کابل کې دارواښاد استاد محمد ابراهيم خواخوږی ياد غونډه جوړه سوه

د لړم دوهمه :  
په کابل کې د هېواد د پياوړي ليکوال، ژباړن، شاعر، سياسي مبارز، ژورنالست او خواخوږي شخصيت ارواښاد استاد محمد ابراهيم خواخوږی د پنځلسم تلين په وياړ ياد غونډه جوړه سوه.
په غونډه کې د هېواد د بيلابيلو سئيمو ليکوالانو، شاعرانو، فرهنګيانو او سياسي شخصيتونو برخه اخيستي وه چي شمير ئي کابو (٥٠٠) تنو ته رسيده. غونډه د قرآن کريم په تلاوت، د ملي سرود په ږغولو او د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر الحاج غرزي خواخوږی پر وينا پرانيستل سوه. غونډه کې د ولسمشرښاغلي حامد کرزي پيغام د افغانستان د ملي امنيت د شوراء د فرهنګي چارو د رئيس ښاغلي اسماعيل يون، د پوهني وزارت پيغام د نوموړي وزارت د وياند ښاغلي انجنير صفي الله ذهير، د علومو اکاډيمي پيغام د سر څيړونکي ښاغلي نصرالله سوبمن، د پژواک خبري آژانس پيغام د ښاغلي دانش کړوخيل، د علامه رشاد اکاډيمي پيغام د ښاغلي حاجي احمد کندهار، د لوي کندهار د ټولنيزي ټولني پيغام د ښاغلي عبدالغفور خدام، د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون د لوي رياست پيغام د ښاغلي ايمل يوسفزي لخوا ولوستل سول. وروسته د ښاري پراختيا وزير ښاغلي انجنير محمد يوسف پښتون، د فوايد عامي پخواني وزير ښاغلي ډاکټر عبدالخالق فضل، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني لوي سفير ښاغلي ډاکټر عبدالغفور روان فرهادي، په ولسي جرګه کې د ننګرهار وکيلي آغلي صفيه صديقي آصف، په سعودي عربستان کې د افغانستان پخواني لوي سفير ښاغلي قاضي حبيب الله فوزي، د امورو د چارو د اداري سلاکار ښاغلي حبيب الله اصغري، د عامو کتابخانو يو تن چارواکي ښاغلي حيدري وجوي، د هېواد وتلي ژورنالست، ليکوال او سياسي چارو کارپوه ښاغلي عبدالحميد مبارز، د ستري محکمي د احتساب د اداري رئيس ښاغلي مصطفي بارکزي، د ټولټاکني د ګډ کميسيون مرستيال ستر جنرال محمد ايوب اصيل او ځيني نورو کسانو د ارواښاد استاد خواخوږی په اړه خبري وکړي. هم دا شان ځيني کسانو د وخت د کمبود له وجي خپلي ويناوي ونسواي کړاي، چي په دغو کسانو کې آغلي ميرمن کوکو رشاد، ښاغلي سناتور ګنګارام، ښاغلي استاد ګل زمان، ښاغلي ډاکټر نثار احمد پوپل، ښاغلي غلام فاروق نيلاب رحيمي، ښاغلي هيله مند غزنوي، ښاغلي پوهاند رازقي نړيوال، ښاغلي سر څيړونکي سيد امين مجاهد، ښاغلي عبدالودود پښتونځار او ځيني نور هم شامل وو. ويناوالو د ارواښاد استاد محمد ابراهيم خواخوږی د ژوندانه پر بيلابيلو اړغونو خبري وکړي او د هغه پر اشعارو، ليکنو او سياسي مبارزو ئي رڼا واچوله او هلي ځلي ئي د ستايني او نمانځني وړ و بللي. په پاي کې د غونډي د ګډونوالو لخوا يو پريکړه ليک تصويب سو چي پکښي د دولت څخه غوښتل سوي وو چي د ارواښاد استاد محمد ابراهيم خواخوږی په نامه دي په کابل ښار کې يوه ليسه، يو واټ، يو جومات او په کندهار کې يو ښوونځي، د پوهني وزارت د کتاب خاني يوه څانګه او په کندهار کي ئي استوګنځي ته نږدي يو وات د هغه په نامه و نومول سي. همدا شان په پريکړه ليک کې غوښتل سوي وو چي د ارواښاد استاد خواخوږي له اثارو څخه دي په تعليمي نصاب کې ګټه پورته کړاي سي. هيره دي نه وي چي نومه وړې غونډه د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني لخوا جوړه سوي وو او هم دا شان د استاد د شعرنو يوه ټولګه (د ميني وږمه) په نامه هم د يادي سوي ټولني لخوا چاپ سوي ده چي په غونډه کې د ټولني د ځينو نورو کتابونو په ملتيا پر ګډونوالو وويشل سول.
 
 د غرمني څخه وروسته د غونډي ګډونوالو د شهداي صاليحين په حضيره کې د ارواښاد پر قبر باندي د قرآن عظيم الشان د ختم د دعا څخه وروسته د ګلانو ايښودو مراسم  پر ځايه کړه. د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرر الحاج غرزي خواخوږی  
ښاغلي پوهنمل اسماعيل يون د ولسمشر د پيغام د لوستلو په مهال
 
سر څيړونکي ښاغلي نصرالله سوبمن د افغانستان د علومو اکاډيمي د پيغام لوستلو په مهال  
ښاغلي حاجي احمد کندهاري د رشاد اکاډيمي پيغام لوستلو په مهال
 
 
ښاغلي انجنير محمد يوسف پښتون، د ښاري انکشاف وزير  
ښاغلي ډاکټر عبدالغفور روان فرهادي
 
ښاغلي ډاکټر عبدالخالق فضل  
ښاغلي عبدالحميد مبارز
 
 
ښاغلي حبيب الله اصغري  
ښاغلي مولوي مصطفي بارکزي
 
 
ښاغلي حيدري وجوي  
د غونډي يوه برخه
 
 
د ارواښاد استاد خواخوږی  پر قبر باندي د قرآن عظيم الشان د ختم د دعا او د ګلانو ايښودو مراسم  
د ارواښاد استاد محمد ابراهيم خواخوږی مقبره