دجدي شپږمه او د افغان ملت غمیزه

د جدي شپږمه هغه توره ورځ ده چې روسي ښکیلاګرو د ټولو نړیوالو اصولو پر خلاف په یوه غریب خپلواک او بې پرې هیواد یرغل وکړ چې په نتیجه کې یې یونیم ملیون افغانان شهیدان، پنځه ملیونه کډوال او په لکونو کونډې، یتیمان، بورې، معلولین او معیوبین راته پریښودل او خپله روسي ښکیلاک دړې وړې شو.
 
هغه ملت چې د خپل پت او عزت د ساتلو لپاره هر وخت د غلیم په مقابل کې متحد او یو لاس وو. د بیلګې په توګه د پاکستان په مقابل کی د سفربري اعلان ټول وروڼه قومونه داسی سره ودریدل چی پنجاب پرته له جنګ هر ډول خبرواترو ته راضي شو او بیاد روسي ښکیلاګرو په مقابل کی بیا هم وروڼه قومونه داسی سره ودریدل چی د روس پوزه یی په خاورو و موښله خو متاسفانه روسانو مخکي له وتلو دپلورل شویو کړیو چي د جمعیت تنظیم، شورای نظار او کارملي پرچمیانو  په واسطه د قوم ، ژبې ، سمت او مذهب تر پوښښ لاندی دافغان واحد ملت ملي اډانی ته سخت  ګوزارونه ورکړل  چی نن بعضی پلورل شوي د افغان له  ویاړلی نوم منکر خو بیا په خورا بی شرمي د افغان حکومت د ننه په لوړترینو کرسیواو یا هم په پارلمان کی په دندو بوخت دی او خپلو بادرانو ته جاسوسی کوی او بعضی بیا د حکومت څخه بهر په لیکنو او ګردي میزو وړونو قومونو ته د فیل ، خر ، آس او سپیو خطاب کوی خو دا زهریات زموږ په ټولنه کی د روسي ، ایراني ، پاکستاني او امریکایي جواسیسو لخوا قصداً او عمداً کیږي خو تر څنګ یی یو تعداد مریض قوم پرستان هم شته چی وړنو قومونه په جنګ اچوي خو دا ټول د روسي یرغل پایلی دي.
 
 
دددغه لیکنې هدف هغو پوښتنو ته ځواب موندل دي چی له ډیرو افغانانو سره دي خو دا هغه وخت ښه روښانه کیدي شي چی د ک .ج. ب. یا د سیاه ، پټو لاسوندو ته لاس رسي پیدا شي او یا هم د ح. د .خ .هغه لوړپوړي چارواکي چی مستقیماً يي پدی لوبه کی لاس درلود او یا هم په جریان د حوادثو کی وو. خو متاسفانه د ح. د. خ.  لوړپوړي چارواکي یا هیڅ نه وایي او که لږ او ډیر یی  وایی هم دروغ وایی . بنده د هغه پټو لاسوندونو بعضې اړخونه راسپړلي چې روسي جنرالانو د روسي ښکیلاک له دړې وړې کیدو وروسته لیکلي دي.
 
ځینی یي داسی انګیري چی امریکایانو روسان په دام کی واچول چی د ویتنام کساد ورنه واخلي خو ایا دا رښتیا دی که هسی د مومن خان د ښامار قصه ده،  بریژنف د شوروی د هغه وخت مشر دا فیصله په داسی وخت کی کړي وه چی د نړي هیڅ ځواک له مسکوسره د سرجنګولو جرأت نه درلود امریکا په ویتنام کی د روسانو په مستقیمه مرستې  داسی شکست خوړلی وه چی نور ورسره د دې توان نه وه چی کوم جدي او رغنده عکس العمل وښي او هم په نړیوالو پيښو کی ورځ په ورځ په شا تلل .خو بر خلاف ددنیا په هرګوټ کی انقلابي او کودتایي بدلونونه یا کمونیستي وو او یا هم روس پلوه او ددې ترڅنګ په امریکا کې قدرت د دیموکراتانو په لاس کې وه او دوي ټاکنی هم پدی شعار ګټلي وې چی د امریکا داخلي وضعیت ته تر بهرنیو مسایلو زیاته پاملرنه وکړي او د روسانو سره له مقابلي ډډه وکړي.
 
راځي دا هرڅه د روسانو د بی شرم یرغل نه په افغانستان کی د امریکا ځواب د جیمي کارتر په ژبه رالنډ کړو:
امریکا د افغانستان په آزاد هیواد د شوروي اتحاد فوځي تیري په کلکه غندي او که د جنوب په لوري (پاکستان) د دیورند تر کرښی واوړي بیا به امریکا جدي عکس العمل وښي د دی دریځ معنی دا وه چی افغانستان خو ولاړ، د روسي ښامار په خوله کی هسی هم د امریکا د نفوذ په ساحه کی نه وه غم د کراچي د بندر خوره چی د هند سمندر درنه و نه نیسي.
 
بریژنف په دهلي کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کی وویل:
د افغانستان په سرحداتو کی چي کومي پیښي راولاړي شوي د دریو میاشتو په موده کی به حل و فصل شي او پدي هیواد کی به کامل امنیت برقرار شي خو دا د بریژنف خیال پلو وه ، په داسی وخت کي  قبر ته ولاړ چی په زرګونو روسي سرتیرو او منصبدارانو تابوتونه یی ولیدل.
 
دوهم نظر دا دې؛  چي روسانو د تزار له وخت څخه دا پلان درلود چي افغانستان لاندي او د هند سمندر ته ځان ورسوي او تر څنګ يي د هند د حاصلخیزو ځمکو څخه پنبه ، بسمتي وریجي او چاي را غنیمت کړي دا هغه شیان دي چي د روسانو شونډې ورپسې پولي کیدي خو دا کار دومره اسانه هم نه وه په ۱۸پړي کی انګریزانو افغانستان بفر زون اعلان کړ چي نه به انګریز لښکر کشي کوي او نه هم روسان خو تزاریانو په پوره حوصلي او چل د مرکزي اسیا امیرنشیانان ځپل تر هغه چی پنجدی او مروه یی هم ونیول نیژدي اتیا کاله کم و زیات یي د دوستي په جامه کی افغانان و غولول خو افغاني زعامت د روسانو په بد نیت پوه وو خو چاره یي نلره پدي چي غرب د امریکا په مشري افغانستان د خپل کنترول په حوزه کي نه حسابؤو پدي چي  افغانستان د شرق په حوزه پوري مربوط وو او د ۱۸ پیړي بفر زون  لا پر ځاي وو  پدی تفاوت چي د انګریزانو په عوض به  روسان دا منطقه کنترولوي ، لکه څنګي چي پورته ذکر شول روسانو د خپلي پراختیا غوښتني سیاست په اساس همیشه غوښتل ګرمو اوبو ته ځان ورسوي په اتلسمه پيړي کي هدف د لوي جغرافیي جوړول ،وګړنیز کنترول ، د خامو محصولاتو مفت ټولول او وروسته له جوړ ولو بیرته په همدي خلکو خرڅول  ، خو په نولسم پیړي کي ددي تر څنګ روسانو د کمونیستي تفکر په صادرولو او هم د خلیج د نفتو د صادراتو د کنترول په منظور چي د غربي بلاک لپاره يي د شارګ حیثیت درلود  د هند د سمندر د کنترول لپاره مټي راونغښتلي چي د هدف ته درسیدو په خاطر يي باید اول  افغانستان لاندي کړي وي،  خو د افغانستان لاندي کول  بیا دومره اسانه نه وه، لکه د اسیاي میانه امیرنشین چي په یوه پياله تورو چايو له لاسه ولاړل، دلته امپراطوريو سرونه خوړلي وو نو ځکه روسانو په ډير احتیاط او تدبیر د دغه ميړني ملت د لاندي کولو پلانونه سنجول د روسانو بي شرمه او ناکامه یرغل هسي تنها د غوايي د کودتاه د شرمښانو د غوښتنو او قدرت ساتلو  په اساس نه وه شوي بلکي ح. د. خ. ورته زمینه مساعده کړه چي روسانو خپل اذلي هدف ته ورسي.
 
د روسانو شوم عزایم تر بل هر چا امیر عبدالرحمان خان ته ښه معلوم وو پدي چي یو عمر يي له روسانو سره په تبعید کي تیر کړي وو نو ځکه امیرد روسانو شوم اهداف  خپلو اخلافو ته په واضیحو الفاضو کي توضیح کړی وو هغه داسي چي د روسانو راتګ یي افغانستان ته  د فیل د حرکت سره په ځنګله کي تشبه کړی وه او همغسي هم وشول لکه څنګه چي امیر عبدالرحمان خان ویلي وو.  
 
دهغه پټو لاسوندو په اساس چی روسي مقاماتو د جګړې نه وروسته د کتابو ، مقالو او مصاحبو له لاری افشا کړي دا په ډاګه کوي چي نورمحمد تره کي او حفیظ الله امین په کراتو او مراتو د روسي مقاماتو څخه غوښتي وو چي د  ح. د. خ. په قدرت کي د ساتلو په منظور  خپل عسکر افغانستان  ته راواستوي خو روسانو دي کارته له عاجل اقدام ډډه کوله صرف د مشاورینو په رالیګلو او همداراز په جګړیزو شوبلو او ملکي مرستو يي له منفور رژيم څخه ملاتړ کولا خو تره کي او امین پدي مرستو نه قانع کیدل خصوصاً د هرات د فرقي له سقوط وروسته تره کي او امین له روسانو څخه د مستقیم مداخلي غوښتنه وکړه چي د بیلګي په ډول د هغه مهم لاسونډ بیان چي په هغه کي  تره کي او امین له روسانو څخه په ۱۹۷۹ کي په مکرر ډول غوښتي چي د ريژم د ساتلو په خاطر روسي فوځ افغانستان ته واستول شي:
 
د اپریل په څورلسم له روسانو و غوښتل شول چي پنځلس تر شلو پوځي څرخکي له عملې سره یو ځاي راوستول شي.
د جون په شپاړسمه د بګرام او شينډنډ د هوايي ډګرونو د ساتنې په موخه د روسي  ټانکیستانو غوښتنه.
د جولای په یولسمه د کابل د امنیت په خاطر د څو خاصو کنډکونه غوښتنه.
د جولاي په نولسمه د دوو فرقو د استولو درخواست.
 
د جولاي په شلم، یویشتم او څلورویشتم بیا هم د روسي فوج غوښتني په مختلفو عباراتو د تره کي او امین لخوا شوي وو او دا لړي د۱۹۷۹ دسمبر تر اولسمه چي پکي له شوروي اتحاد نه دا غوښتنه شوي وه چي خپل ګارنیزیونونه د افغانستان د لويو لارو د ساتلو لپاره وګماري . لنډه دا چي اوه ځله امین د عسکرو د استولو غوښتنه کړي او دیارلس واره تره کي. با وجود د روسانو د منفي ځواب د روسي عسکرو د راليږلو په ارتباط خو په ډير پټ شکل د همدې کال د مي له میاشتی روسانو خپل څلويښتم لښکر چي اکثریت يي  تاجکي روسان وو د راتلونکي یرغل لپاره په افغانستان کي د اماده ګي تمرینات ورکول دا چي په کوم تاریخ به یرغل  کیدا دقیق معلومات نشته خو دا هر څه هغه وخت سریع شول چي تره کي د امین لخوا خفک شو د تره کي مرګ په مالیخولیايي بريژنف ډير بد اثر وکړ او د امین د پرځولو لپاره يي د خاص او چټک غبرګون امر د روسیه دفاع وزارت او ک. ج. ب. ته ورکړ خو په عین زمان کې د امین د اغفال په خاطر يي د افغان شوروي د خلل ناپذیرې دوستي شعار روسانو زمزمه کاوا  چي پرته له  دروغ او دوکي بل څه نه وه خو امین لکه زیرک مرغه يوه دوه مخيزه  لوبه شروع کړي وه چي د روسانو څخه د  لازیاتو امتیازاتو  د اخیستو په خاطر  او یا هم ممکن دا به يي درک کړي وه چي د روس باور يي له لاسه ورکړي  نو د روس له  نړیوال حریف امریکا سره د روابطو د ښه کیدو تلاشونه يي شروع کړل چي په منظم ډول يي د امریکا د شازدایفر سره ملاقاتونه او د امریکا د کلتوري مرکز بیا رغونه  او همداراز د پاکستاني مقاماتو او افغان مجاهدینو سره د ارتباط کړي جوړې کړي وې خو امین دا هر څه د خپل قدرت د بقا لپاره کول او مجاهدینو قطعاً   ورباندې باور نه درلود پدی چي امین له تره کي سره چي په هر مجلس کي به لاسونه ښکولول  کومه وفا ونکړه نو د خپلو عقیدتي مخالفینو سره جوړجاړي هم هسی دوکه بازي وه خو دغه دوه مخي سیاست د امین د دیکتاتوري موده نوره هم را لنډه کړه.
 
روسانو هر کله چي افغاني حکومتو خپل د سیاست لوری د شرق څخه غرب او یا هم اسلامي هیوادو ته  متمایل کړي جدي غبرګون يي، یا پټ ،او یا هم په ښکاره ډول ښودلي. چي بهترین مثالونه يي د شهید موسی شفیق د حکومت د سیاست تغیرورپسی د شهید محمد داود خان د حکومت په بهرني سیاست کی تغیر باعث د غوايي د خونړي  کودتاه او همداراز د امین رژیم د ختمولو هوډ هم  هغه وخت ګړندي شو چي د امریکا سره يي د روابطو د ښه کیدو څرک ولیدل شو خو بعضي نور عوامل هم سره یو ځاي شول چي روسان يي یرغل ته و هڅول لکه د ایران شیعيي انقلاب ، د کابل د ريژم ورځ په ورځ کمزوري کیدل ، د ملک په مختلفو برخو کي ملي قیامونه حتی په مرکز کابل کي د چنداول او بالاحصار قیام ، نتنها خلقیان وارخطا کړل بلکي د روسانو لپاره هم د جدي تشویش لامل شول ، د عسکري فرقو تسلیمي مجاهدینو ته ، د مجاهدینو غښتلتيا او د منطقوي او نړیوالي ټولني حمایت له مجاهدینو څخه او همداراز د سمرقند او بخارا د ازادي شعارونو دا ، او دې ته ورته عواملو په ګډه،  روسان دیته وهڅول چي د تزار او لینین خوبونو ته د عمل جامه ور واغوندي.
 
په همدې وخت کې په کابل کې د شوروي سفیر ح امین ته خبر ورکړچې شوروي پوځونه افغانستان ته په لاره دي او ح امین هم لارښونه کړي وه چې له روسانو سره په راتګ کې هراړخیزه همکاري وشي پدې ارتباط درستیزوال جنرال بابه جان ته يي هدایت ورکړ چی د څلوښتم پوځ له قوماندان جنرال یو توخانیوف سره په ګډه کار وکړي نو پدې سند کې دا واضیح شوي چې د روسانو په راتګ  کې خلق او پرچم دواړه مسوول دي.
 
که دا ټولې خبرې،  دی روسانو د ناکام یرغل په مورد کې را ټولې شي،  لیکوال دې نتیجه ته رسي چې روسانو له ډیر پخوا غوښتل چې ځان د هند سمندر او لویي وچې ته ورسوي چې د افغانستان له نیولو پرته دا کار ناممکن وه خو افغاني کمونیستان د خپل کور دروازه ورته خلاصه کړه او د تاریخ نام بدي يي وګټله.
 
موږ افغانان باید پدی پوه شو چې په سیاست او نړیوالو اړیکو کې عواطف، دوستي او ورورولي ، مذهبي وروري، ایدیالوژیکي همفکري ، فرهنګي او لساني مشترکات او اخلاقي نورمونه ټول د ملي منافعو تر سیورې لاندې وي خو متاسفانه نیم قرن روسانو د دوستي خلال ناپذیر په نامه زموږ مشران وغولول حال دا چې روسانو خپله توسعه طلبي کوله اوس مو هم ناټو او امریکا د دیموکراسي تر شعار لاندې غولوي او سیاست وال مو په واز کومي چیغې وهي چې که امریکا نه وي د اردو،پولیسو،خادیانو او مامورینومعاشات خو دولت نه شي پوره کولي.  اعاشه ، اباطه او تجهیز یی لا پرځاي پریږده .ځینې بیا تردې هم پښې وراړوي ؛ وايي پاکستان به مو پنځمه صوبه کړي. او د شمال په واک ، ځواک، مافیا او فساد ککړه ډله بيا کوکې وهي "طالب و داعش می آید".

زه ټولو ته دا وایم امریکا او ناتو د افغانانو له غمه ځان ، مرګ ته ندي ورکړي خپلې ګټې پالي موږ يي یوه معاش ته احتیاج کړي يو خو دوي د ترلیونو ګټو ته ملا تړلي.  زه د ب ب سي هغه راپور تاسو ته، چې د جدي د شپږمې په مناسبت يي جوړ کړي وو وړاندې کوم:  ولی هر زبرځواک د افغانستان د اشغال خیالونه کړي ؟ او اوس عملاً امریکا ورپکې نیښتي ده ، ځواب دادی:  پخوا خو د هند د طلایي مرغه نیول هدف وو یعنې افغانستان د هند دفاع کوله خو اوس بیا د هند خبر نده،  نوي نړي نوي پيښی هغه دا دي:
 
د افغانستان جیوپولتیک موقعیت چې د امریکا لپاره د امنیتي څلورلاره اهمیت لري له همدې ملک څخه چین، روس،ایران،پاکستان او مرکزي اسیا نظارت کوي، خو ددې تر څنګ چین او هند افغانستان ته د اقتصادي او ترانزیتي څلورلاري په سترګه ګوري او امریکايي ښامار اوس ورباندې پورت دي او تر خیټې لاندی يي، د نیویارک تایمز د راپور په اساس چې په ۲۰۱۳ کې نشر شوي،  د نړي دلیتیومو غټ ترینه زیرمه په غزني کې پرته ده ، د مس عینک کان د چیلي د مسو سره همسري کوي ، د وسپنې غټ ترین کان ، د زمردو کان چې د کولمبيا له زمردو يي هم جنسیت ښه دي او هم يي مقدار، لاجورد، طلا او د ګازو ظرفیت  يي  نیم د عراقو د ګازو د ذخایرو په برابر دي او د هلمند او هرات  یورانیم لا تر اوسه چا ندي اندازه کړي خو روسانو ، انګریزانو ښه پریمانه غلا کړل اوس نوبت د امریکا دي چې تالا يي کړي.  اوس دا واضیح ده چې غریب افغانستان تر ځمکې لاندې بډاي ترین هیواد دي خو دا چې  ولې له دغه خدايي نعمت څخه کار نه شو اخیستي مختلف عوامل لري خو تر ټولو لوي عاملونه يي د ملي حکومتونو او با جراءته ملي مشرانو تشه ده . کې چیرې افغان حکومت خپلې ملي منافعې د نړیوالو سره د متقابلې همکاري په اساس جوړې کړي بیا صرف یو یا دوه معدنه هم ټول افغانان بسیا کولي شي او همداراز د ناتو او امریکا سره په استراتيژیک تړون کې تجدید نظر او د اډو په مقابل کرایه،  د اردو او پولیسو د تمویل او تجهیز لپاره کافي دي . خو د ملي خاینانو په موجودیت کې چې صرف د خپل قدرت او جیب په غم کی دي،  دا بیا شوني ده چې له امریکا وروسته به بل زورواک په دغه پاک خاوره یرغل وکړي.  نو له تیر تاریخ څخه په زده کړی ټول افغانان خاصتاً هغه چې،  دعوا د مشري کوي خپلې ملي منافعې باید په هيڅ صورت د نورو تر منافعو قربان نکړي او هر څوک چې په هر عنوان د افغانستان د ملي منافعو خلاف حرکت کوي باید په اشد مجازات محکوم شي.