
لیکوال او شنناند: قاضي نجیب الله جامع
سولې ته د رسېدو له پاره اصلي باور او غوښتنه دا ده چې پر داسي لارو چارو غور وشي چې جګړه ختمه کړي اویا لیږ تر لیږه د ښکیلو اصلي لوریو ترمنځ د مذاکراتود پیل په لار کې اغیزمن ثابت شی.
هغه څه چې د کابل، اسلام اباد، چین او واشګنټن څلور اړخیزو هغو کې یې رنګ بایلود، چې مشخصي پایلۍ یوازې د بی باورې د فضاء زیاتوالي، د جګړې د کرغیړنو ادبیاتو قوت اوپه ټوله کې د افغان له جګړې ستړې ولس په لا ناهیلۍ سره پایته ورسېدي.
اوس چې ترکیه د اسلامي نړۍ یو له لرغوني دوه درو فرهنګي او سیاسي قطبونو څخه دي او تل یې د اسلامي نړۍ پر مهمواو نازکو قضایاوو کې ونډه ټاکونکې بلل شوي موږ د دوي له مثبت نقش څخه هرکلۍ کړو، مګر هغه څه چې د ترکیه د څلور اړخیزه په نوم یې رسنیو ته د یو افغاني ډیالوک په تړاو معلومات راوتلي یوازی اندیښني زیږولي شي، د توطيي شوم اړخ يې پیاوړي کیږی او د ناستي څرنګوالي داسي ښيي چې د ترکیه دولت پیژندګلوي هم د ګډونوالو څخه کمه دي او یا شايد د ترک لوري لکه د ارومچې او مري ناستي چې طالب لوري هېڅ پرې خبر او اتر نه وو خبر او اتر نه دي.
مګر هغه احتمالونه او موخي چې د دغي غونډي له جوړښت، د ګډونوالو د حضور له کچې او رابلونکو څخه یې څرګندیږی دا ده چې :
لومړي : د ملا رسول او منان ډلي ته مشروعیت پیداکول او شک له منځه وړل :
دغه ناستي ته د افغان طالبانو له اصلي لیکي د ملا هیبت الله اخند څخه پرته د وسله والي جلا شوي د ملا رسول ډلي ته هم په لومړي ځل بلنه ورکړل شوی دي.
دا چاره د دي ښودنه کړي چې دغه غونډه حکومت د سولې د عالي شورا په نوښت رابللي او افغان حکومت موخه له دغې بلني څخه دا د چې لومړي په طالبانو کې د انشعاب فکر ځواکمن ثابت کړي، دویم د ملا رسول ډلي ته چې که څه هم د جګړې په ډګر کې ونډه په نشت حساب دي سیاسي ارزښت او پایښت پیداکړي، دریمه موخه دا ده چې حکومت غواړي پر دي سره هغه شک غلط ثابت کړي کوم چې ویلي کیږی د ملا رسول او منان ډله د افغان څارګري اداري (NDS ) رامنځته کړي.
دویم : د سولې عالي شورا ته د خټي پزې ښودلو هڅه :
د دغې غونډې څخه موخه دا د چې حکومت غواړي د سولې د عالي شورا بایللي څیره و رغوي ځکه کله هم چې خلګ او د سولې مخور حکومت ملامتوي چې د سولې له پاره هیڅ میکانیزم نه لری او هغه څه چې د شورا په نوم تیر ۹ کاله تر سره شوی تل ارګ د نظام په منځ کې سیاسي مخالفینو ته د سیاسي بډو په توګه ورکړي، یا د سولې شورا ادرس یوازی د ډالري تنخواګانو د اخیستلو، د پروژود مشروعیت او تجملی، فیشني سفرونو د تګ راتګ هوای شرکت دي.
ځکه لومړي د دغي شورا وجودي فلسفه مخکې له دي چې د( خدای بښلۍ سولې ) په لار کې د منځګړې رول ا داء کړي له جدي خپل منځي خنډونو لکه د سولې عالي شورا په مشرتابه کې د طالب ضد څېرو شتون، د سولې په تړوا د مشخصه تګلارې او میکانیزم نه درلودل، د سولې له مفهوم سره خپله د شورا د غړو او حکومت ترمنځ خپلمنځي او دوه اړخیزه ستونزي دي، د صلاحیت او استقلال د نشوالی بحث، نه همغږۍ، د بې پرې توب پر اصل شک او ډېر داسي نوري ستونزي هم شته.
هغه چې حکومت غواړي د دغسې غونډو په دایرولو سره لومړي خپل شکمن نیت د عامه ذهنیت پر وړاندي ترمیم او بیا په ځانګړې توګه د سولې د عالي شورا له منځه تللي باور او حیثیت بیرته راوګرزی.
دریم : د قطر دفتر او د طالبانو سیاسي انشعاب یقیني کولو هڅه :
بل لور ته دغې ناستي ته د قطر دفتر د سیاسي استازو د راتګ څخه هم یادونه شوي او په رسنیو کې د ملا رحمت الله وردګ نوم کښته پورته کیږی چې د ایراني اژانس فارس نیوز سره د غونډې د یو تن ګډونوال په خبره نوموړي د دغه دفتر بلاصلاحیته استازی دي.
مګر د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري د دغه دفتر د غړو د نه ګډون خبره او د شرم وړ لا دا چې کله مجاهد هغه په دوبي کې په کنایه امیزه ډول د شاتو کاروباري بللي نه د دوي رسمي استازي دغې دري ورځني غونډې ته یې سخته شرمناکه ضربه ورسوله.
د غالب ګمان له مخې د قطر دفتر په شتون کې د ملا رسول او منان ډلي له ګډو مذاکراتوڅخه د سولې شورا په حضور کې موخه او هڅه دا وه چې دوي په لوی لاس د طالبانو د سیاسي انشعاب تر څنګ د دغه دفتر وجودی او سیاسي مشروعيت هم کمزوري کړي هغه چاره چې د طالبانو وجودي فسلفه او تاریخي ارزښت باندي سپینه او نه جبرانېدونکي کودتا یې بللي شو.
څلورم : اسلامي حزب او د سولې منځګړې رول :
د دغه ګوند د مشر محترم حکمتیار او حکومت ترمنځ د سولې له هوکړې بیا تر ننه که څه هم حکمتیار صیب طالبان د لغمان او بیا ننګرهار په غونډو کې د خپلي وجودي فلسفي او داعیی تر کچې و ننګولد هغوي جګړه یې د امریکایانو د پاتي کېدلو سبب وبلله او هغوي یې د افغان جهاد د پایلي ناکامونکې عناصر یاد کړل مګر په عموم کې د دوي دریځ دا ده چې غواړي د حکومت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې او سولې ته د افغاني ډیالوک په لار میندلو سره خپل معطل او په انتظار کې منځګړې رول چې د دوي دودیز مخالفین جمعیت او ستمځواکې کړې یې تل د دوي په مخ راکاږي اداء کړي.
هغه چې ولس او د سولې مخور تل له حکمتیار صیب څخه د خپل دغه رول د لوبولو غوښتنه او هرکلي کړې تر څو وشي په افغانستان کې نور د مذاکراتو او نظام تجربي یو ځل بیا ړنګې نه کړای شي ولي زموږ د وروستیو معلوماتو له مخي داسي څه که څه هم اسلامي ګوند او امیر به یې هڅه کړې وي ولې د ټرمپ د سهیلي اسیا او افغانستان یا په دا نوی د ملي امنیت کرښو کې پر جګړېد ټینګار خبري چې د ۱۶ بی ۵۲ طیارو بمبارې او د زرګونو جګړه ماروځواکونو بېرته راتګ د جګړې ډګر ته په داسي حال کې چې امریکا خپل پخواني ستراتیژیک ملګری پاکستان د ټروریزم ملګري او روسیې او چین د خپلو ستراتيژیکو اهدافو په وړاندې خنډ ګڼي چې اسلامي حزب هم له دي پوره مطالعه لری او که داسې نه وی نو دغه ګوند او رهبری یې ولې د امریکا او ناټو بار بار په ولسي وګړو بمبارې نه غندي.
نو پایله دا د چې لومړي دغه ناسته د حکومت او امنیت شورا نوښت دي نه د ريښتیني سولې یو سیاسي هڅه بل لور ته که اسلامي حزب دغه نوښت کړي وي هم مګر نتایج او اهداف یې حکومتی او امنیتی دي دریم د دي ټولو سربېره د افغان سولې لاره او حل لاره معلومه دي، خنډونه او ځنډونه یې په کور دننه او بهر کې هم د لسګونو ناستو په درشل کې جوت شوي، دغه ګډوډې هڅې د هغې سولې د تږيو حلق نشي خړوبوالي کوم چې له جګړې ځوریدلي او یا ځوریږی.
هیله او غوښتنه مې د سولې د یو تږي فعال په توګه دا ده چې دغه مجهول او ګډوډ حرکتونو څخه لکه د ملا رحمت الله وردګ صیب شرمناک استازي توب څخه درس واخیستل شی او په ریښتینی ډول سولې ته د یو ولسي لومړیتوب او بل اجماع لومړیتوب په توګه کار وشي.
درناوي
د خپلواکه او لوی افغانستان په هیله