نړۍ او اټمي وسلې

ژباړونکی: سهیل نصرت
د ۱۹۴۵ میلادی کال د اګیسټ په شپږمه نیټه د امریکې متحده ایالاتو د جاپان هیواد د هیروشیما ښار باندې اټمی بم وغورځاوه دغه بم یوازې په څو لومړنیو ثانیو کې اتیا زره (۸۰۰۰۰) کسان ووژل. درې ورځې وروسته متحده ایالاتو د جاپان هیواد په نګاساکی ښار بل اټمی بم ګوزار کړ، ډیر خلک ووژل شول او ښار ویجاړ شو اما دغه بمونو له ځانه شعاوې خپرې کړې چې دغه شعاوې د انسانانو لپاره ذهرجنې دي او د څو اوونیو په تیرېدو سره زرګونه خلک ووژل شول.

دا د بشریت په تاریخ کې لومړي ځل وو کله چې په جنګ کې اټمي اسلحې وکارول شوې پایله یې وحشتاناکه وه دغې چارې د بشریت تاریخ ته تغیر ورکړ او دغه پیښې وښودله چې خلک څرنګه د اټمی وسلو او د هغې د شعاوو په اړه فکر کوي مګر دغې ویرانوونکې فاجعې ونشو کولاي چې هیوادونه دې د نورو اټمي بمونو له جوړولو راوګرځوي حال دا چې ځینو هیوادونو د لا نورو ډیرو پیاوړو بمونو جوړولو ته ادامه ورکړه.

اټمی بمونه د ذهروي بمونو یو ډول دي بل ډول ته یې هیډروجن (Hydrogen) بم وايي دواړه ډیر ځواکمن او وژونکي دي. د ذهروي بمونو د جوړښت ساختار (چوکاټ) خورا پیچلي دی دغه تکنالوجي ډیر مصارف غواړي او هغه هیوادونه چې دا بمونه لري د جوړولو طریقې یې پټې ساتي او حتی د هغو وسایلو په شاوخوا کې کار کول کوم چې دا بمونه ترې جوړیږي کیداي شي ډیر تر ډیره خطرناک او ګواښونکي وي.

ساینس پوهان د ۱۹۰۰ مې میلادي پیړۍ له لومړیو څخه را پدې خوا د اټمي انرژۍ په هکله تحقیق او زده کړې کوي. خلک د هغه طاقت په اړه هیران وو کوم چې د اټمی انرژۍ څخه ترلاسه کیدلو مګر کله چې خلک د اټمی اسلحو په اړه پوه شول نو دغه اسلحو په تیزۍ سره پراخوالی وموند چې یو عامل یې په هغه وخت کې روان سیاسي حالت وو چې د ساړه جنګ نه شروع بیا تر دویم نړیوال جنګ پورې یعنې ۱۹۹۱ م کال شاوخوا پورې يې دوام وکړ. د دغه دورې په جریان کې اکثریت نړۍ بېرېدلې وه چې کیداي شي جنګ د هر وخت بیا رامنځ ته شي نو ځکه په نړۍ کې اکثریت قدرتمندو هیوادونو د اټمي بمونو په شمول اسلحې ټولې کړلې.

یوازې نهه هیوادونه دي چې اټمي اسلحې لري چې عبارت دي له: روسیه، د امریکې متحده ایالات، چین، هندوستان، اسراییل، فرانسه، شمالي کوریا، پاکستان او انګلستان د دغه هیوادونه له مابینه اکثریت یې له ۸۰ څخه نیولې بیا تر ۳۰۰ بمونه لري ولې له دوی څخه بیا دوه هیوادونه تر نورو خورا زیات بمونه لري، روسیه او امریکا هر یو تر پینځه زرو (۵۰۰۰) زیات بمونه لري. دغه بمونه کافی اندازه قدرت لري تر څو مکمله سیاره ویجاړه کړي نور هیوادونه هم کوښښ کوي تر څو اټمي اسلحو ته لاسرسی پیدا کړي په نیږدې کلونو کې ایران او سوریې دواړو کوښښ کړي تر څو خپلو اټمي اسلحو ته پرمختګ ورکړي اما کله چې هم دوي غوښتي تر څو دا چاره تر سره کړي د نورو هیوادونو له غبرګون سره مخ شوي او اجازه یې نه ده ورکړې علت یې د اټمي اسلحو د پرمختګ د مخنیوي لپاره رامنځ ته شوی تعهد دي دغه تعهد د هیوادونو مخنیوي کوي تر څو د نورو اټمي اسلحو د پراخوالي، تکثیر او غوړیدنې مخنیوي وکړي.

د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه په دغه تعهد باندې په ۱۹۷۰ م کال کې سلا ته ورسېدل دغه رامنځ ته شوي تعهد بیانوي چې د اټمي قدرت تکنالوژۍ حق د هر هیواد لپاره دي، اما هیڅ نوي هیواد نه شي کولاي تر څو خپلو اټمي وسلو ته پرمختګ ورکړي او هغه هیوادونه چې اټمي وسلې لري باید کوښښ وکړي تر څو خپلې وسلې له منځه یوسي.

له دې وجې وو چې ملګرو ملتونو په ۲۰۰۵ م کال کې کوښښ وکړ تر څو ایران د یو اټمي بم له جوړولو منع کړي ملګرو ملتونو پر ایران محدودیتونه وضع کړل چې د بانکي اکونټونو تړل د سوداګرۍ په ټپه درول او د تفتیش او لټونې څخه عبارت وو تر څو خلک او ساحې تر نظارت لاندې ونیسي او ډاډ حاصل کړي چې هغوي قوانین او مقررات تعقب او پلي کوي.
 
آیا دا صادقانه او مناسبه ده هغه هیوادونه چې اټمي وسلې لري تر څو نورو هیوادونو ته ووایي چې تاسو نه شۍ کولاي اټمي اسلحې ولرۍ؟ تر دې هر څه ورهاخوا که یو هیواد اټمي بم ولری نو هغه هیواد د نړۍ په سیاست کې ډیر مهم بلل کیږي د مثال په توګه شمالي کوریا یو لوي هیواد نه دي د دې تر څنګ یو قوي اقتصاد هم نه لري ولې شمالي کوریا اټمي بم لري کوم چې له شمالي کوریا نه یو ډیر قدرتمند هیواد جوړ کړي د شمالي کوریا د دولت په اړه ډير داسې څه شته چې د نورو هیوادونو نه خوښیږي ملګرو ملتونو حتی د شمالي کوریا په مقابل کې محدودیتونه وضع کړي اما ملګری ملتونه یې د عملي کیدو لپاره سست روان دي ځکه دوی پوهیږي چې شمالي کوریا اټمي وسلې لري.
 
له یوه اړخه که وګورو رامنځ ته شوو محدودیتونو کې صداقت نه ښکاري متحده ایالات لومړني هیواد دي چې په جنګ کې یې اټمي وسلې وکارولې نو ولې باید دغه هیواد د نورو هیوادونو په هکله پریکړه وکړي چې څوک مسوول دي؟ د م.م د امنیت شورا پینځه غړی هیوادونه لري چې عبارت له: چین، فرانسې، روسیې، بریتانیا او متحده ایالاتو څخه دي دغه هیوادونه په نړۍ کې تر ټولو ډیره قدرتمنده او پیاوړې اوردو«امنیتي ځواک» لري. ایا دا په دې معنی ده چې دوی نورو هیوادونو ته ویلای شي چې څه وکړی او څه ونه کړي؟
 
ICAN هغه نړیوال کمپاین/حرکت دي چې د اټمي وسلو د له منځه وړلو کوښښ کوي دغه بنسټ باور لري چې حتی یوه اټمي وسله ډیره ده د ICAN ویبپاڼه کې یو ځای داسې راغلي چې” یوازې یو اټمي بم کولاي شي په ملیونو کسان ووژنيچې عوامل به یې تر ډیرو کلونو پاتې شي د دغه اټمی قدرتونو دا ناکامي چې که دوي له اټمي وسلو لاس واخلي دا خطر به رامنځ ته شي چې ګواکې له دوي وروسته به نور هیوادونه د اټمي وسلو جوړولو ته لاس واچوي، د اټمي وسلو د لا پراخیدو او استعمال څخه د مخنیوي لپاره یوازینۍ لاره د هغه سم د لاسه له منځه وړل دي “
که څه هم د ځینو ملتونو رهبرانو د اتمي وسلو څخه د پاکې نړۍ لپاره خپله خوښي څرګنده کړې اما په حقیقت کې دوي د خپلو اټمي وسلو کمولو د پلان په عملي کولو کې پاتې راغلي او دغې چارې ته یې برعکس لا پراختیا ورکوي. د اټمي وسلو تخریبول (له منځه وړل) هم آسانه نه دي د یو بم له منځه وړل او یا هم په ټوټو ویشل هم دومره سخت دي لکه د هغې جوړول، اټمي بمونه له چاودېدونکو/انفجاري موادو، اټومي موادو او همدارنګه له الکترونیکي شعاوو او د بم له صندوق یا پوښ څخه جوړ (رامنځ ته شوي دي) خلک کولاي شي د بمونو دا خطرناک مواد له لاسه ورکړي یعنې له ځانه یې لیرې کړي او حتی کله چې یو بم په بشپړه توګه له منځه هم ولاړ شي د هغې د راډیو اکټیف «Radio Active» ذهرجن موادو پټول/ځای پر ځای کول په داسې ډول ضروري دي چې له خلکو او عامه ځایونو لیرې وي ځکه دا مواد کولاي شي د سلګونو کلونو لپاره خطرناک و اوسي. د اټمي اسلحو له منځه وړل/تخریبول سخت کار دي چې ډېرې پیسې پرې لګیږي او د دې تر څنګ ډیر وخت غواړي ولې د ICAN ډله وايي چې دا په دې معنی نه ده چې هیوادونه دې د اټمي وسلو د شنډولو یا هم له منځه وړلو کوښښ نه کوي ICAN وايي چې  ”اټمي وسلې د چاپیریال او بشر لپاره ګواښونکې او خطرناکې دي هغوی د قوې، تودوخې او تیزو شعاګانو په شکل له خپل ځانه په زیاتې اندازې سره انرژي خپروي چې دا به یو بشردوستانه ځواب نه وي، یو بم به په فوري توګه د لسګونو میلیونو کسانو د مرګ سبب شي، اټمي جنګ به نړیوال اقلیم او د خوړو تولید کې په بې سارې توګه ډېر تغیرات راولي چې له یو بیلیون څخه زیات وګړي به د لوږې له وجې د مړه کیدو له ګواښ سره مخ کړي.