
بعضې فتواګانې دې مفتي سره پاتې شي!
ھر قومندان او هر مشر ته په کار چې همداسې فکر وکړي چې...صیب وایي او هغه دا چې قومندان او مشر ښه مشر او ښه رهبر هغه دی چې د وطن د اولاد، سرباز او مدافع د وینې د توېیدو مخه ونیسي او سرونه یې وساتي او ددې لپاره کار وکړي. خودا حکم اول مطلق نه دی، داسې لحاظات او حالات راځي چې د وطن، سنګر یا کفن شعار مطرح، او د عزت او وطن وطن ساتنه قرباني غواړي. هو مشر، قومندان او د سنګر مشر ته پکار ده چې حد اکثر د وینو توېیدو مخه ونیسي او د سر ساتنه وکړي. خو که سرباز وایي وطن یا کفن، ددې شعار مانع هم نباید شو. له بلې خوا بیا مصلحت دا دې د قومندان سره د سر ساتنې یوه ستر موخه او هدف پاتې وي.
وقت ضرورت چو نماند ګریز
دست بګیرد سر شمیر تیز
له بلې خوا یو سیاسي مشر او بل نظامي مشر. ددوی دواړو د خبرو تون او لهجه فرق کوي. مشکل هلته راولاړیږي چې یو د بل په صلاحیت او کار کې مداخله وکړي او خپل ځای و نه پيژني.
سیاسي مشر هر اړخیزه او د قضایاو ټول جوانب سنجوي او د خپل وطن د سربازانو د وینو تویدو نه مخنیوی کوي او د هدف او موخې ته د رسیدو پر نورو لارو چارو اول او اساسي تمرکز لري، خو قمندان او نظامي مشر د جبهې په ډګر کې سرښندنې او قربانۍ ته حاضر او د وطن او مقدسو اهدافو او موخو دفاع د سر د ورکولو تر حده د خپل سیاسي مشرتابه د هدایت سره سم اجراء او عملي کوي او عملي کولو ته حاضر دی. سرورکوو خو سنګر نه ورکوو! مونږ ځان قربان کړ او نور به زمونږ په لاره د سنکر دفاع کې پاتې او استوار وي. آما حسابي شخص او نور مال انسان ځان بې ځایه نه هلاکوي، شجاع او مېړنی دی اما تهور ته دقت کوي.
تهور له شجاعته پورته او اورته ځان اچول دي.
د تهور او استشهادي تر مېنځ شباهتونه شته خو د استشهادي، انتحاري او استحماري تر مېنځ باید فرق وشي.
د دښمن د لیکې مېنځ ته ورتلل او ددښمن مېنځ کې پوځي عملیات کول او کافر دښمن چې ستا پر حریم تجاوز کوي او ستا اجازه نه شته چې ستا حریم ته راشي او د هغه تباه کول به استشهادی عمل وي او د هر په کلکه قضې دقیقه سنجونه په کار ده.
آما د عوامو او خلکو مېنځ کې، د سپږې لپاره پوستین سوځول، د مسلمان نه د توبې فرصت اخیستل، د بې ګناه انسانانو ځان، کور، مال او عزت تاواني کول او له مېنځه وړل، له نورو ټولو ممکنو او مشروع وسایل او امکاناتو نه چې وسیله د هدف قرباني نه شي کار نه اخیستل او هغه کار کول چې نن یې د یې په نامه طالب او یا داعش د اسلام په نامه کوي، دا غېر شرعي، حرام او استحماري عمل او انشاء الله د مرتکب، فتوی ورکوونکي او ممد ځای جهنم دی.
انتحاري لږ عام مفهوم دی او هغه حالت دی چې د یو کس د سیاسي او یا غیر سېاسي اهدافو او موخو لپاره د ځان وژنه او يا د ځان او بل وژنې په قصد او موخې کوي. دا کار هم حرام او نا مشروع کار دی.
الله (ج) دې مونږ ته هدایت د نيكۍ وکړي! آمین