ایا طالبان به د حزب اسلامي په وساطت له دولت سره خبرې وکړي؟

څو ورځې مخکې د حزب اسلامي مشر انجینر حکمتیار صیب په یوه خبري ناسته کې وویل، چې ډېر ژربه د حزب په منځګړتوب د کابل د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي، چې د انجینر صیب د دې خبرو څخه وروسته په ترکیه کې په اصطلاح د سولې خبرې پیل شوې چې په لومړي سر کې حزب اسلامي تائید کړې او ډېر ورته خوشبینه هم و، خو کله چې کابل مېشتو رسنیو د روانو خبرو او پکې د ګډونوالو اصلي څهرې بربنډې شوې نو د حزب اسلامي ویاند د تل په څېر ډېر په بېړه له خپل دریځ څخه واووښت او په یاده غونډه کې یې د خپلو استازو ګډون ردکړ.
 
د طالبانو رسمي ویاند ذبیح الله مجاهد چې تل له نړیوالو، سیمیزو او کورنیو رسنیو سره په روانو حالاتو خبرې کوي، په لومړي سر کې یې په یاده ناسته کې د خپلو استازو ګډون رد کړ.
 
د کابل د دولت ویاند هم د ترکیې په غونډه کې د خپلو استازو ګډون رد کړ، د رسنیو د راپورونو په اساس په یاده غونډه کې د طالبانو یو پخوانی غړی ملا عبدالروف چې څو کاله مخکې د ځینو خپلسریو له امله د اسلامي امارت له صف څخه شړل شوی و او اوس د ملا محمد رسول د ډلې(؟!) غړی او په دوبۍ کې د شاتو کاروبار کوي.
 
همایون جریر چې د حکمتیار صیب په مشرۍ د حزب اسلامي پخوانی غړی او اوس د ارغندیوال د حزب غړی او د دولت په چوکاټ کې د سولې د تشریفاتي کمیسون غړی او د ځینو سرچینو په خبره د کابل د دوسری دولت د یو مشر ډاکټر اشرف غني د مشاور په توګه هم دنده ترسره کوي برخه اخیستې.
 
که مونږ تاریخي لرلید ته وګورو طالبان به هیڅکله د حزب اسلامي په منځګړتوب له کوم لوري سره د سولې مذاکرات ونه کړي، ځکه حزب اسلامي تل خپل دریځ بدلوي رابدلوي او اوس هڅه کوي د طالبانو متحد صف د ځینو مجهول هویته خلکو په توسط بې اعتباره کړي چې دا د سولې له پاره د زهر قاتل معنی لري.
 
دويم حزب اسلامي ته په کارو چې که رښتیا یې د سولې له پاره هڅه کوله، نو باید مهم او د طالبانو د مرکزي قیادت سره یې رابطه کړې وای، بیا به یوڅه فائده پرې مرتبه وای.
 
د سیاسي چارو افغان کارپوه انجینر نظر محمد مطمئن په خپله فیسبوک پاڼه کې، په ترکیه کې د سولې د نمایشي ناستې یوه ویډیو خپره کړه چې پکې څومجهول کسان ناست دي او خپل منځ کې عادي مجلس کوي.
 
کابل کې د طالبانو یو پخواني چارواکي سید اکبراغا له آزادۍ رادیو سره په خبرو کې د ترکیې په یاده ناسته کې د هغو بااثره طالب مشرانو ګډون رد کړ چې د نوموړي په وینا خبره یې اثر لري او په افغانستان کې په جګړه او سوله کې برلاسي دي.
 
د ترکیې یادې ناستې ته که څه هم د دولت د سولې نمايشي شورا خوشبینه ده خو د غونډې درې ګډونوال لاهم نامعلوم دي، الله جل جلاله دې وکړي چې مونږ حقیقي سولې ته ورسېږو او خپل مظلوم اولس د ترکیې، اسلام آباد او … په نمایشي ناستو غلط نه کړو.