درې وتلي ژورنالېستان په لمر کې!

افغانستان ته د څو ژورنالستانو پلاوی په دې عنوان تللی وو، چې د روغې جوړې، امن او ټيکاو له پاره عامه ذهنيتونه ورغوي، دې پلاوي کې د پاکستان وتلی ژورناليست او انکر حامد مير ، يوسفزی او سليم ساپی هم وو.
درې واړه لمر تلويزيون ميلمانه کړي وو، خپرونه د ګپ شپ وه، خو منځ منځ کې يې ډيرې خوږې او زړه پورې خبرې هم درلودې.

حامد مير د خبرو په منځ کې وويل، چې ځينې ژورنالستان او سياسي مبصرين ځاونونه بې طرفه بولي خو په حقيقت کې هغوي درواغ وايې، هېڅکله بې طرفه کيدلی نه شي.

په دې خبرې سره يې، د ژورناليزم په تيورۍ کې هغه خيالي اصل مات کړ، چې وايې: (ژورنالېست هېڅ دين نلري) او بايد ضرور بې طرفه وي.

د ژورنالېست په تعريف کې يې راته دا ټکی هم ډير جالب وو چې: ژورنالېست بايد د ظالم غندنه او د مظلوم پلوي وکړي، که د مظلوم له ملاتړه په دې خاطر سترګې پټوي، چې ګوندې بې طرفه ثابت شي غلط کار دی، ژورنالېست ورته نه شو ويلی.

دا يې هم وويل، چې ژورنالېست زړه بايلي او مينيږي هم!
يو اصل داسې هم شته، چې ژورنالېست مينه نه کوي، البته هغه مينه چې هلک او جينۍ په نري تار تړي.