
اصلاً اسلام کې د ملت پالنې او نشنليزم تيوري هېڅ ارزښت نلري، بلکې د « نېشن تيوري » د دې لپاره وپنځول شوه، چې د امت، اسلاميت، يهوديت او عيسويت سترو مفاهيمو کې درز راپيدا کړي او کوچني يې کړي. هلته چې يهوديت او عيسويت حاکم دی د نشنليزم د اور لمبې دومره ډيرې ژبانده نه دي، بلکې چيرته چې د امت او اسلاميت مفاهيم ژوندي دي او کار ورته کيږي هلته د نشنليزم د اور لمبې رسيدلي او د لويو هڅو مخه يې ډب کړې.
د اسلامي نړۍ د پاشل کيدو او ويشل کيدو پيلامه تر ډيره له همدې تيورۍ سرچينه اخلي، امت وويشل شو او ورځ تر بلې کړاو ته ورنږدې شو.
اوس ستونزه داده، چې د سټيټ دننه د يو بل په وړاندې زغم له منځه ولاړ، که موږ د ملک دننه يو بل ته اوږې ښکته کړو او ملي ارزښتونو ته ټول يو ډول احترام ولرو بيا هم ډیره ستونزه نشته، خو درد خبره داده چې موږ د ملکونو دننه په کوچنۍ جغرافيه کې بيا هم په ژبو او سمتونو پاشل شوي يو، يو قوم بل قوم ته تن نه ږدي او يوه ژبه بلې ژبې ته نه تسليمږي.
د ملکونو دننه نشنليستي او قوم پرستي د ملکونو ځواک او پياوړتيا له منځه وړي او د ټولو په زيان ده، ښه به دا وای، چې موږ د ابراهيمي ملت په توګه تبارز کړی وای، خو اوس له بده مرغه دې نعمت نه بې برخې يو؛ راځئ چې د افغان په توګه تبارز وکړو او خپل ټول وياړونه افغانستان ته منسوب کړو، نه کومې ژبې، قوم او سمت ته.
د پياوړي او با ثباته افغانستان په هيله!
درنښت