له طبیعت څخه زده کړه

څومره ښکلی دئ هغه لوست چې طبیعت یې مونږ ته را زده کوي، کله چې د خپلې کوټې کړکۍ پرانیزو او د طبیعت نندارې ته کښینو، هغه وږمې احساسوو چې د ونو تنکۍ څانګې او وریښمنې پاڼې یوه او بل لور ته خوځوي او ځینې پاڼې په ځمکه غورځوي....

کله په شپه کې د آسمان په پراخه لمن ځلیدنکي ستوري درګرده سترګکونه وهي او د سپوږمۍ سپین مخ او ځلیدونکي رڼا د طبیعت ښکلا یو په دوه کړي ته به وایې دا ښکلي او په زړه پورې ننداره په همدې بڼه دوام کوي....
خو د خزان یوه څپه د طبیعت هره ښکلي ننداره له مینځه یوسي...

که مونږ لږ څه د څلور واړه اړخونو له ولکې ځان پرانیزو، او په رښتونې سترګو د لایتناهي فضا لوري او بدلون ته ځیر شو، نو د طبیعت هره موهومي ذره مونږ ته لوی درس راکوي، هغوی چې غواړي د کال څلور موسمه د پسرلي وي، نه ځان پیژني، نه طبیعت او نه هم ژوند.

دا طبیعت د انسان د ژوند یوه ژوندۍ بیلګه ده، انسان هم په یوه حالت کې نه دی، هغه ضعیف کوچنۍ چې یو وخت یې پخپلو کمزورو پښو ورو، ورو ګامونه اخیستل د زمانې څرخ هغه ته د ځوانۍ زورور ځواک ورکړ او هغه ځوان ته یې چې د میړانې او زور کیسې یې تر لرې لرې اوریدل کیدې د لرګې امسا ورکړه.

هو! د انساني عقل تقاضا دا ده چې هغه دا حقیقت وپیژنې او د خپل تیر، اوس او راتلونکې په اړوند ژور فکر وکړي، هر انسان د پیدایښت په وخت کې بې کچې ناتوانه او بې وسه یې، بیا سوکه، سوکه قوت مومي، تر دي چې د زلمیتوب په وخت کې دده زور او قوت وروستۍ کچې ته ورسیږي، بیا پل په پل مخ پر زوړالي درومي او له قوت نه وروسته د بې وسۍ نښې ورباندې را څرګندیږي چې عمر له ډیریدو سره یې ویښتان تک سپین او د ځوړ په لور روان شي.

هو! مونږ په دې نړۍ کې د ژوندانه پر لار یوازې یو ځل مزل کوو او بیا مو پر دې لاره نه تګ شته او نه راتګ، هر نیک کار چې د ځان او نړۍ لپاره یې کولای شو ویې کړو، د آسمان یو ځل څرخ هرې ورځې ته د یوه نوي سباوون رنګ ورکوي، دغه شپې او ورځي د نړۍ پر ټولو موجوداتو باندې راځي او تیریږي، زمانه او څرنګوالۍ یې د بڼ په ونو، بوټو او ګلونو پسرلۍ او خزان راولي، چې ځینې بوټې وچوي او ځینې نوي راټوکوي د زمانې لړۍ تیریږي خو د انسان کړنې او ګرویږنې له ځان سره داسې نشي وړی چې د خلکو هیر شي، زمانه دا کولای شي چي انسان له ځان سره ملګرۍ کړي او له دې نړی څخه یې بوزي، خو دده ښه نوم او ښه عمل هیڅکله نشي وړلای، نو زیار وکړئ نن ورځ چې کوم نیک او ښه عمل کولای شي سبا ته یې مه پریږدی ځکه د ژوند هره شیبه د الله جل جلاله پیرزونه ده کیدای شي هره ورکه انسان ته بیا په لاس ورشي خو د ژوند تیره شوي یوه شیبه هم بیرته لاس ته نه راځي.