه قومندانۍ په مشرۍ، د ګارنېزيون، عام نظم، استخباراتو او نورو امنيتي ادارو له لورې، په ښار کې د تورو موټرونو د ښېښېو د سپنوالو، د بې مسووله وسله والو د بې وسلې کول او په لويه کې د جنايي جرمونو د مخنيوي هڅې پيل شوي دي.
روهي خبرې کوي Rohi Talks په نننۍ اونيزه خپرونه کې په هم موضوع دې خبرو کو چې:
۱- په کابل کې به امنيتي ځواکونه وکولی شي، چې د چارواکو او زرواکو د موټرنو تورې ښېښې سپينې کړي؟
۲- امنيتي ځواکونه به له پوځي يونېفورم څخه په ګټې، د غلا، قتل او انسان تښتونې څومره مخنيوی وکړي او څه ډول يې کولی شي؟
۳- د جنايي جرمونو په مخنيوي کې، ښاريانو او عام ولس ته څه وکول په کار دي.
تاسو، د روهي وېب پاڼې لوستوونکي او لېدوونکي هم کولی شي، چې په دې اړه راسره خپل ليدلوري، در باندې تېرې شوي خاطرې، وړاندېزونه او غوښتنې سبا ماښام (نۍ/ د کب د مياشتې په ۲۶ مه نېټه، د ماښام له ۷:۰۰ څخه تر ۸:۰۰ پوري) په خپرونه په ژوندۍ بڼه راسره شرېکې کړئ او يا هم سر له اوس راته په کمېنټ کې خپل ليدلوري پرېږدئ.