
په افغانستان کې له بده مرغه د دې هېواد دښمنان چې په دښمنۍ کې پاتې راغلي وي، بیا یې نو د اسلام، کفر، قوم، ژبې او مذهب په نامه ټاپې وهلې دي. زمونږ د هېواد په تاریخ کې دا ټاپې زمونږ د خاورې دښمنانو او پردیو استخباراتو د خپلو داخلي ګوډاګیانو په مرسته د کار د خلکو او رښتینو افغانانو په وړاندې په بېلا بېلو وختونو کې وهلې دي.
ښه بېلګه یې غازي امان الله خان و. هغه غازي امان الله خان چې خپل وطن یې له استعماره خلاص کړ، افغانستان ته یې ازادي ور په برخه کړه. هغه امان الله خان، چې په رګ رګ کې یې د وطن مینه وه، هغه امان الله خان، چې ډېر ژر یې غوښتل، څو افغانستان د نړۍ په مترقي هېوادونو کې راشي. هغه امان الله خان چې په ایټالیا کې یې د افغانستان د خاورې بالښت جوړ کړی و او په هغه یې سر لګاوه. د داسې چا له خوا د کفر ټاپه پرې ووهل شوه، چې هغه ګوډ ملا نومېده. ګوډ ملا یو ملعون، پردی او د افغانستان د خاورې، جاسوس ملا و. پر داسې چا یې د کفر ټاپه ووهله، چې هغه د اسلام رښنینی خادم و.
له دې سره سره مونږ ډېرې تاریخي بېلګې لرو. زه نه غواړم چې تاریخ ته لاړ شم، یا اوږد بحث وکړم. یوازې غواړم، چې د هېواد په اوسني وضعیت د اوسني ګوډ ملایانو ټاپې بیده ملت ته لږ ور په یاد کړم. کله چې ډاکټر محمد اشرف غني د افغانستان د ټاکنو په چوکاټ کې د ولسمشرۍ لپاره ځان نوماند کړ، په دې لیست کې ډېر بې تعهده او تش په نامه نوماندان ول. د هغوی په اړه چا هم څه نه ویل. بېلا بېلې ټاپې یې و وهلې. کله به یې ویل، ډاکټر اشرف غني یهود دی او کله به یې ویل، چې مېرمن یې یهوده ده. کله به یې ویل، چې دا له غرب نه راغلی دی.
د دې هېواد اصلي دښمنان په دې پوهېدل چې ډاکټر اشرف غني یو افغان دی. هغه په وجود کې د غازي امان الله خان او شهید سردار محمد داوود خان لېونۍ مینه درلوده. د ولس هم خدای ناره قبوله کړې وه. خدای او ولس د دې هېواد ولسمشر کړ. هغه په لږ وخت کې خپله سپېڅلې اراده او ژمنتیا ولس ته په ډاګه کړه. په ټول هېواد کې غله او مافیا په فریاد شول. پاکستان غوندې مداري او د دې جګړې د لوی حامي څېره یې په نړیوالو وپېژندله. په امنیتي برخه کې یې ژور بدلونونه را منځ ته کړل. د وزیرانو تر کچې خلک یې څارنوالۍ ته معرفي کړل. د فساد او غصب په ضد یې خپل دریځ څرګندکړ. په عدلي او قضایي ارګانونو چې د ولس باور ختم شوی و، باور یې پرې جوړ کړ. په بنسټیزو اقتصادي پروژو یې کار وکړ. قانون ته یې لومړیتوب ورکړ.
چې په دې سره د هېواد ټولو غلو، په کور ناستو چارواکو، قومي، جهادي او تنظیمي ټیکه دارانو، چې خپلې شخصي ګټې ورته مطرح وې او د افغانستان ملي منافع ورته مهمې نه وې، نو ټولو لاس سره یو کړ او د دې بوډا او زړور ولسمشر په وړاندې یې یو ځل بیا له ډول ډول ټاپو څخه ګټه واخیسته.
د هېواد اوسني وضعیت ته چې ګورو، داخلي او خارجي سیاست یې مخ په ښه کېدو دی. اوس ولس ته په کار ده، چې د ټاپه کوونکو په خبره تېر نه وځي. زمونږ هېواد له ډېرو حساسو او محتاطو شېبوڅخه تیریږي. په داسې یو حالت کې باید تر ټولو د هېواد ملي ګټو او ارزښتونو ته لومړیتوب ورکړو او د دې هېواد داخلي جاسوسان او د پردیو مزدوران وپېژني. حق او باطل سره جلا کړي، په خدای تعالی توکل وکړي او د دې وطن جوړولو ته لستوڼي را ونغاړي.
دا ټاپې ما په خپل پنځه میاشتني ماموریت کې محسوس کړې. زه خپل ولس ته په وجدان او ضمیر قسم کوم، چې له هر ډول تعصب څخه خلاص او د دې وطن د رښتیني بچي په حیث یې د هېواد د پرمختګ لپاره څه ناڅه هڅې پیل کړې، چې په دې هڅو کې یې د قانون حاکمیت، ملي منافع او ټولنیز عدالت تامینېدل نغښتي وو. د همدغې ارادې په وړاندې جهادي او قومي ټیکه دارانو ټولو سره لاس یو کړ او په ما یې هم د خپلو بادارانو په خوښه قومي ټاپې و وهلې.
ما مخکې هم و ویل، چې زه په افغانیت ویاړ کوم. نورې پولې مې وجدان اجازه نه راکوي، ځکه چې زه یو افغان یم او افغان باید ځان کوچنی نه کړي. له نېکه مرغه باید و وایو، چې ولس اوس را ویښ شوی دی او د دوی په دې ټاپور نور باور نه لري او د حق پلوي کوي. داسې نه چې ځینې دوستان زما د لیکنې په اړه دا فکر وکړي، چې ولا دا خو اوس د حکومت مامور دی، نو اوس به ضرور دا خبرې کوي. ما تر خپلې دندې مخکې هم د ملي یوالي حکومت او د ولسمشر د ارادې خبره کړې وه او که سبا دنده نه وي او په کور هم کېنم، د دې هېواد د ملي ګټو په خاطر به د حکومت د مثبتو کارونو ننګه کوم. په دې وطن کې یوه ډېره بده پدیده هم شته، کله چې څوک د حکومت په څوکۍ وي، هرڅه ښه وي، خو کله چې له څوکۍ لرې شي، هرڅه خراب شي، چې دا هم زمونږ لوی مرض دی او په دې اړه هم باید ولس ته پوهاوی ورکړو، چې هغه کسان باید وپېژنو، چې چاته شخصي ګټې مهمې دي او چاته ملي مهمې دي.
په دې هیله چې ولسونه مو د هرڅه په وړاندې معقول او سنجیده قضاوت وکړي. تر څو خپل رښتیني هغه ارمان ته ورسیږو، چې هغه د دې وطن جوړول اوپه خپلو پښو درېدل دي.
په درنښت.