د روهي وېب پاڼې خواږه چلونکي ته سلامونه ،
تاسې په خپله پاڼه کې په جرمني کې داسراييلو دسفيردبلنې خبره راسپړلې وه اودامو ديوې جدي خبرتيا او اړتيا له مخې ياده کړې وه ، ګوره وروره که دافغانستان ملت اوس هرڅومره خاورې پرسر وپاشي ، غږ يې څوک نه اوري اونه يې په فکرکې دي ، دا په دې چې کرزی لکه وريړځ سره په لوخو ننه ايستلی او هرڅه چې تېريږي لکه ما اوتا نورو غوندې دی هم بېواکه ورته ګوري ، دومره بی ايمان واکمن لکه چې دی دی دافغانستان په تاريخ کې ساری څوک نه شي موندلی ، افغانستان يې داسې پرديو ته ورسپارلی چې هرڅه کوي ، اوهرڅه يې زړه غواړي هغه پردغه مظلوم ملت باندې ترسره کوی ، لوټ ، وژنې ، بمبارۍ . . . .
داهغه څه دي چې دی پرلوی لاس په دغه ملت باندې نازلوی ، اوځان داسې نيسي چې ګواکی خيروخيرت دی ، داسرايلو سفير به ولې دافغانستان پرحريم باندې خپل ناپاک ګامونه نه ږدي ، خونړۍ امريکا له دغه ملت څخه پوښتنه کړې وه چې داسرايلو سفير به يې وکړي ، دافغانستان دخپلواکۍ په ورځ په نوي ډيلی کې هم داسرايلو سفير زما مخامخ داسې لوړه غاړه ناست و چې داسې به کله په اسراييلوکې هم دحماس دډلې له ډاره نه و ناست ، خبره داده چې په نورو سفارتو کې هم اسرايلوسفيران بلل شوي داهسې خبرې دي چې موږ ګواکي داسرايلوهېواد په رسميت نه پېژنو ، خو ښاغلی کرزی يې په رسميت پېزني ، دهغه دباندنيووچارو وزير په خپله اوس له یهودانوسره خوني رابطه لري ! دانو څنګه کيدای شي چې داډول اړيکی بايد ديوه ناخبره او په نورو پلورل ملت داندو ژوند په اړه دپاملرنې وړوي . دهېواد اوملت نومونه اوس دکاغذ پرمخ کرښې دي . ځکه نو ښه به داوي چې څه امريکا او دهغې ملاتړی او ګوډاګيان غواړي ، هغه ترسره کيږي . اوکه داسې نه وي نو يو نردی پيداشی او سبا له هغه چا نه چې دملت ( که تجارت نه پرې کوي ) غږ دی واوری او له دغو سفيرانو دې پوښتنې وکړي چې دوی دغه دقانون او ديپلوماسۍ خلاف کار ولې کړی ؟
که مو داسې څو ک پيداکړ چې داپوښتنه وکړي زما سلام پرې واياست
سردار خان غزنچی - انديا
وروستي