دنيوکې کې يا انتقاد په اړه په دې ليکنه کې غواړم دعصر سوره په لږ برخه باندې درسره خپل فکر او نظر شريک کړم،ليکنه يو څه اوږده که څه هم مارالنډه کړه خو تردې زيات لنډولو يي بياجوهر له مينځه وړه،دعصر سوره ته که دقيق وکتل شی دقرآن خلاصه ده حتي ويلي شو چې د اسلام خلاصه ده،په دې سوره کې هغه لارې بيان شوی چي څنګه مسلمانان ځانونه د هغه ډلې څخه وساتي چې په خسران (تاوان) کې دي، عصرسوره ډیر د کاميابي لارې نه بلکې هغه لارې ښکاره کوي چې که په هغه حرکت او عمل ونشي نو پاي به يې مطلقه ناکامي وي.
دښوونځي په لومړی ورځ چې ځينې ښوونکي ټولګي ته راشي نو يا خپل قوانين يا ځيني نصيحتونه او توصيې کوي،لکه د کاميابي لارې چارې،ددې درس نه د پوره نومرو اخيستلو دمطالعې طريقه او داسې نور...
ځينې ښوونکي بيا لومړي هغه ټکي ته شروع کوي چی موږ به يي ددې لیکنې او عصر سوره په مرکز کې ولرو،دا ښوونکي چې ټولګی ته دننه شي نو لومړي خپل هغه لږترلږه يا هغه چي هغه نه وي بغير دهغه نه نه کېږي قوانين وړاندې کوي،مثلا وايي که پهدرس کې مو ...کارونه وکړل يا ونه کړل نو مطلق ناکام ياست وروسته که هرڅه وکړي په درد به ونه خوري.
عصر سوره کټ مټ ددوهم استاد غوندې ټکو ته اشاره کوي چې په هغه ټکو عمل ونشي نور هرڅه به بی فايدي وي،دلته دعصر سوره څلور حالته موجود دي.
۱-الاالذين امنو
۲-وعملوالصالحات
۳-وتواصوابالحق
۴-واتواصوبالصبر
موږ دلته دري ټکي باندې تم کېږو خو لومړی د سوره يو متن او ژباړې ته نظر کو.
وَالْعَصْرِۙ ﴿١﴾
اِنَّ الْاِنْسَانَ لَف۪ي خُسْرٍۙ ﴿٢﴾
اِلَّا الَّذ۪ينَ اٰمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ ﴿٣﴾
دلته الله تعالی دهرانسان په يو ډول تاوان کې اخته کيدلو يا تاواني کيدلو باندې په وخت باندې قسم کوي،وروسته فرمايي يوازی هغه ډله استثنا ده چې ايمان يې راوړي دي،او نېک عملونه کوي،هغوي چې په حق امر يا توصيه او حق ته تشويق کوي،هغوي چې په صبر امريا توصیه او يا تشويق کوونکي دي.
زموږ ددې ليکنې اصلي برخه ِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ(هغوي چې په حق امر يا توصیه يا تشويق کوونکي دي) او بيا همدا برخه د ليکنې د عنوان سره تړو.
موږ په داسې ټولنه کې اوسېږو چې نسل يی په نيوکه کې لوي شوي،روزل شوي او نور یې نيوکه او انتقاد د فرهنګ يوه برخه ګرځېدلې ده،که په يوټيوب کې ويديو يافلم،فيسبوک کې کوم پوست ګورو نو لاندې خپل تنقيدي افکار ليکو،لږمې خوښ شو،په ټوله کې همغږی یم خو په دې برخه کې مې فکر بدل دی،ډېر ښه نه دی او داسې نور...
معلم دشاګردنه،شاګردمعلم نه،امام د مقتدي نه مقتدي دامام نه،پلار د زوي نه زوي د پلار نه،ريس د کاريګر کاريګر د ريس نه،ميړه د ښځې ښځه د مېړه نه ټول د شکایت ،نيوکې او انتقاد په مود کې يو.
کله چې خلکو سره يوځاي شو او د حال احوال خبرې شي نو د خبرو شروع په الحمدالله او شکر او ماشاالله وي او ورپسې سل او زر شکايتونه او نيوکې په قطار کړو لکه ذهن مو چی شکايت او نيوکې ته پروګرام شوی وي،حتی ډېر وخت بحثونه او نيوکې د ملامتولو لپاره روان وي نه د ستونزي د حل کولو لپاره.
ډېر خلک بيا ددې بهانې ترشاه پټېږي چې حقيقت وايي او يا خو اصلاحي نيوکه کوي راځي دلته د آيت په همغه وړې برخې ته پام وکړو چې مخکې مو اشاره ورته کړې وه.
ِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ دلته د تواصو کلمه د توصیه نه راځي چې د چا نه د څه غوښتنې لپاره يي کاروو،مثلا د ځانکدن په وخت کې چې څوک خپلې اخري ثانیې استعمالوي نو وصيت کوي چې ټول عزيزان ترې راتاو وي او کلک غوږ یې ورته نيولي وي چي څه وايي او هغه خبرې یې بيا ټول عمر په حافظه کې پاتې وي.
يا يو څوک چې سخت مريض او يا په داسې سفر تللي وي چې بيرته راتلل او نه راتلل يي معلوم نه وي نو وصيت ليکي،ښکاره ده چې وصيت خپلو نیږدې دوستانو ،فاميل او هغه خلکو ته کېږي چي ګران وي او موږ ته ارزښت ولري او موږ مينه ورسره لرو.
اوس راځو دې ته چې الله وايي چې يو بل ته د حق توصيه کوي خو موږ دې ټکي ته پام نه دی کړی چې توصیه خو هغه چاته کېږی چا مينه ورسره وي يعني توصيه مينه غواړي.
دا ښکاره ده چې سل په سلو کې يو د بل همنظر نشو کېدی خو پوښتنه دا ده چې آيا دې نيوکې ته موږ د مقابل شخص مينې هڅولي يو؟آيا هغه راته مهم دی؟آيا داکار دهغه د هغې د واقعي ښېګڼې لپاره کوو؟
موږ کله د حدنه ډېر تنقيد کو کله بيا پټه خوله ناست يو او هيڅ نه وايو ،شايدد زيات تنقيد په وخت کې یی ترشاه د ملامتولو حوس،کينه،رشخند يا بل څه وي او په ځان نشو حاکم کېدلی او نه تنقيد په وخت کې کېدی شي شرم،غيري منتظره ځواب اوريانور څه وي خو دا دواړه د حل لارې نه دي بلکه نيوکه بايد د مينې له امله وي،د نيوکې په وخت کې بايد ژبه،دغږڅرنګوالي،وخت،خپل احساسات...دمينې په واسطه کنترول او هدايت شي.
دلومړي برخې پای
وروستي