د ستر محدث امام نووي رحمه الله ژوند ته لنډه کتنه

دده نوم یحی، کنيت یئ أبو زکریا، لقب یئ محی الدین او دنسب سلسله ېې پدې ډول ده: 
یحی بن شرف بن حسن بن حسين بن جمعه بن حزام بن حرلي الحوراني الشامي.
او علماؤ په محي الدين، ابو زكريا، شيخ الشافعیه، قطب الاولياء، شيخ الاسلام والمسلمين، عمدة فقهاء والمُحدّثين، او صفوة الاولياء والصالحين باندې نومولی.

پیدايښت:
نوموړی د محرم الحرام د میاشت ۶۳۱هـ سنه کې د حوران په نواة ښار کې پیداشوی ، چې له همدې امله ورته نووي ویل کيږي.

په علم مین ماشوم:
امام یاسین بن یوسف المراکشي رحمه الله د خپل شاګرد امام يحي بن شرف النووي په اړه وایې:
امام النووی به ماشومانو نه پرېښود، لوبو ته به یې مجبوراوه، خو هغه به منډي ورنه وهلې، که د هغوی ټینګار به زیات شو په ژړا به یې ځان ورنه خلاصوه، په دې وخت کې به هم هغه قرانکریم تلاوت کاوه، زما زړه کې له هغه سره ډېره مینه پیدا شوه، هغه دا مهال لس کلن ماشوم و.

پلار به یې دکان کې کېناوه، خو دی به د دکان له کاره په تلاوت زیات بوخت و. استاد ته یې ورغلم، مال امید لرم دا ماشوم به د خپل وخت تر ټولو ښه عالم وي، ډېر زاهد او خلکو ته به ګټه رسوي، هغه راته کړه:

ته نجومي یې؟! مال نه، دا خبره الله زما زړه ته القاء کړه. استاد یې زما خبره پلار ته کړې وه او د هغه توجه ورته زیاته شوه. ( المراکشي د امام النووي د تصوف استاد ؤ)
الطبقات الکبری لابن السبکي: ۳۹۶/۸ د منهج تربیة النبویة للطفل، په حواله.

تعلیم او تربیه:
لومړنۍ ذده کړي ئې په خپل کلي کې وکړي او چې د قرآن عظیم الشان حفظ او څو ابتدايې کتابونه ئې وويل نو په ۶۴۹هـ کې په ۱۹کلنۍ کې دخپل والدماجد سره د دمشق رواحة مدرسې ته راغلو او دلته ېئ دسترو سترو علماو څخه علم دین حاصل او د کمال درجې ته ورسيد .

نوموړی ګڼ شمير استادان لري چې مشهور یئ دادي:
د علم فقهې استادان ېئ:
کمال الدین اسحاق مغربی، عبدالرحمن بن نوح او نور …
اصول فقه ېئ: د علامه قاضی نفیسی صاحب رحمه الله څخه حاصل کړه او علم نحوه ېئ دشیخ احمد مصري او ابن مالک رحمه الله څخه حاصل کړې.

او په علم حديث کې ېئ د شیخ رضي الدین، زین الدین بن عبدالدایم، عمادالدین عبدالکریم حرستاني، عبدالعزیز انصاري او نورو څخه ېئ ذده کړې کړي .

له دې څخه وروسته دعلامه نووی څخه یو ستر متبحر او وسیع النظر عالم جوړ شو او په مختلفو مدارسو کې یئ د استادۍ منسب سمبال کړ ، د تصنیف او تالیف ډير نهايت اهم کارونه ېئ سرته ورسول چې په هغې کې د صحیح مسلم شرح ، تهذہب الاسماء و اللغات ، کتاب الاذکار او ریاض الصالحین شامل دي او دومره اوچت او ستر کتابونه ېئ وليکل چې په زرګونو نه بلکې په لکونو خلک ترې فيضياب شو.

علامه عبدالحی لکنوی رحمه الله لیکلي چې:
"ورع فی العلوم وصار محققا فی فنونه مدققا فی عمله حافظا للحدیث عارفابانواعه" ، ژباړه:
په علومو کې د ډيرو زیاتو حصوصیاتو څښتن ،په فنونو کې محقق، په کمال کې دقیق، حافظ الحديث او داحادیثو له انواعو څخه باخبر ؤ.

ستر محدث علامه شمس الدین الذهبي رحمه الله د نوموړي دژوند په هکله وائې:
" لازم الاشتغال والتصنیف ونشرالعلم والعبادة والاوراد والصیام والذکر والصبرعلی العیش الخشن فی المأکل والملبس ملازمة کلیة لامزیدعليها،ملبسة ثوب خام وعمامة شيخانية صغيره"
ژباړه: نوموړی په تالیف او تصنیف،درس او تدریس،دعلم په نشر او اشاعت،عبادت،وظایف او دالله جل جلاله په ياد کې مشغول ؤ.او په ډيرکم خوراک اولباس ېئ اکتفا کوله دهغه لباس عادي وو او وړه پټکۍ به ئې په سر کوله".

(تذکرة الحفاظ صفحه۱۴۷)
همدارنګه علامه نووی رحمه الله واده هم نه ؤ کړی، او دوه ځل ورته دحج سعادت په نصيب شوی، نوموړی سریع التصانیف محدث ؤ، په عقيده کې أهل السنة اشعري او په مذهب کې دامام محمدبن ادريس الشافعی رحمه الله مقلد ؤ او ځينو علماو دشافعي مذهب ددريمي طبقي له مجتهدينو څخه ګڼلی.

دباچا په خلاف فتوه:
علامه جلال الدين السیوطی رحمه الله ليکلي چې کله په شام کې شاه ظاهر بیبرس باچا دتاتاريانو سره دجنګ اراده وکړه نو د دښمن سره دمقابلي لپاره ئې درعيت څخه د مال جمعه کولو اراده وکړه دوخت له علماو څخه ېئ فتوه وغوښته ټولو علماو فتوه ورکړه چې باید له رعيت څخه مال راټول شي، خو علامه نووی رحمه الله ددې کار څخه انکار وکړ. باچا ترې دانکار وجه وپوښتله، نووی رحمه الله ورته وويل:

له تاسر ډير مالونه شته سل وينځي او مريان دډيرې ګاڼي سره لري، ته اول دغه خپل دولتي مالونه مصرف کړه که پوره نه شو نو زه به بيا له رعيت څخه دمال راټول کولو فتوه ورکړم پدې کار سره باچا ډير غوصه شو او بلاخر امام نووی ېئ ددمشق څخه وشړل، علماو باچا ته ډيرسفارشونه وکړل خو امام نووی وويل ترڅو چې شاه ظاهر ژوندی وی ترهغې به زه په دمشق کې قدم نږدم. له دې پيخې څخه يو مياشت وروسته امام نووی وفات شو.

امام نووی رحمه الله ګڼ تصانیف لري چې مشهور ېئ دادي:
منهاج الطالبين
الدقائق -
تصحيح التنبيه -
المنهاج فی شرح صحيح مسلم -۵ جلده
التقريب والتيسير فی مصطلح الحديث،
حلية الأبرار
خلاصة الأحكام من مهمات السنن وقواعد الإسلام -
بستان العارفين -
الإيضاح ۔مناسك حج،
روضة الطالبين -
التبيان في آداب حملة القرآن -
المقاصد -
رسالة في التوحيد،
مختصر طبقات الشافعية لابن الصلاح -
مناقب الشافعيّ -
المنثورات - فقه، وهو كتاب فتاويه،
مختصر التبيان -
مواعظ، والأصل له،
منار الهدى -
في الوقف والابتداء، تجويد،
الإشارات إلى بيان أسماء المبهمات -
الأربعون حديثا النووية -
المنهاج السوي "
النهاية في اختصار الغاية -
أغاليط على الوسيط "
الفتوحات الوهبية
شرح صحیح مسلم
تهذیب الاسماء واللغات
کتاب الاذکار -
په فقه کې يو پوره موسوعه (دائرۃ المعارف) دالمھذب شرحه المجموع۔
شرح اربعین نووی-
او رياض الصالحين من كلام سيد المرسلين:
ریاض الصالحين يو له مشهورو او مقبولو کتابونو څخه دي چې هيڅ مسلمان نر او ښځه ترې بې نیازه کيدلی نه شي. پدې کتاب کې ۳۷۲ ابواب او ۱۸۹۶ احادیث راجمعه شوي ، پدې کې اکثر احاديث دقرآن عظيم الشان تشريح کوي، دايو معتبر کتاب دي او حديثونه ېئ هم ډيرجامع دي.
د باب شروع په څو آیاتونو سره کوي ، او ورپسې احادیث مرتب کوي. امام نووی رحمه الله داخلاص له برکته دنړۍ په هر ځای کې هغه که مدرسه او مسجد دي او که ددعوت ځايونه دي هلته رياض الصالحين مو جود دي. له کاناډا نه تر استراليا او داسلامي نړۍ له ختيځ څخه تر لويديځ او لو جنوبه تر شماله په علمي درس ګاهونو او حلقو کې ليدل کيږي.او په ګڼو ژبو ترجمه شوي او ډيرو سترو علماو ېئ کره شرحي ليکلي دي.

وفات:
کله چې نوموړی له دمشق څخه بيت المقدس زيارت لپاره لاړ او بيا له هغه ځایه د خپل والدماجد د زيارت لپاره خپل پلرني ټاټوبې نواة ته راغی نو دلته مريض شو او له همدې ناروغۍ نه ېئ په(۲۴/رجب المرجب/۶۷۶هــ ) د۴۵کالو په عمر له دې فاني نړۍ څخه دتل لپاره سترګي پټي کړي.
ان الله وانااليه راجعون