
د ننګرهار ولس که دخلیفه نغاره!؟؟
د حکومت په ملاتړ غونډه هم په ننګرهار کې او د حکومت ګواښلو غوڼده هم په ننګرهار کې.
د حزبونو غونډې هم په ننګرهار کې او د ائتلافونو غونډې هم په ننګرهار کې.
ننګرهار د سولې او ادب ځانګو شو، که د کلي پاده ځای!؟
دلته چې هر څوک غواړي ځان له نورو تکړه او ملاتړ لرونکی وښايي، ننګرهار ته رامنډه کړي!
دا د پردیو د لاس نانځکېولې ننګرهار ته راځي، په خپل ملاتړ غونډې جوړوي او بیا له همدې ولسه په استفادې حکومت ګواښي؟
دوی پوهیږي، چې د ننګرهار جنګ ځپلی او غربت ځپلی ولس په دې نیت چې ځه د یو وخت ډوډۍ به مې مفته شي بیرغونه په لاسونو کې ورسره اخلي او د زنده باد او مرده باد ناري ورسره وهي.
که سبا په ننګرهار کې په بل هر نوم غونډه جوړیږي، نو وګورئ چې همدا نننی ولس به بیا مخ په لوبغالو او میدانونو ور روان، ځکه هلته په ولس بې روزګارۍ نا امنۍ او قیمتۍ دومره زور کړی چې د یو وخت ډوډۍ پيدا کوونکي په کې اتلان حسابیږي.
د ننګرهار مدنیان دې هم د نورو په ایشارو ګډیږي او د همدې ولایت وطنپاله ځوانان او فرهنګیان دې یې هم ننداره وکړي.
سبا به هر په چوکۍ او واک مئین(!) راځياوپه ننګرهار کې به پهخپل ملاتړ غونډه جوړوي ځکه د ننګرهار د ولس د غږ څخه اوس د کلي د خلیفه نغاره جوړهشوی او هر څوک یې د خپل ځان د غم او ښادۍ لپاره ډنګوي.
له افغان غربت ځپلي ولسه هر چا د خپل ځان دپاره کار واخیسته خو هيچا هم ولس د ولس لپاره راټول نه کړ. دلته داسې هیڅوک پیدا نشو، چې ولس د ولس د یوالي لپاره سره یو موټي کړي پرته له دې چې خپل ځان ته پرې چکچکې ووهي.