د شیخ الحدیث علامه محمد ادریس صاحب حفظه الله په شخصیت څو کرښې

شیخ الحديث مولانا محمد ادريس په ۱۹۶۱ میلادي کال د چارسدې په یوه مشهوره علاقه ترنګزیو کې پیدا شو. دده د پلار محترم نوم مولوی حکیم عبدالحق وو .

د نوموړي شیخ محمد ادریس دامت برکاتهم العالیه د نیکه نوم شيخ الحديث مفتي شهزاده چې د دارالعلوم دیوبند فاضل و، هغه هم یو ستر علمی شخصیت او د خپل دور غټ مفتي ، دقادیانانو خلاف ستر مناظر او شیخ الحدیث و.

د شیخ ادریس صیب د غور نیکه نوم شيخ مولانا محمد اسماعيل و، کوم چې د مشهور عالم علامه شمس الحق افغاني استاد وو او په خپله علاقه کې د شيخ په نوم سره مشهور و.

شیخ محمد ادریس د عالي شهرت یافته عالم شخصیت حضرت مولانا حسن جان مدني زوم دی.
د حضرت شیخ دوه زامن دي، یو یې مولانا انیس احمد کوم چې ددیني تعلیم په حصول مصروف دی.
بل یې محمدسلمان کوم چې طبي علوم حاصلوي.
تعلیم او تربیه:
شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس صیب ابتدایي دیني تعلیم له خپل پلار او نیکه څخه دمکتب سره سره حاصل کړو ، د لسم صنف څخه تر فراغت وروسته د چارسدې داتمانزیو دارالعلوم نعمانیه کې یې یو څه درسونه وویل ۔ لوړې دیني زده کړې یې د اکوړي دارالعلوم حقانیه کې د شیخ الحدیث مولانا عبد الحق او شیخ الحدیث مولانا مفتی محمد فرید صاحب رحمهما الله څخه مکمل کړلې.
شیخ الحدیث صیب عصري تعلیم د پیښور پوهنتون نه حاصل کړی.
دغه پوهنتون کې یې د عربی او اسلامیات د ایم۔اے ډګري ترلاسه کړه.
تدریسي خدمات:
شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس صاحب د دیني تعلیم پوره کولو وروسته د چارسدې په جامعه نعمانیه د مدرس په طور پاتې شو، او تقریبا ۱۵ کاله یې ددیني علومو او فنونو درس ورکړو ، وروسته دارالعلوم اسلامیه تنګي کې د شیخ الحدیث په طور پاتې شو او نهه ۹ کاله یې د دورہ حدیث تمام کتابونه تدریسول.
بیا یې په خپله علاقه کې شپږ کاله صحیح البخاري او جامع الترمذي تدریس کړل.

او اوس مهال د ۲۰۱۳ میلادي کال راهسې دارالعلوم نعمانیه کې د شیخ الحدیث او صدر المدرسین مقام خپل کړی ، نوموړی دغه مدرسه کې صحیح البخاری کامل او جامع الترمذی کامل تدریسوي ، د بخاری او ترمذی مسلسل تدریس کولو کې دنوموړي ۲۰ کاله پوره شول.

نوموړی ددې ترڅنګ د اکوړي دارالعلوم حقانیه کې هم تدریس کوي او یو وار د ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۷ میلادي کال پورې د خیبر پښتونخوا صوبایي اسمبلۍ غړی پاتې شوی.
د شعبان په رخصتیو کې د موقوف علیه دوره کوي چې په دې دوره کې ورسره تقریبا دوه زره شاګردان وجود لري.