د برلویت دمبتدعې او باطلې فرقې مؤسس او بنسټګر احمدرضاخان بریلوي دهفتې (خالي) دورځې په ماسپښین کې په سنـــه(۱۲۷۲) هق دلسم شوال مطابق سنه (۱۸۵۶) م دهندوستان په یوه مشهور ښار (بربل) کې زیږدلی دی.
دنسب سلسله یې داسې ده:
عبدالمصطفیٰ احمدرضاخان، ابن حضرت مولانا نقي خان، ابن مولانا رضاعلي خان، ابن مولانا حافظ محمدکاظم علي خان، ابن مولاناشاه محمد اعظم خان، ابن حضرت محمدسعادت يارخان، ابن محمد سعيدالله خان.
دده اباء(پلرونه) او اجداد(نیکونه) دقندهار بړهیچ پښتانه وه.
په دغه وخت کې دهندوستان حاکم دمغلو دخاندان یو کس وه چې نوم یې روشن اختر اومشهور وه په محمدشاه المتوفی(۱۱۶۱)هق.
نادرشاه اراده وکړه چې په هندوستان حمله وکړي او مسلمانان وځپي نو دوه لکه پوځ او پنځه زره توپونه یې دځان سره واخیستل او په هندوستان باندې یې حمله وکړه.
نو په دغه وخت کې داحمدرضا خان بریلوي خاندان هم په دې رافضي پوځ کې چې مشري یې دنادرشاه په غاړه وه شامل وو.
داحمدرضاخان پنځم نیکه سعیدالله خان د نادرشاه په پوځ کې ډهلي ته لاړ او هلته نادرشاه په قتل عام لاس پورې کړ او په زرګونو مسلمانان یې ووژل.
نادرشاه وروسته دیوې معاهدې له مخې بیرته واپس شو او سعیدالله خان ترینه په هندوستان کې پاتې شو او دمحمدشاه چې په همدې وخت کې دهندوستان ترټولو ظالم او جابر حاکم وه په خاصو معتمدینو او باوري کسانو کې شامل شو ترڅو نادرشاه ته دایجنټی پوره کار وکړي او مسلمانان نور هم ښه وځپي.
داحمدرضاخان درېیم نیکه کاظم علي خان دأصف الدوله چې په همدې وخت کې حاکم وه وزیروو.
أصف الدوله سرسخته رافضي شیعه وو او د (أوده) په نوابانو کې وو د (أوده) دشیعه نوابانو په اهل سنت والجماعت باندې دظلمونو ډیر اوږد داستان ده.
او ډیرو امام باړو او بارګانونو بنیاد یې هم ایښی وه.
لکه امام بارګاه أصفیه، امام بارګاه حسین ابادي، درګاه حضرت امام حسین، درګاه حضرت عباس وغيره.........
او کاظم علي خان دهمدې حاکم وزیروو او ډیر نږدې تعلقات یې ورسره لرل او دمسلمانانو په زورولوکې یې پوره رول ورسره لوباوه.
داحمدرضا خان چې اصل نوم یې محمد وو دوه نور وروڼه هم وه حسن رضا خان احمد رضاخان.
خو وروسته دده کورنی دده نوم په احمد بدل کړ خو ده به له خپل نوم سره عبدالمصطفیٰ هم لیکلو.
احمدرضاخان په کومه مدرسه کې مستقل درس نه وه ویلی بلکې اکثره علوم یې دخپل پلار نقي علي خان نه ویلي وه نقي علی خان هم له کومې مدرسې نه نه ده فارغ بلکې ټول سبقان یې په خپل کور کې ویلي وه.
احمدرضا خان په تصوف کې هم دماهره شریف څخه خلافت صرف په یوه ورځ کې حاصل کړی وو چې ډیر دتعجب او حيرت ځای ده چې ځان دتصوف امام او درسول الله ﷺ عاشق ګڼي او په تصوف کې یې داسې مقام وي.
ددې تعلیم څخه وروسته یې دعلم نجوم او علم هیئت دمولانا عبدالعلي رامپوري څخه ولوستل او علم جغرافیه یې دخپل مرشد ابوالحسین نوري څخه ولوستله.
داحمدرضاخان اخلاقي ژبه:
دلکهنو دندوة العلماء په باره کې یې داسې اشعار ویلي چې په لیکولو یې قلم شرميږي او په ویلو یې ژبه ګونګیږي.
یوازې دعلماوو اهانت نه بلکې درسول الله ﷺ دمبارکو احادیثو تشبیه یې داسپ او قچر سره ورکړې(معاذالله).
حدائق بخشش حصه سوم( صــــ۳۲).
په بل ځای کې لیکي چې څوک دخلیل احمد او اشرف علي په کفر کې شک کوي هغه هم کافر ده (معاذالله)
(احکام الشریعت).
په بل ځای کې ليکي چې دقاسم نانوتوي او ددیوبندیانو په کفر کې څوک شک کوي هغه هم کافران دي (معاذالله).
عرفان شریعت ج۱صـــ۲۴.
خو دنن زمانې پیرویان او لارویان یې بیا له ده هم بد تر دي او دعلماءدیوبند په اړه دسخت کفر فتوا ورکوي او دا سې له کرکې او نفرت ډکې ویناوې کوي او داسې الفاظ ورته کاروي چې هغه الفاظ بیخي له انسانیت سره اړخ نه لګوي او په ویلو یې انسانیت شرمیږي.
وروستي