د ګوند تر نامه لاندې غدۍ

په لڼډه توګه ګوند د هغه خلکو یوه ټولګه ده چې ګډه ایدیالوژي او منظم تشکيلات ولري او د قانون په چوکاټ کې د سیاسي واک د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي چې ملي ګټو ته په خاصو اصولو چې دوی پرې هوکړه کړې وي کار وکړي. په دغه ټکو چې یو ګوند باېد کوم شرطونه پوره کړی شي، مالي منبعې یې کومې وي او یا میراثي نه وي او پایښت یې د بسنټ اېښودنکي پر پایښت تړلی نه وي بحث نه کوو خو د ګوند بنسټ همیشه د ملي ګټو د ودې او خوندي ساتلو په موخه اېښودل شوی وي او ټولې هڅې یې د ټول اولس او هیواد په ښېګڼې او پرمختک متمرکزي وي.

د افغانستان اسلامي! جمعیت کېدای شي ښه سیقل شوې کړنلاره د کاغذ پر مخ ولري خو آیا د دوی کړني یو ملي ګوند ته ډېر ورته والی لري او یا یوې غدۍ ته چې غړو ته یې پرته له ځانپالني او شخصي ګټو بل هیڅ شی سپیڅلي نه دي؟

دغه ګوند د برهان الدین رباني په مشرۍ په ۱۳۵۱ کال کې جوړ شو او برعکس د پورتني تعریف، لمړني فعالیتونه یې د قانون ماتول او د وخت د حکومت پر ضد د تاوتريخوالي پيلول و. دغه ګوند په ۱۳۵۴ کال کې د هیواد د ملي او د پرمختګ لېوال حکومت پر ضد په کودتا لاس پورې کړ. کله چې د ګوند مشران د تاوتريخوالي له لارې د واک په ترلاسه کولو کې پاتې راغلل، دوی د هېواد ملي ګټو ته په نه درناوۍ، د افغانستان لوی دښمن ( پاکستان) غېږې ته پناه یوړه. دا چې پاکستان هیڅکله نه غوښتل افغانستان په سیمه کې یو ځواکمن هېواد پاتي شي او افغانستان ته یې د خپلو نامشروع ګټو د ګواښ په سترګه کتل، او همدا راز د جمعیت مشرتابه ته پرته له ځان غوښتنې او ځانپالنې بل څه ارزښت نه درلود، دوی د یو بل لپاره د زخم ملهم په څېر شول، نو پاکستان ته د لمړي ځل لپاره د افغانستان پر ضد د افغان څخه د کار اخیستنې فرصت پېدا شو. پاکستان په خپله مالي او نظامي مرسته کې د دوی څخه څه نه سپمول او دوی هم د ځان او پاکستان په ګټه، د افغانستان په ضد بیا فعالیتونه پیل کړل.

د احمد شاه مسعود په ګډون دوی ته پاکستاني استخباراتو ( آی اس آی) د نظامي چریکي جګړې او ورانکارۍ روزنه ورکړه او په پیسو او وسلو سمبال یې افغانستان ته د افغان دولت پر ضد د ورانکارۍ لپاره رالېږل.

پاکستاني استخباراتو د احمد شاه مسعود په مشرۍ یوه روزل شوې ډله افغانستان ته د وران کارۍ لپاره ولېږه. مسعود د نورستان له لارې د خپلې ډلې سره پنجشیر ته لاړ او هلته یې د حکومت پر ضد وسلوال فعالیت پیل کړ. نوموړي وروسته له دې چې په یوه حکومتي ودانۍ باندې په وسلوال برید کې د ماتې سره مخ شو، د پاکستان په لور یې بیا تېښتې ته مخه کړه.

روسي ښکېلاک دوی ته یو بل فرصت په لاس ورکړ او دا ځل د پاکستان د نظامي او مالي مرستو سربېره، نورو هېوادونو لکه ایران، امریکا، عربي او اروپایي هېوادونو هر راز مرستې د دوی سره وکړې. په داسې حال کې چې په نورو ولایتونو کې د جګړې سور اور بل و، د جمعيت داسې مشرانو ته، لکه مسعود، د هېواد څخه دفاع ارزښت نه درلود. هغه د روسانو سره هم د ځان د تقویې لپاره همکاري پیل کړه او پر روسانو باندې د نه یرغل په بدل کې یې وسلې او نور لوجستیکي توکي تر لاسه کول چې په راتلونکي افغانستان کې د خپلو موخو لپاره کار ترې واخلي. نوموړي حتی د سیمي د نورو مجاهدینو پر روسانو باندې د يرغل مخنیوی کوو. د روسانو سره د مسعود د همکارۍ په اړه ما مخکې په یوه لیکنه کې ( مونږ ملی اتلان او ملی خاینان ښه پیژنو) د مسعود افغان ضد کړنې د ماخذو سره یادې کړې او ډېر کتابونه شته چې نیوازې بهرنیو ژورنالستانو او لیکوالانو بلکې د کې جې بي او روسي پوځ جنرالانو لیکلي چې په کې د مسعود اصلي څېره بربڼډه شوې ده.

د روسانو له ماتې وروسته په هېواد کې د کورنۍ جګړې د پیل لوی عامل د رباني او مسعود په مشرۍ جمعیت او د نظار شورا وه. دوی يوازيني کسان و چې د ملګرو ملتو د سولې پلان یې نه منو ( په دې هکله د مسعود وینا په یوټیوب کې شته)
کابل ته د ننوتو سره سم د دوی اصلي هویت خلکو ته څرګند شو. دوی په چور او غلا پیل وکړ، دولتي ودانۍ یې په څو اونیو کې تالا کړې، او بیا یې د خلکو په شکولو پیل وکړ. سپکې او درنې وسلې یې څه په کابل کې د جګړې لپاره وساتلې او پاتې یې د وسلو زیرمتونونه په ګډون پنجشیر ته ولېږدولې. رباني هم د خپل پاکستاني بادار غوښتنه چې ده مخامخ د امریکا سفیر ته په اسلام آباد کې د افغان پوځ د انحلال په اړه کړې وه عملي کړه. هغه ناورین چې دوی پیل کړ، د شااوخوا شپیته زره بېګناه افغانو ژوند یې واخیست، د خلکو په عزت تېری وشو او د بشر ضد داسې جنایتونه ترسره شول چې ساری یې د بشریت په تاریخ کې نشته.

د امریکا د یرغل سره سم دوی ته یو ځل بیا فرصت په لاس ورغی. دوی ته دا ځل ډګر تش و او په خپل بشپړ توان یې هڅې وکړې چې لوړې حکومتي څوکي ترلاسه کړي چې په وسیله یې ځان ته د نامشروع عاید منبعې پېدا کړي. دوی نیوازي دا چې د بهرنیو مرستو په غلا کې ښکېل شول، د افغانستان نورې عایداتي منبعې یې هم تر کنترول لاندې راوستې. هغه کسان چې پرون یې هیڅ نه درلودل اوس میلیاردر دي. عطا په بلخ کې هر څه تر خپل واک لاندي راوستي او د راز راز غیر مشروع فعالیتونو د فساد، قاچاق او سړي تښتونو په ګډون د پیسو په ټولولو بوخت دی. په دې اړه د بشري حقوقو د څار نړیوال سازمان د ۲۰۱۵ کال په راپور کې پوره معلومات شته. ضیا مسعود او ورور یې نیوازې دا چې په فساد کې ښکیل و او دي د هیواد ملي شتمنۍ یې خپلې ګڼلې او په بې شرمۍ ګټه ترې پورته کوي. دوی بهرني بانکونه د ډالرو ځانته ډک کړل. یوه ښه بېلګه یې په دوبۍ هوایي ډګر کې د ضیا مسعود سره د څلویښت میلیون ډالره نیول و. د دغې ډلې د کوچنې قومندان څخه نېولې تر لویو مشرانو پورې پرته له دې چې څوک یې مخې ته ودريږي، د هیواد د وینو په ځبېښلو میلیونر او میلیاردر شول.
اوس چې اوسني حکومت د دوی د فعالیت ساحه لږ تنګه کړېده، دوی بیا په چیغو او غوغا شول، د حکومت پر ضد راز راز دسيسې جوړوي، کله د اسلام تر نامه لاندې، کله د تعصب او کله هېواد د نارامه کولو تر نامه لاندي د ایتلافونو او دسیسو جوړولو هڅې کوي. خو په حقیقت کې دوی ته نه هیواد، نه ملي ګټې، نه د هېوادوالو ربړن وضیعت او نه اسلام او د ملت يوالی ارزښت لري او دا یې په وار وار هېوادولو ته څرګنده کړې ده. وروستنۍ بېلګې یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په توګه د صلاح الدین رباني کړنې یو ځل بیا د دې پخلی کوي چې دغه ډلې ته د خپلو شکومارانو او لوټمارانو ګټې د ملي ګټو په پرتله اوچت مقام لري. د نړۍ په تاریخ کې به داسې نه وي پېښ شوي چې د یو هېواد د بهرنیو چارو وزیر د خپل هېواد په هکله په نړیواله غونډو کې، چېرته چې نړیوال د هغه د هیواد د ستونزو په اړه خبرې کوي، ګډون و نه کړي. خو دا کار صلاح الدین رباني یو ځل نه بلکې دوه ځله وکړ. لمړۍ د ۲۰۱۷ کال د جون په شپږمه د سولې، امنیت او پخلاينې تر عنوان لاندې په کابل کې نړیوال کنفرانس چې د شل هېوادو استازو په کې برخه واخېسته، خو صلاح الدین د خپلې ډلې د نامشروع غوښتنو د نه ترسره کېدو له امله په کې برخه وانخيسته. دوهم د جنورۍ په نولسمه د افغانستان او مرکزي آسیا په هکله د ملګرو ملتو په غونډه کې د دغه تش په نامه د بهرنیو چارو وزیر برخه نه اخیستل و ځکه چې دلته هم د ډلې یو لوټمار یې د عاید څوکۍ د لاسه ورکړې ده.

که د دغه ډلې تاریخ ته د بنسټ اېښودنې له ورځې تر نن پورې ځېر شو، د دوی داسې کړنه به و نه موندل شي چې هېواد او هېوادوالو ته ګټوره وي. لکه څنګه مو چې ولیدل او ګورو یې، د دوی شتون پرته له ناورین، فساد، خیانت، تعصب، وژنې، بې عزتۍ ... بل څه نه دي رامنځته کړي.
دغه ډله ګوند نه دی بلکې د لوټمارانو، داړمارانو، د پردیو مزدارنو، او هېواد دښمنه ځانپالو غدۍ ده.