لاندې لیکنه کټ مټ ژباړل شوې ده چې د فاطمیونو پلوي شخص له خوا لیکل شوې، سره له دې چې د فاطمیون ډلې په اړه معلومات پکې دي دا هم پکې ښکاري چې څرنګه نوموړې ډله پر افغانانو ورتپل کیږي او څه ډول افغان شیعه ګان له نوموړې ډلې سره یو ځای کیدلو ته تشویقوي.
له تکفیریانو سره د مبارزې لومړی قطار
ډیر وخت نه کیږي چې په سوریه کې د شیعه ګانو د حرم څخه د مدافعینو په شهیدانو کې، د (( فاطمیونو )) نوم اوریدل کیږي.
هغه خودجوشه ډله چې د بي بي زینب مقبرې ته د تکفیریانو د رسیدو د خبر په اوریدو سره د سوریې پر لور روان شول. په سوریه کې له حرم څخه د مدافعینو (( فاطمیونو )) لومړی ډلې د وژل شوو د مړو په رارسیدو سره، ډیرو افغان ځوانانو سوریې ته د تګ لپاره چمتووالی وښود. همدغه لامل و چې موده وروسته فاطمیون له ډلې څخه پوځ ته ارتقا وکړه. نن ورځ فاطمیون له تکفیریانو سره په جګړه کې په لومړي قطار کې ولاړ دي.
د محمد (ص) لښکر
د فاطمیونو د جوړښت لومړی بنسټ
د فاطمیونو د جوړښت رامنځته کیدو لومړني بنسټ ایښودونکي، د افغانستان هغه ځوانان ول چې هغوی ته به یې د محمد (ص) لښکر ویل. دغه ډله په افغانستان کې د شوروي د لښکرو پر وړاندې جنګیدل او همداراز هغه پوځي ځواک و چې د ایران له اسلامي انقلاب څخه یې هم ملاتړ کاوه او په یو ډول د خمیني لښکر بلل کیدل چې له طالبانو سره په جګړه کې یې هم ګډون درلود.
د محمد (ص) لښکریان په هره دوره کې د شمیر له نظره په بدلون کې وو او همیش به کم و زیات کیدل. دوی همیش د خمیني مریدان وو، حتی یوه سرتیري د دې لپاره چې په تحمیلي جګړه کې برخه واخلي، ایراني پیژند پاڼه یې اخیستې وه. کله چې آمریکا په افغانستان کې میشته شوه، د فاطمیون ډله له منځه لاړه، او ډیری سرتیري یې په ایران کې ځکه میشت شول چې د افغانستان دولت هغوی نیول او د آمریکا استخباراتي شبکې د هغوی په لټه کې وې.
کله چې د سوریې بحث رامنځته شو نو هغوی د ایران له دولت څخه د مرستې غوښتنه وکړه تر څو په جګړه کې برخه واخلي. دغه غوښتنه په هغه وخت کې د فاطمیونو مشرانو هر یو حاجي آقا علوي او ابوحامد مخکې کړه. اسلامي انقلاب چې په هر ځای کې د مقاومت د ډلو ملاتړي دي د فاطمیونو له جوړیدو څخه یې هم ملاتړ وکړ.
د فاطمیونو لومړنی جوړښت په ۲۵ کسانو رامنځته شو او دا هغه لومړني ځواکونه ول چې سوریې ته ولاړل. په لومړي سر کې یې د کتائب سیدالشهدا او نورو عراقي ډلو سره د یوې کوچنی ډلې په چوکاټ کې کار کاوه.
لږه لږه لاره پرانیستل شوه او هر ځل چې کله وژل شوي افغان ځوانان ایران او افغانستان ته خاورو ته د سپارلو لپاره لیږدول کیدل، ډلې ډلې شیعه افغانان د بی بی زینب له حرم څخه د دفاع په موخه سوریې ته ولاړل. کلاني، بشیر او مرادي د لومړیو وژل شوو سرتیرو له جملې څخه وو چې جنازې یې راولیږدول شوې. چې له دې سره سوریې ته د تګ لپاره د نوم لیکنې نفوس لږ لږ زیات شو، ترڅو چې نفوس یې له ۲۵ څخه ۵۰، ۱۰۰، ۲۰۰ او په پایله کې زرګونو ته ورسید.
هغه ډله چې لښکر ته واوښته
د فاطمیون نوم ځکه وټاکل شو چې دغه جوړښت د بي بي زهرا د شهادت په وخت کې رامنځته شوی و. همداراز ځوانانو ویل چې بي بي زهرا مسافره وه او په غربت کې په شهادت ورسیده او مونږ هم په سوریه کې مسافر یو، ځکه خو د فاطمیونو نوم مونږ ته یو ویاړ دی. د دغه جوړښت ټول غړي افغانان دي؛ ځینې د افغانستان او ځینې په سوریه کې اوسیدونکي افغانان دي.
په سوریه کې اوسیدونکي افغانان د زینبیه په شاوخوا کې استوګن وو او شمیر یې له ۱۵ زرو څخه تر ۱۶ زرو پورې رسیدلو چې د تکفیریانو د برید وروسته هلته ۵ زره تنه پاتې شول او له حرم څخه یې ساتنه وکړه.
ځینې افغانان له حزب الله سره کار کوی، خو ښکاري چې د فاطمیونو له لښکرو سره به وي. د ځواکونو د ډیرېدو له کبله موده کیږی چې ډله په لښکر بدله شوي او په ډېرو ښارونو کې استوګن شوې ده او په پوځي عملیاتو بوخت دي؛ او له یوې ورځې بلې ته د پراختیا په حال کې ده چې ډیرې ډلې ورسره یو ځای کیږي.
اضافي معلومات
دغه اضافي معلومات د پښتو ژباړونکي لخوا د فاطمیون د یوه غړي له کورنی سره د مرکې په پایله ترلاسه شوي دي.
ښاغلې دارابي: میرمن دارابي د خپل کاکا چې په سوریه کې د فاطمیونو په لیکو کې د داعش پروړانده جنګیده وایې:
د ایران د سپاه پاسداران هغه افغان ځوانان چې په ایران د قانوني اسنادو د نه درلودو له کبله نیول کیدل سوریې ته یې لیږل او د ایران د سپاه پاسداران د ایراني قومندانانو څخه د ساتنې لپاره د انساني سپر په توګه کارول کیدل او هغوی به یې د پوځي عملیاتو له پیل څخه مخکې له وسلو پرته د جګړې میدان ته لیږل.
میرمن دارابي د خپل کاکا له خولې څخه زیاته کړه: کله به چې داعش دغه افغان ځوانان ژوندي نیول د بدن غړي به یې په ژوندونې ورڅخه پرې کول او وژل به یې.
میرمن دارابي وایي: په ایران د فاطمیونو د جذب لپاره په ټولو مسجدونو کې نوم لیکنه کیږی او هر هغه څوک چې قانوني اسناد لري کولای شي په آزاده توګه نوم لیکنه وکړي، سپاه پاسداران وروسته له نوم لیکنې هغوی ته یوه میاشت پوځي تمرینات او عربي ژبه ښیي وروسته له یوې میاشت څخه یې سوریې ته لیږۍ.
میرمن دارابي زیاته کړه: هغه خبرونه چې ګواکې ایران د فاطمیونو سرتیرو ته پیسې ورکوي زیاته کړه، هغه سرتیري چې د تبلیغاتو په پایله کې جګړې ته استول کیږی مخکې له استول کیدو ورته ویل کیږی چې ستاسو له وژل کیدو وروسته به ستاسو کورنی ته د میاشتی ۳ میلیونه تومان او د کورنی هغو غړو ته چې له ۱۸ کلونو څخه کم عمر لري د ایران هویت کارت ورکوي، خو داسې کوم څه نشته او وروسته له وژل کیدو کله چې د هغوی کورنی خبرې نه وي نو د هغوی مړي نا پیژنده اعلانوي او په سوریه کې یې په ډله ییزو قبرونو کې خښوي، هغې زیاته کړه د هغه افغان ماشومان چې سن یې له ۱۳ کلونو څخه پورته وي او غواړي چې ایران ته له قاچاقي لارو څخه لاړ شي، خو کله چې د ایراني پوځیانو لخوا نیول کیږی پرته له پوځی زده کړو سوریې ته د جګړې لپاره لیږل کیږی خو که چیرې ایراني ځوانان غواړي سوریې ته د جګړې لپاره ولاړ شي که ۲۵کاله عمر یې نه وي پوره کړی نو د ایران حکومت لخوا ورته اجازه نه ورکول کیږی چې سوریې ته د جګړې لپاره لاړ شي.
میرمن دارابي د خپل کاکا په اړه وویل؛ زما کاکا په حلب کې په شهادت رسیدلی، هغې وویل کله مې چې د کاکا جنازه راوړل شوه نو سر او لاسونه یې نه ول. د یادونې وړ ده چې میرمن دارابي د افغانستان د بامیانو ولایت اوسیدونکې ده.
پای
وروستي