خبرتيا

په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير   او  سلام فرهنګي ټولني  په نوښت  ،  د افغاني کلتور نوميالي خدمتګار سرمحقق عبدالله بختاني  د علمي -  کلتوري خدمتونو څيړنغونډه جوړيږي .
په غونډه کي د ښاغلي سر محقق استاد عبدالله بختاني خدمتګار دعلمي شخصيت درناوۍ  اود هغه پر ادبي تخليق  او  شعري سبک به څيړنيزي مقالې او ويناوي واورول سي  . غونډه  دوې برخي لري  :
لومړۍ : علمي برخه
د استاد سر محقق عبدالله بختاني خدمتګار پر اثارو ښاغلي پوهان :
١ : داکتر شيرولي شير
٢ : استاد حبيب الله رفيع
٣ : داکتر طارق رشاد
٤ : کره کتونکۍ زرين انځور
٥ : پوهنوال رسول باوري
او شمير نور ، خپلي څيړنيزي ليکني او ويناوي اوروي .
دوهمه برخه :مشاعره  او  ټنګ ټکور
د استاد خدمتګار سره يو ماښام 
زيرئ ، زيرئ ، زيرئ
الحاج استاد عبدالرحمن رحماني د افغاني موسيقي برلاسۍ استاد او په  افغانستان او سيمي کي منلۍ او نامي صوفي  د طرب او خرابات يار ، په خپل  ښکلي  اواز سره  زموږ محفل ته وياړ را بخښي  . نېټه او مهال د   ٢٠٠٧ \ ميلادي کال  د اکتوبرمياشتي ٢٧ \ اوه ويشتمه نېټه
  د شنبې ورځ د مازيګر څلور بجې  د اړتيا پر وخت لاندي تليفون شميرو سره اړيکي ونيسۍ : 003268665550 0032495614551 0032497101683
پته :
Rue de la fosse,60
7810  Maffle
Belgique