نوی کال نوی پیل

د نوي کال د پیلیدا سره سم مو په لیري پراته ولایت بدخشان کې کتابتون پرانیست
د قلم لار ټولني لخوا د بدخشان پوهنتون پښتو څانګه کې پښتو کتابتون جوړ سو تر دې مهال پښتو څانګي کتابتون نه درلود د قلم ټولني لخوا دا شپاړسم کتابتون دی چې پرانیستل کیږي د قلم لار ټولني نور کتابتونونه په نورو ولایتونو کې پرانیستل سوي دي تر څو په سیمه کې ټول لوستي ځوانان تري د مطالعې لپاره ګټه واخلې  او خپل زیات وخت مطالعې ته ځانګړی کړي.

 
قلم لار ټولنه به په نژدي راتلونکي نور کتابتونه هم د عامې مطالعې په موخه د هیواد په نورو ولایتونو کې پرانیزي د یادولو وړ ده چې د قلم لار ټولني د غړو لخوا کتابونه د خلکو راټولیږي او بیا تري د اړتیا مطابق په سیمو کې کتابتونونه جوړیږي چې د کتاب راټولو کمپاین یې ډیرو ته معلوم او له دې لاري یې ګڼ شمیر کتابونه راټول کړي دي.