
مار مو لنډی کړ، خو مړ مو نه کړ او دا له اوله خطرناك شو!
دا د امريكې د نه پوھیدو او غير منطقی معمایی سیاست هغه وخت شدت مومي چې له یوې خوا د مرستو د تعويق او معطليدو خبرې کوي او له بلې خوا وایي او اعلان کوي چې د پاکستان له اردو سره به امركايي مرستې ادامه لري، چې دغه خبره او دغه پالیسيپه يقين خطاء او یا مونږ د پردې د هغه خوا امریکایي پالیسیو مو سر نه خلاصیږي او ساده ییو! اما د ظاهري منطق له لحاظه په خپل ذات کې خطاء خبر ه او خطاء نظر او خطاء سیاسیت دی.
په عام ډول ویل کیږی چې د پاکستان د ای اس ای له شعباتو څخه یوه شعبه ده چې د افغانستان، پاکستان، د پاكستان ، هند كشمیر، د پاکستان د اتومي سلاح امنیت او د پاکستان د ای اس ای د امنیت امنیت، یعنی د استخباراتو استخباراتو اداره ده چې دغه شعبه د ملکي حكومتونو په تبدیلیدو او نوي کیدو سره هیڅ تړاو او تغییر نه لري او د پاکستان د اصلي پالیسي میکرانو یعنی د ای اس ای د اداری خودي او تقربیاً مستقله اداره ده. دغه اداره چې د هغوی ممثل دوکاله وړاندې په تلویزیون کې د خپلې سرې خولی او د کوماندوي یونیفور سره اعلان وکړ او تأکید وکړ چې د پاکستان حاکمیت ته په کار ده چې چه د افغانستان او پاکستان تر مېنځ بفر او فاصل ٥٠ كيلو متري زون، د فکستان په خوښه ایجاد، سر حد ایجاد، امریکې سره سخت چلند او پاکستان یې ځانته مجبوره کړای شي او د افغانستان داخل کې د جهاد!؟ زور او زياتي كار ته نور هم فشاروركړل شي، د پاکستان د چین او منطقې نور و هیوادو سره پاکستاني علایق تقویه او د افغانستان داخل کې د قومي او سمتي حلقاتو او حقوقو ملاتړ او داسې نور اقداماتو ته زور ورکړای شي. د افغانستان حاکمیت په ګونډو او عملاً افغان ملت د ذلیلولو پروسه نوره هم تقویه شي.
دا او مشابه اقدامات په شدت او په ډېره مکاری حتی د امریکې په مالی مصارفو صورت مومي چې د افغانستان، پاکستان تر مېنځ پراخه راکټي عمليات د همدې سیاست او د فاصل خط دجوړولو مشخصه برنامه ده.
دا چې امریکې د مکار او محیل پاکستاني مار زخمي او یا خفه کړ او یواځې د پاکستان پرضد ضعيف تهديد كوي او غیر عملي متناسبي اقدامات نه کوي ، په واقعیت کې هماغه شو چې وایي: مار دې لنډی ک، مړ دې نه کړ او دا به امريكې، سولې، سیېمې او افغان ملت ته سخت تاوانونه ورسوي.
مونږ ویل او بیا وایوچې دا د امریکې غیر دقیقې مداخلې او ناروا تدابیر وه چې تیر و اتلسو کلو کې یې حزبي، تنظيمی او غیرملي ارګانونه افغانستان کې ایجاد او حاکم کړل او اوس عطامحمد نور ، برطرف شوای والي دحاکمیت او خپل آمر خبره نه مني او ګواښ کوي چې دا امنیتی ارګانونو به د تمرد او یاغي عطاء محمد نور خواته ودریږي.
دا به درسته وي که نه خو یو شمیر حقایق ورکې شته.
جناب حامد کرزی او امریکایان د دې وضعې، تمرد او ورور وژنې مسؤل دي!
ملت ته په کار ده خپل دوست او دښمن وپيژني او له دې حالت نه د وتلو لارې په اتحاد، اتفاق، رورۍ، د قانون حاکمیت، عدالت، انساني او اسلامی اصولو ته د مراجعې په رڼاکې ولټوي او خپله تقدیر خپل لاس کې ونیسي!
بل انتخاب نه شته.
و ما علینا الا البلاغ المبین
د. صلاح. سعیدي
12/1/2018
00447886474638