مولانا لاهوري له هغه حقاني علماؤ څخه وو چي خپل ټول ژوند يې د الله تعالی د رضأ تابع کړی وو، په خپل وخت کي محقق عالم بي ساري مفسر، عارف او خدائ دوسته شخصیت وو.
نوموړی دګوجرانوالې دښار دجلال په کلي کي چي دپاکستان د پنجاب ایالت مربوط دی، په ۱۳۰۴ هـ ق ، کې د روژي په دوهمه دې دنیا ته سترګي پرانیستلې دی.
دغه ځلیدونکی نور په هغه میاشت کي دنیا ته راغلی په کوم کي چې قران نازل شوی دی او د ژوند تر پای یې خاص او عامو ته مستقیمه او د هدایت لار ښودلې.
دده محترم پلار شیخ حبیب الله دچشتي طریقي دطرفدارانو او مریدانو څخه وو، مولانا لاهوري د مور په مرسته په ابتدایه علومو شروع وکړله د هغه څخه وروسته درویش صفته شخص مولانا عبدالحق ته وسپارل شو او هغه په ډيره مینه او شفقت سره د مولانا لاهوري په تربیه او روزلو کي زیار او کوښښ وکړ.
مولانا لاهوري د یو څه مو دې څخه وروسته د بریتانیا د استعمار پر ضد انقلابي شخصیت او رهبر مولانا عبیدالله سندي رحمه الله ته ولاړ او هغه خپل مرشد شیخ غلام محمد دین پوري ته وسپاره ، همدا رنګه مولانا لاهوري د مولانا تاج محمود امروتي رحمة الله علیه د جهادي او سر ښندونې کار نامو او انګیزو څخه برخمن او اغیزمن شو.
کله چې د پاکستان د سند په ایالت د (ګوت پیرجندا) سیمه کي مولانا عبیدالله سندهی رحمة الله علیه د دارالرشاد مدرسه تاسیس کړه نو مولانا لاهوري په هغه وخت کې داخله وکړه نوموړي پخپله دغه مدرسه کي زیار کوښښ او علاقی سره د ۶ شپږو کالو څخه وروسته دیني درسونه پوره کړل.
( د مسلکي ژوند شروع)
مولانا لاهوري د ذده کړو څخه وروسته په همدغه دارالرشاد مدرسة کي په تدریس او ښوونه شروع وکړله او مولانا سندي رحمةالله علیه ورته خپله لور هم په نکاح کړه.
مولانا لاهوري تر ۳ درېو کالو پورې په پوره زیار سره په (ګوت پیرجندا) کي په تدریس بوخت وو ، کله چې مولانا سندي د ( جمیعت الانصار ) حزب تاسیس کړو نو مولانا لاهوري یئ ” دارالرشاد مدرسې“ څخه ځانته وغوښت نوموړي د ( انتظارةالمعارف القرآنیة ) په نامه ډله چي نوې فارغ سوي علماء په کې شامل وه اماده کړل، ددې ډلې هدف د حالاتو مطابق او غوښتنې سره دعوت او تبلیغ وو.
مولانا لاهوري د عبید الله سندي رحمة الله علیه سره اوږه په اوږه د دغه ډلي په پرمختګ کي زیار او تلاش کاوه.
وروسته تر هغه د مولانا سندهی د توصیې سره سم د نواب شاه په مدرسه کي په تدریس مشغول سو.
یو څه موده یې په علیګړ کې هم تدریس ورکړی.
سیاسې فعالیتونه:
مولانا عبیدالله سندي افغانستان د هجرت څخه وروسته خپل زوم او شاګرد مولانا لاهوري د (جمعیت الانصار) حزب مسئول و ګرځاوه.
مولانا سندي چې کله په کابل کې اوسیده د خپلو همفکرو او مخلصو افرادو په واسطه یې مولانا لاهوري ته خطونه لیږل . د خط وړونکي په نیولو سره د انګلیس استعمارګرانو په هند کي ددغه حزب ټکول او له مینځه وړل پیل
کړل ، که چیري مولاناسندي په خپل دغه هدف کي چي د وطن آذادي وه کامیاب شوی وائ پاکستان به د 1947 میلادي کال څخه کلونو مخکي منځته راغلی وای.
د مولاناسندهی د خطونو په افشأ سره مولانا لاهوري ونیول شو او د ډهلي څخه د ,,شیملا,, محبس ته انتقال کړل شو. د شیملا د محبس مسئول د مولانا لاهوري د ښو اخلاقو او کردار څخه دومره متأثر شو چې وس او طاقت یې رسیده نو مولانا لاهوري ته یې د هوسایې اسباب برابرول ،ددې تر څنګ یې د خپل کور څخه هم ځینی شیان مولانا لاهوري ته راوړل.
یو څه عمر وروسته مولانا لاهوري د شیملا څخه لاهور او بیا ,, جالندر,, ته انتقال شو.
مولانا غلام محمد دین پورې هم په دغه اتهام سره بندي او هلته انتقال شو .مولانا لاهوري د بند د یوڅه مودې څخه وروسته د لاهور ,,راهون,, منطقې ته منتقل شو . د (CIO) د اطلاعاتو یو افسر ورته وویل چي دولت دي د سنده ایالت او یا دهلي ته نه استوي . او په دغه بابت کي اطمناني نه دي .نو تاسو باید په لاهور کي اقامت وکړئ.
ددغه کار لپاره یې د مولانا لاهوري څخه د دو ضامنانو غوښتنه وکړه.
چې هر ضامن به د حکومت سره (1000) روپۍ د ضمانت په شکل ږدي .مولانا لاهوري په دغه دلیل سره چي په لاهور کي کوم شناخته او دوست نلري ، پیشنهاد وکړ چي د سنده ایالت ته یې منتقل کړي.
ولې دولت ور سره موافقه ونه کړله . نوموړي د ډیر تلاش وروسته د دارالعلوم دیوبند د ذده کوونکو څخه مولانا قاضي ضیاالدین پیدا کړ چې پدغه ورځو کي په لاهور کي وو . د هغه سره د ملاقات وروسته یو بلې واسطي سره یې په ډیر زحمت دوه ضامنان پیدا کړل چې په لاهور کي اوسیدل.
مولانا لاهوري چي کله په زور سره په لاهور کي پاتې شو ، په مشکل سره وتوانید چي ضامن پیدا کړي.
تر څو د استعمارګرو د قید څخه ځان خلاص کړي، لکن کلونه وروسته یې په خپلو دیني او علمي خدماتو سره ټول ښار روښانه او متأثره شو.
په لاهور کي د اوسیدلو څخه وروسته یې د قران مجید تدریس شروع کړ او په کراره کراره سره یې د دوستانو په مهربانۍ او کومک سره د قران علوم د نشر او اسلام د پرمختګ لپاره یې د ,, خدام الدین ,, انجمن تأسیس کړ . مولانالاهوري ددغه انجمن د مسئول په حیث انتخاب سو . ددغه انجمن له لوري د ,,خدام الدین ,, په نوم اونیزه چاپیدله.
چې تر نن ورځي پورې د ټولني لپاره په دیني خدمت او علمي مطالبو مشغول دي.
مولانا لاهوري د ” قاسم العلوم “ په نوم مدرسه په لاهور کې تأسیس کړه چي لویو علماو او دعربي مدرسو فارغ التحصیل اشخاصو به ددغه مدرسي د تفسیر په دوره کي شرکت کاوه.
د تفسیر دغه دوره دومره مشهوره سول چې د دارالعلوم دیوبند , مظاهر العلوم سهارنپور , مدرسه امینیة دهلي او د مراد آباد د شاهي مدرسي لوۍ لوۍ علمأء به ددغه نوراني چینې د فیضاتو څخه ځانونه برخمن کول . دغه دوره به د د رمضان د اولي څخه بیا د ذولقعدې تر اخیره او د مولانا لاهوري د ژوند تر پایه پوري وه.
د علامه محمد انورشاه کشمیری , علامه شبیراحمد عثماني او مجاهد الاسلام مولاناحسین احمد مدني رحمهم الله ، امضأ تائد او شرکت د تفسیر په دغه دوره کي د سند په حیث سته ، د قاسم العلوم مدرسة د مولانالاهوري د وفات څخه وروسته دهغه زوئ مولاناعبیدالله انور رحمة الله علیه له لوري تر ۱۴۰۵ هق پوري اداره کیده د مدرسې ساختمان په اجاره وو . د کار د کمبود او نورو مشکلاتو په راتلو سره د دې باعث شوه چي د , سبحان خان , په ساحه کي یو اندازه مځکه رانیول سي .د نوموړي مسجد او مدرسې تهداب او بنسټ د علامه شبیر احمد عثماني په واسطه سره کیښودل شوه.
دد مولانا احمد علي لاهوري رحمة الله علیه حق او رښتیا ویل:
مولانا احمد لاهوري ۲۵ کاله د ( جشن آزادي هند)
د اسرارو امانت دار او ستاتونکی وو، په مصیبتونو کي د ملت په څنګ کي وو ، د بند سختۍ یې پر ځان یو وړې ، همیشه یې پر خوله د حق او رښتیا خبري وې .
کله چې به حکومت په یو فتنه آمیزه فعالیت شروع کول نوموړي به غاښ ماتوونکی جواب ور کاوه ، د قدرت د خاوندانو په مخ کي به یې د حق ویل نه پټول .
په همدغه سبب څو واره د خبرو کولو څخه منع شوی دی.
په 1931 م کال کي د لاهور د پوهنتون د ریس له خوا چي انګلیسئ کس وو.
د (رسول الله صلی الله علیه وسلم ) په شان کي تند کار کړي وو . خو مولانا لاهوری په ټول جرائت سره د نوموړي په مقابل کي د حق آواز پورته کړ ، چي په همدغه سبب سره بندي هم سو، لکن د یو څه وخت وروسته حکومت د خپل دغه عمل څخه پښیمانه سو او مولانا لاهوري یې په عزت سره خوشې کړ.
علمي خدمتونه:
د مولانا لاهوري ټول ژوند داسلام دخدمت لپاره وقف وو. نوموړي د قران کریم تفسیر سنت رسول الله صلی الله علیه وسلم او د تصوف علم د تدریس سره د قران کریم ترجمه په اردو ژبه سره وکړل .
همدا رنګه یې .۳۴, رسالې اسلامي ټولني ته تصنیف او تقدیم کړي دي لکه :
① تذکرة الرسول صلی الله علیه وسلم،
② اسلام مي نکاح بیوګان ،
③ ضرورة القران ،
④ اصلي حنفیت ،
⑤ رسول الله صلی الله علیه وسلم کا وظائف ،
⑥ میراث می حکم شریعت ،
⑦ توحید مقبول ،
⑧ عکس کا شرعي فیصله ،
⑨ صد صیت کا ګلدسته و فلسفه روز ، د ده په اثارو کي راځي.
مولانا لاهوري د علامه ابوالحسن ندوي له لیدلورې:
د اسلامي نړۍ ستر مفکر علامه ابوالحسن ندوي رحمة الله علیه د مولانا لاهوري سره صمیمانه اړیکي درلودي.
د مولانا لاهوري د حضور څخه د تزکیې او عرفان په برخه کي زیات برخمن سوی دی او دده په توصیې سره یې دده د پیر شیخ غلام محمد دین پوري سره بیعت کړی وو.
علامه ندوي د مولانا لاهوري په اړوند فرمایې:
مولانا احمد علي لاهوري په یوه خط کي ماته توصیه وکړله چي هیڅکله د دیوبند د علماؤ له لاري څخه مه ګرځه . نوموړی د دیوبند د علماؤ څخه زیات متأثره وو . په خاص ډول بیا د مولانا ندوي رحمه الله سره زیات په یوه عقیده وو.
زما د تفسیر د دورې سند هم دده په لاس راکړل سو . مولانا لاهوري چي به یو ځائ ته تلل چاته به یې اجازه نه ورکول چي دده استقبال وکړي . کله به داسي هم کیدل چي خلک به
په لاره کي دده په انتظار وه . لکن مولانا لاهوري به په پټه دهغه ځائ څخه وتلی وو . هر ځائ یې په خپل شخصي مصرف سفر کاوه او تبلیغي سفرونه یې هم کول.
ما دده ( حجةالله البالغه ) درس کې شرکت کړی دی، د تفسیر په درس کي يې د هري رکوع خلاصه ویل او طالبانو باید یاد کړي وائ . دغه خلاصې مولاناسندهي بیان کړي وې .
د سیاسي تحولاتو په دوران کي تدریس ور کوی او په هغه وخت کي یې د قران لارښوني بیانولې . د ایة ارتباط ته یې توجه کوله .
د توحید د عقیدې د , خدائ جل جلاله, د تعلق نبوي محبت.
اخلاص او د نفس تزکیه بیانونه دده د تفسیر د درس مهم ټکي وه.
( مجالس حسنه) د مولانا لاهوري ځینی زرین اقوال:
۱ - په هر کار کي مو باید د الله تعالي رضا هدف او مقصد وي .
۲ د قران مجید او احادیثو شرح په دوو جملو کي کیدائ شي ، د الله تعالي عبادت وکړه او د هغه مخلوق په خدمت سره راضي کړه.
۳ زړه چه هر څومره سخت وي د ,خدائ ج , په پرله پسې ذکر نرمیږي . لکه څنګه چي ډبره د اوبو په څاڅکو سره تغیر خوري.
۴ په دین کي استقامت وغواړه . کرامت مه غواړه ، ځکه چي د استقامت درجه پر کرامت ډیره ده.
۵ هغه قیمت بها ,نور, چي له اولیأءالله څخه حاصلیږي د پادشاهانو په خزانو کي نه پیدا کیږي.
(د اخیرت سفر)
دغه درویش شخص د رمضان په , ۱۷ /۱۳۸۳ / هق
د جمعې مبارکي په ورځ د حق دعوت ته لبیک ووایه او دا فاني نړۍ یې دتل لپاره پریښودله.
په زرهاوو خلکو یې په جنازه کي ګډون کړی وو، د ,, میاني ,, په هدیره کي خاورو ته و سپارل شو .
څو کلونه یې له قبره څخه د جنت بوې پورته کیده .
ماخذونه:
اکابرعلماء دیوبند ، اداره اسلامیات ، ندوی ابوالحسن مجالس حسنه لکهنو او احیای علم دعوت .
وروستي