حضرت مولانا شمس الحق افغاني ”نورالله مرقده“ یو ځل وفرمایل:
په دیوبند مدرسه کې د احادیثو یو طالب العلم وفات شو، چې د افغانستان اوسیدونکی وو.
د مرحوم جنازه ادا شوه او دفن کړی شو او د ده ورثاؤ ته خط ولیږل شو فاصله ډیره وه خط شپږ میاشتې بعد د ده کور ته ورسیدو خپلوان یې راغلل او د مهتمم قاري محمد طیب صاحب ”نورالله مرقده“ سره یې ملاقات وشو نو ورثاؤ اویل چې مونږ مړی افغانستان ته وړل غواړو مھتمم صیب ډیر پوه کړل خو هغوي خپل ضد کولو.... خبره یې نه منله ما هم ډیر پوه کړل هغوی ویل یا خو
به مونږ خپل مړی وړو یا به زمونږ ټول خاندان دلته راځي ...
ما وویل ځئ، د الله بندګانو تاسو د الله راز ظاهروئ.... چې کله یې قبر خلاص کړو نو شپږ میاشتې بعد د مړي جسد په خپل کفن کې صحیح سلامت پروت وو او ډیره اعلی خوشبو ترې راتله، د مړي جسد یې په بکس (صندوق) کې کیښودل .. د پیښور د ريل په تم ځای باندې پولیسو او ګمرک تلاشي روانه وه .... چې په صندوق کې جسد نه بلکې کستوری( مشک) دي چې غیر قانوني طریقې سره قاچاق کیږي، کله چې پولیسو صندوق خلاص کړو نو په دې کې د حدیث پاک طالب العلم وو او د ده څخه خوشبو راتلله ....
د دې واقعې څخه ډیرو خلکو عبرت حاصل کړو ...
(خطبات افغاني صــ۴۳۲)
وروستي