ځوانانو ټولنې په هلو ځلو له ولسمشر سره ناسته

د افغانستان جلالتماب جمهور رئیس د ځدراڼ میشتو سیمو له مشرانو او ځوانانو سره د ۲۰۱۸م کال جنوری میاشتې په ۲۲نېټه په ارګ کې ناسته درلوده. ناسته د قرآن شریف په مبارکو ایاتونو پیل او ورپسې د اجرائیه ریاست په ځوانانو چارو کې سلاکار وزیر بخت محمد ځدراڼ پرانېستونکي وینا وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل "خوست، پکتیا او پکتیکا د افغانستان په جنوب ختیځ کې له قبایلي سیمو سره پر پوله پراته ولایتونه دي، چې ولسونو یې د تاریخ په اوږدو کې د خپل دولت ملاتړ کړی او د سر او مال په بیه یې له خپلې خاورې ساتنه کړي. خو له بده مرغه د تیرو حکومتونو نیولي ان تر ننه لویې پکتیا په ځانګړې توګه ځدراڼ مېشتو سیمو ته هیڅ او یا ډیره کمه پاملرنه شوي او دغه سیمه له پریمانه فرصتونو سره سره په سیاسی، اقتصادی، انکشافي، صحی او تعلیمی ډګر کی محرومه پاتی شوې. همدا لامل دی، چې په سیاسی اډانه کی یی ونډه صفر، د ژوند له ټولو ابتدایی حقوقو څخه بې برخې او په نني عصري او پرمختللی دور کې د فقر او غربت په بدترین حالت کې شپې او ورځې تېروي."ښاغلي ځدراڼ همداراز زیاته کړه، چې جلالتماب جمهور رئیس تاسوته بهتره مالومه ده چې په ځدراڼ میشتوسیمو کېلومړنیو روغتیایی خدمتونو ته لاسرسۍ د ښوونې او روزنې په څېر په ډېر بدل حالت کې قرار لري؛ د مور او ماشوم دمړینې کچه د بلې هرې سیمې په پرتلې په کې زیاته ده، د یادې سیمې خلک،چې په غرونو کی میشت دي او ډیره مغلقه جغرافیه لري په لسګونو حتی ځینې یې په سلګونو کیلومتره مزل وروسته خپل ناروغان د خوست او ګردیز روغتونونو ته انتقالوي او زیاتره وختونه خپل مریضان په ځانګړی ډول میندې او ماشومان یې روغتون ته له رسیدو وړاندې ژوند لهلاسه ورکوي، همداراز یې په حکومت کې د ځدراڼو قوم کادرونو او ونډې نه شتون ته هم اشاره وکړه.

له دې وروسته سیاسي شنونکي خان ولي خان بشرمل د لویې پکتیا، ننګرهار، کندهار او ځدراڼ میشتو سیمو پر سیاسي،ټولنیز، ستراتیژیک او اقتصادي وضعیت رڼا واچوله؛ نوموړي په خپلو خبرو کې د ولسمشر له سیاسي، امنیتي،ستراتیژیک او اقتصادي دریځ څخه په کلکه دفاع وکړه،مګر پر غیر متوازن انکشاف یې سختې نیوکې وکړي. همداراز نوموړي په شمال کې پلي شوي پروژې د افغانستان په ګټه او د اقتصادي خپلواکۍ تضمینوونکي هڅې وبللې. نوموړی په خپله وینا کې وړاندیز وکړ، چې خوست ولایت د ځدراڼو د تنګي درې له لاری د یوی لویې مواصلتي لارې په جوړولوسره د پکتیکا له ارګون ولسوالۍ او بیا له زابل ولایت سره ونښلول شي. د یاد کار ګټه به دا وي چې خوست او پکتیکاولایتونه به د لوی کندهار له حلقوي سرک سره ونښلول شي. پدی سره به یاد ولایتونه په اقتصادي لحاظ د نیمروز ولایت دلارام له لارې د چاه بهار له بندر سره ونښلول شي، همدا ډول نوموړی وویل چې خوست ولایت دې، د ځاځي میدان او مقبلو سیمو له لارې د پکتیا د څمکنیو او ځاځي اریوب له لارې د ازرې ولسوالۍ سره او له هغې لارې بیا له لوګر اوننګرهار ولایتونو سره ونښلول شي.

د یادو دواړو وړاندیزونو په بدل کې جمهور رئیس ژمنه وکړه، چې تر راتلونکې کال پورې به پر دې پروژه عملي کار پیل شي. په دې غونډه کې په خوست کې د باچا خان نړیوال پوهنتون پر جوړولو هم ټینګار وشو، ښاغلي بشرمل وویل، چې: په خوست ولایت کې د باچاخان پوهنتون طرحې عملي کولو او د یاد پوهنتون لپاره د (۲۰۰۰ جریبه) ځمکې ورکړې فرمان دې صادر شي.

خان ولي خان بشرمل په خپلو خبرو کې، په پکتیکا ولایت کې د پوهنتون په کچه د جیولوجیکی څیړونو یو مرکز تاسیس ولاو په پکتیا ولایت کې د یو لوی نظامي پوهنتون طرحې جوړولو او عملي کولو غوښتنه وکړه. نوموړي د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو لپاره لاندې غوښتنې مطرح کړي.
 
۱- د پخواني ولسمشر ښاغلی حامد کرزي د حکومت پر مهال د خوست او پکتیا په بېلابېلو سیمو(لکه دوه منده،تورکاڼي، مزغوره... ) سیمو کې د ګڼ شمېر بندونو سروې ګانې ترسره شوې دي او اوس یې باید د جوړېدو
عملي ګامونه واخېستل شي.

۲- د خوست ولایت د غلام خان بندر اقتصادي او سیاسي اهمیت ته په کتو باید نوموړي بندر ژر تر ژره پر
ټرانزیټی بندر بدل شي.

۳- په پکتیکا ولایت کې دې، د معادنونو اونفتو سروې ګانی باید ترسره شي او د برېښنا تولید ته لاره هواره شي.

۴- د پکتیا، پکتیکا او خوست ښارونو لپاره د راتلونکو پنځوسو کالونو اړتیاوو په نظر کې نیولو سره دې عصري
ښاري ماسټر پلانونه جوړ شي، ترڅو ودانیزې چارې او ښاري پراختیا د یادو پلانونو سره سمې ترسره شي.

۵- د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو د صنعتي پارکونو چاری دې تعقیب او ګړندی شي اود پانګونې لپاره دې
لازمې اسانتیاوې رامنځ ته شي.

۶- د خوست د ولایت په کچه دې یو روغتیايي تخصصي کمپلیکس رامنځته شي.

۷- د شیخ زاید پوهنتون کادري روغتون دې مجهز او ژر تر ژره فعال شي.

۸- د لويې پکتیا په ټولو موجوده دولتي ادارو کې دې هر اړخیزه ارزونه ترسره شي او کار دې اهل کار ته وسپارلشي.

۹- نفوس ته په کتو موجوده اداري تشکیلات بسنه نه کوي ، نو اړتیا ده ترڅو د تشکیل پر پراختیا غور وشي او
موجوده خالي بستونو ته دې د نرمونو او شفافیت په نظر کې نیولو سره ګمارنې وشي.

۱۰- د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو دولتي ادارو د پیاوړتیا په موخه دې یادو ولایتونو ته ځانګړې بودیجه
منظوره، انتقال او د ولایتي ادارو په واک کې ورکړل شي.

۱۱- د هویت تذکرو، پاسپورټونو، وثیقو، د نوو زیږیدلو ماشومانو د کارتونو د وېش او د ځمکو قبالو په ورکولو کې د اسانتیا په موخه دې یادو ادارو ته له نظامي او ملکي ادارو جلا ځای په پام کې ونیول شي او په تاسیساتو دې غور وشي.

۱۲- زموږ د معلوماتو له مخې، د لویې پکتیا په ډیرو ولسوالیو کی د انتخاباتو مرکزونه کم شوي دي، چې دا کار باید ونه شي او په دې هکله د ولسمشر ځانګړي پاملرنې غوښتنه وشوه.

۱۳- ځدراڼ او د لویې پکتیا کادرونه دې په مرکزي او ولایتي کچه په دولتی او نظامی ادارو کی جذب شي.
ولسمشر د لویې پکتیا محرومیت ته په کتو ژمنه وکړه، چې یادو ټولو ولایتونو لپاره پر یوه پراخه ملي انکشافي پالیسۍ کار کوي او ډېر ژر به یې اړوندو ادارو ته د تطبیق لپاره وسپارئ؛ ولسمشر وویل چې په دې مورد د لویې پکتیا د کادرونو همکاري ډېره لازمه ده.

له دې وینا وروسته د ځدران قوم مشرانو، قاضي عمر بابرکزي، ډاکټر عبدالحکیم او حاجي مرک خبرې وکړی او
ولسمشر غني ته یې د ځدراڼ قوم د ستونزو او حلارو په موخه خبرې وکړې. ښاغلي قاضي عمر بابرکزي د ځدراڼ قوم پر تاریخي شالید، میړانو او لاسته راوړنو خبرې وکړي. ښاغلي ډاکټر عبدالحکیم چې د ځدراڼ قوم د ځوانانو په بلنه دې غونډې ته دعوت شوی و، وویل چې موږ منندوی یو، چې ولسمشر په ۸ ساعتونو کې موږ ته د ناستې وخت راکړ خو ولې په خوست کې د کمزوري حکومتوالي له امله د ریاست له رئیس سره د ناستې په موخه موږ ته په دوه یا درېیو ورځو کې وخت راکول کیږي. نوموړي له ولسمشر په کلکه وغوښتل چې په حکومت او ملي ادارو کې باید ځدراڼ کادرونو ته ځای ورکړل شي.

جلالتماب ولسمشر غني د خپلو خبرو په پایله کې وویل چې ډېر ژر به په خوست او پکتیا ولایتونو کې د وچو میوو د پروسیس او تولید فابریکې رامنځته شي، چې له دې لارې به افغانستان ته د کال ۶۰۰ امریکايي ډالر عواید په لاس راشي.
د غونډې د ارزولو په اړه د ځدراڼو د ځوانانو ټولنې مشر ښاغلي شپون ځدراڼ وویل: موږ مننه کوو چې محترم ولسمشر غني د ځدراڼ دروند قوم ته وخت ورکړ څو د دوی غوښتنې او مسایل له نږدې واوري او اړوندو ادارو ته یې د حل په موخه سپارښتنه وکړي. همدا ډول شپون ځدراڼ زیاته کړه، چې د ځدراڼو ځوانانو ټولنه د افغانستان نظام ته او د افغانستان ولس ته ډاډ ورکوي، چې موږ به یو ځل بیا خپل تاریخي رول لوبوو او هغه دا چې تر اخیره پورې به د خپل ولسمشر، دولتي نظام، ادارو، وسلوال پوځ، اساسي قانون، بشري ارزښتونو، د ټولټاکنو اصولو او ولسواکي ته ژمن پاتې شوو او موږ دولتي نظام، ادارو، وسلوال پوځ، اساسي قانون، بشري ارزښتونو، د ټولټاکنو اصولو او ولسواکي ته ژمن پاتې شوو او مونږ به له هر هغه چا سره چې د دې سرو کرښو سره په ټکر کې راځي، مخالفت کوو او پر ضد به یې مبارزه کوو.