د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د استعفا په اړه اوازې

د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې یو لوړپوړې چارواکي د منوشهر متکي د استعفا ورکولو احتمال له حقیقته لري وباله .
 د فرانسې خبري اژانس د متکي د مرستیال له خولې لیکلي و ، چې د استعفا په اړه وروستې معلومات ناسم دي . هغه به خپل ځای پاتې کیږي ترڅو خپل ملت اود  اسلامي جمهوریت نظام ته خدمت وکړي . هغه دغه څرګندونې د (مهر ) نیمه رسمي خبري اژانس ته کولې . په ایران کې د محصلینو خبري اژانس خبر تر لاسه کړې : نن دوو مخورو وکیلانو په ټینګار سره وویل : چې د بهرنیو چارو وزیر نن ماښام خپله استعفا ولسمشر محمود احمدي نژاد ته وړاندې کړه .
کاظم جلالي وویل « د هغه معلوماتو له مخې ، چې موږ اوریدلي متکي خپله استعفا وړاندې کړې » له بل پلوه د پارلمان غړی رضا طلایع دغه معلومات سم بللي .
دغه دوه وکیلان د کورینو او امنیتي چارو د کمیسون غړي هم دي .
د ایران دبهرنیو چارو وزارت د فرانسې له خبري اژانس سره په خبرو کې په دغه اړه څه نه دي ویلي ، او دا هغه څه دي ، چې د متکي د استعفا په اړه راپورته شوی ګونکسي باوري کوي .
( مهر ) وايي ددې احتمال شته ، چې ولسمشر احمدي نژاد خپل نږدې ملګری سعید جلیلي ، چې په دې وروستیو کې د علي لاریجاني پر ځای د ملي امنیت دلوی ریاست د سکرتر په توګه ټاکلی د بهرنیو چارو د سرپرست په توګه ونوموي . ( مهر ) وايي : په پارلمان کې دا ګونکسي هم شته ، چې په حکومت کې به نور بدلون هم رامنځ ته شي .