ځان وژنه او سوزونه

الله پاک په سورة المائدة، ۳۲ ایة کې داسې فرمایلي دي:
مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا.
ژباړه: (ژباړه: چاچې يو انسان د وينې له بدلې يا په ځمكه كښې له فساد خورولو پرته (په ناحقه)
وواژه داسې وګڼه لكه چې هغه، ټول انسانان ووژل او چاچې څوك له مرګه وژغوره داسې وګڼه لكه چې هغه ټولو انسانانو ته ژوند ور وباښه"؛).

همدا شان سوزونه او د سوزولو کار یوازې له الله جل جلاله سره ښایي یعنې بشر ته الله جل جلاله د سوزنې حق نه دی ورکړی، چې حتی یوې حشرې ته هم اور ورته کړي او یا یې وسیزي مطلب دا چې دوزخ کې غورځول او سیزل په الله جل جلاله پورې اړه لري او بس.

خو په پروني خونړي برید کې د تائید شویو خبرونو په اساس تر سلو ډېرو ناروینو، ښځینه او ماشومانو خپل ژوند خوږ ژوند له لاسه ورکړ (ووژل شول او وسیزل شول) او همدا شان تر ۲۳۰ زیات ټپیان شول، دې ته ورته د تېرې اونۍ په شپه پر کاتننېتل هوټل برید هم ګڼ شمېر مرګ ژوبله لرله او په جلال آباد کې د ماشومانو پر مرستندوی دفتر برید کې هم وینې تویې شوې او دې ته ورته په بلخ کې او د هېواد په نورو سیمو کې هر ورځ وینې بهېږي؛ نو آیا دا کړنې له یاد آیت شریف سره په ټکر کې نه دي؟ یا په بله اصطلاح په پروني برید کې دوکاندار یا هټۍ وال، هوټلي یا په هوټلو کې چې کومو مسافرینو ډوډۍ خوړه او یا لارویان چې په دې برید کې یې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ یا هم ټپیان شول، میندې بورې او ورارې شوې، بې وروڼو شوې یا هم ورورڼه بې خویندې شول؛ نو آیا د دې خونړیو برید کوونکي د قران العظیم الشان خلاف عمل نه دی تر سره کړی آیا دوی د امبولانس له موټر څخه په ګټې اخیستنې سره دوکه یا فریب نه دی کړی آیا فریب کوونکی او دوکه کوونکی د اسلام خلاف عمل نه دی، د فرهنګ خلاف نه دی او د شیطان په قطار کې نه شمېرل کېږي!

بله خبره دا چې، آیا دوی به د حشر په ورځ د دې تېروتنو ځوابونکي نه وي؟ نه هرومرو به وپوښتل شي چې ولې مو له دې ښکاره قراني دلیله سرغړونه کړې ده او ولې مو دا بې ګناه انسان ووژل او یا مو ولې د دې یادو کسانو وینې وبهولې؟ یعنی له شک پرته له دوی به پوښتنه کېږي او د حشر په ورځ به د دې بې ګناه انسان لاس او د دې بریدګرو ګریوان شاهدان یاستو.

په دې هېواد کې اکثراً د خلکو له بۍ خبرۍ ګټه اخیستل کېږي اوس هم داسې کسان شته چې ځان نه پېژني معنی دا چې الله جل جلاله نه پېژني ځکه اول ځان پېژندل کېږي بیا الله جل جلاله؛ نو که داسې کسان ځان وپېژني بیا الله جل جلاله پېژني، خپل مور او پلار پېژني خپل هېواد پېژني چې هېواد یعني مور له هېواد سره مینه له مور سره مینه او نور.

نو تر دې وروسته په داسې کسانو کې د هېواد پالنې روحیه غښتلې کېږي، کله چې د هېواد پالنې روحیه غښتلې شې؛ نو بیا لکه د پاکستان علما یو ځل له دولسو سوو زیات علما راټولېږي او د خپل هېواد په وړاندې ځانوژنه حرامه بولي او د داسې یوه هېواد له حکومت سره جګړه ناروا او جګړه کوونکي یاغیان یا باغیان بولي چې هلته هر څه سترې ګناوې په ښکاره او په ډاګه تر سره کېږي لکه په سینما کې د بربنډو فلمونو خپرول، رسمي مردګاو خانې یا د فحاشۍ مراکز، د جومات په څنګ کې رقاص خانې یا ګډا ځایونه د عیسیویانو کلیساوې او داسې نور؛ خو دا هر څه په دې مسلمان ملک کې یعنی افغانستان کې نشته؛ په دې هېواد کې له 99 سلنې زیات خلک مسلمان دي نو بیا ولې په دې ملک هره ورځ وینې وبهېږي؛ دا ځکه چې دا دووو اصلونو کمی دی یو پوهه او بل د هېواد پالنې ځای جېب پانې یا ځان پالنې نیولی دی. زه خو دا وایم چې که د دې هېواد اسلامي او ملي ارزښتونه تر پښو لاندې شي لکه چې تر پوښې لاندې کېږي اخر به حال تر دې هم بد شي.

په یادو خونړیو بریدونو کې د انساني تلفاتو تر څنګ ډېر مالي زیانونه هم اوښتي دي چې جبیره کول یې ستونزمن کار دی.

خو راځئ تر ټولو لومړي اسلامي او بیا ملي ارزښتونو ته درناوی وکړو او د دې ارزښتونو ساتنه او پالنه خپله وجیبه او دنده وګنو. زما په خیال افغانانو ته ملي ارزښتونه تر ټولو لومړی اسلامي ارزښتونه دي.

په دویم قدم کې د خپل کور یا خصوصي حریم دی، چې دې حریم ته څوک په سپکه سترګه وګوري یا دې حریم ته له اجازې پرته ننوزي، نو له جدي غبرګون سره مخامخ کېږي.

درېیم هېوادني حدود یا له نورو هېوادونو سره سرحدي سیمې دي، چې دا هم دوی ته د سرو کرښو حیثیت لري او په دې کرښي تیري دوی ته د زغملو وړ نه دی خو د دې ساتنه په خوشې خبرو نه کېږي د دې ساتنه به د ملي امنیت په مرسته او د ملي پولیسو په همکاري ملي اردو کولای شي او بس چې دا هم په اصل کې له مله ارزښتونو څخه شمېرلای شو بل دا چې زه خو فکر کړم؛ چې د نن ملي اردو د سبا یا د بل واکمن یا ولسمشر یا بل مشر چې تاسو ورته هر څه نوم غوره بولي اردو ده، د بل چا یا بل ملک؛ بلکې افغان اردو ده او د همدې ملک یعني د افغانستان د خاورې ساتنه به کوي مانا دا چې که دا ځواک له لاسه ورکړو بیا د دې ځواک روغول ډېر زور او لګښت غواړي او همدا شان د دې خاورې ساته د مور ساتنه ده د اردو دا شعار ما ته ډېر خوند راکوي چې وایي یا کفن یا وطن؛ نو د دې لیکنې پای په څلوریزې سره.

دلته یې لس کونډي او لس بوري کړې
ځانته یې نکاح د جنت حوري کړې
میندو يې ویښتان له سره وویستل
خویندو یې جامې د بدن څیري کړې