لندن ته راغلې ستړى مه شې

                                   لندن ته راغلې ستړى مه شې*** په خولكۍ كې به دركېږدمه گلونه
۲۱ـ۱۰ـ۲۰۰۷
فــــانــــوس گــــــــرانو لــــــــوســــــــتونكـــــــــو! ښاغلى كرزى نن بيا په دوره ووت ښه دى لږ به بې خطره خپل وزرونه وټپوي دارگ ساحه خو ډېره ورته وړه ده كنـه
لږ به په لندن كې دمه وكړي اخبار به ولولي تلويزيونونه به وويني وبه گوري چې ددې هيـواد اويا د نــورو اروپــائـــې هيوادونو وگړي په خپله مورنۍ ژبه گړېږي لږ خو به خپلې مورنۍ ژبې او اساسي قانون ته متوجع شي دا ډول ســـــفر ورته ډېر گټور گڼم هيڅ چې نه وي دشپې خو به لږ ارام خوب وكـړي زړه مې ډېر ډېر پرې سوځي هلته خو په كابل كې خوب نه لري هره شــيبه په تلويزيون كې دكونډو رنډونارې او په سړكونو دانسانانو ټوټه ټوټه خوښې وينې دى خو هم احساس لـري؟ انسان دى كنه ولې به نه ځورېږي تاسې لا خپل ولسمشر نه دى پېژندلى؟
دى خوكه هر څومره غافل هم شې خداى داسې نابغه مشاورين وركړي چې سهار يو ډول او ماښام بل ډول غومبر ورته وهي اوس په خپلو كې په غومبر ځانونه پوهوي تر څو ولس ئې په رمز پوه نه شې داخولا څه كوې داسې مسته كابينه لرچې واى واى نړيوال ركارډئې ټينگ كړى دى ماشاﷲ ماشاﷲ له دې څخه به هم راتېرشوداسې پارلمــــــــان خداى(ج) ورباندې رانازل كړ چې ترملايكو لا پاك خلگ پكې شته دي هيڅ ډول امتيازنه غواړي مياشتنى معاش خويولا نه غواړي په هوا پايږي ملايكې دي هسې يوڅوكسانوته خوولس رايه وركړې ده دانورخو ټول دجمعيت دډلگۍ ملايكي دي پاس له اسمان څخه راغلي دي هغه يونس قانوني خو لا كله كله په ماښامي كې دسليمان(ع) په تخت سپور كريملــــــين ته ځان ورسوي اوسهار بياوختي له خپلې امسا سره په پارلمان كې غومبر وهي دا دغومبردژبې الفبا د اى.اس .اى لخوا ورته جوړه شوې اوبياپه تهران اوكريملين كې تركنترول وتلې ده هيڅ خلاپكې نشته ټول كردنات په سم ډول دهمدې الفــــا په مرسته ځانمرگو ته وركول كېږي او نتېجه ئې هم دا دى تاسې وينئ چې هره ورځ دپښتون په كورلمبې بلې دي خيردابه
هم وزغموخوتاسې دا دوعا كوئ چې خداى(ج) كرزى زموږ له مخې وانه اخلي دافغان ولس او په خاص ډول دپښــتون په بې سا بدن خو همدې ځوان سا ورننيسته دتاريخ په اوږدوكې دومره خدمت پښتو ژبې او پښتنو ته نه دى شوى لكـه دالمتوكل خاورومنډلي او خپلواك اتل كرزي په وخت كې بس نو ښه مزه دار سفر ورته غواړم. خوږولوستونكو!
زما اوس تلوار دى كاليزه مې ده كه څه راڅخه پاته وي هغه بيا تاسې وليكئ چې بيا زموږ افغانـــه اداره گيله ونه كړي خـــــــــــــه تربـيـــــــــــــــــــــــــــا.