ژوند لکه د پخو ګل په هوا شو ته رانغلې
هر څه مو لاړ چور او تالا شـو ته رانغلې
دومره بدرنګ هم نه يو کله تا نه چې هـيريو
مونږه او خوښی سره جـدا شو ته رانغلې
هر خیال او ارمان مولاړ بندیـوان دغم شو
زړونه تش له خوښی اوخندا شو ته رانغلې
سآ اخلو له نا چاری څخه پراته لکه لا شیو
زمونږه ژوند دهر چا د خندا شو ته رانغلې
تیاره ده له هر خوانـه ماتم ده لاره ورکه ده
په مونږه میلمه غمونه د دنیا شو تـه رانغلې
له کوفارو ګـیله نکړو ملګری د شیطان دی
خوراک د دوی دهر بم اوغلا شو ته رانغلې
د شیخانواومولایانود پیتوواوغرغرو ښکارشو
مونږ دهر ظلم په ویر او ژړا شو ته رانغلې
خدای دی د لوی قیامت ښکار کړه نـاځوانی
مونږه په هر مرض مو بتلا شو تـــه رانغلې
زه ذبيح الله بــــه د وکړم هر شیکایت الله ته
ورکه شی خوراک دهری بلا شوته رانغلې
وه وړی لیلا ناروادی تـــــوری سترګی سره لاسونه مسافريکی
ما طالب جان ته هم نارواده اسکه غاړه جیګه شمله مسافریکی
زما د رنګین اشنا خوښ دی ګلونـــــــــه رنګ په رنګ کی
زما هم قسم ده هروخت به ورته راځمه رنګ په رنګ کی
ذ بيح الله شريفي
وروستي