د سلواغې ۲۶ مه، د شوروي اتحاد د ماتې ورځ

له  افغانستان څخه نېږې ۲۶کاله وړاندې د سلواغې پر ۲۶مه شوروي اتحاد اشغالګر په شا وتمبول شول.
 
د شوروي اتحاد زوال یوازي یو سیاسي زوال نه وه، بلکه د یوي داسي مفکوري زوال وه چې له نړۍ نه يي انسانیت پاکاوه.
 
ویل شوي، چې شوري اتحاد یوازي په شلمه پیړۍ کې ۵۸ میلیونه نه زیات انفرادي او (۳۰) میلیونه نه زیات ډلییز( نژادي او ټولنیز) انسانان ووژل.
 
د اټکل له مخې، دا د لومړې نړیوالي جګړي (۳۷) میلیونه او دوهمي نړیوالي جګړي(۶۶) میلیونه انسانانو له وژني یوازي نهه میلیونه کم دي.

 د سلواغی شپږویشتمه د افغانانو لپاره، داسې یوه  کلیزه ده چې واحد ملت یی په ملیتونو، مجاهد سنیان یی په اوو او شیعه غازیان یی په اتو ډلو تقسیم کړل.
 
 دغه تور تم څوک د خدای پرست او څوک د ماټریالست په نومونو جلا کړل. د وطن دوستی  تته نعره یې نوره هم ګونګه او مجرم او ګناهکار یی پرته له محاکمی په مرګ محکوم کړ.
 
د شروي اتحاد سرو لښکرو په افغانستان کې ډير ظلمونه کړي دي، چې قلم یې تر لیکلو عاجز پاتې دی.
 
دغه اتحاد په افغانستان کې ۹ کاله تير کړي، چې ۱۳۶۹ لمريز کال د دلوې په ۲۶ نيټه د حيرتان بندر له لارې له افغانستانه ووتل.
 
د دلوې ۲۶ مه چې له افغانستان د شوروي پوځیانو د وتلو ورځ ده، د پخواني ولسمشر دوکټور نجیب الله لخوا د ملي ژغورنې د ورځې په نوم یاده شوې او په حقیقت کې د ټولو افغانانو د ګډ زیار پایله ده.