جنګ په ايمان ګټل کيږي او که په وسايلو؟

د ډېر پخوا راهيسې دغه معقوله اورم چې "جنګ په ايمان ګټل کيږي". خو نن مې دغه خبره په دماغو کې تاوېږي راتاوېږي چې بيا نو ولې په هرځاى کې مسلمانان خوار او ذليل دې؟ ولې په هرځاى کې په مسلمانانو ظلمونه کيږي؟ آيا په مسلمانانو کې ايمانونه نشته که څنګه؟ که ايمان پکې نه وي، نو بيا د مسلمان او کافر توپير په څه کې دې؟ او که ايمان پکې وي، نو بيا د جنګ ګټونکي څنګه ندي؟ 
 
د جاپان او امرېکا په جنګ کې نژدې وو چې امرېکا د ماتې سره مخ شوى وو، خو د امرېکا خوشبختي پدې کې وه چې شپږ مياشتې وړاندې يى اتوم بم جوړ کړې وو او جاپان ته يى بېرته د اتوم په وسيله ماتې ورکړه ـ نو اوس که راشو چې دغه د امرېکا او جاپان په جګړه کې څوک ايمانداره وو او څوک بې ايمانه؟ آيا امرېکې دغه جنګ د جاپان څخه د ايمان په زور ګټلې وو او که د وسايلو په زور؟ 
همدغه شان هېټلر ټوله اروپا ونيوله او په ميليونونو انسانان يى ووژل، د ايمان په زور که د وسايلو په زور؟ بېرته په روسيه کې سټالين، هېټلر ته ماتې ورکړه، د ايمان په زور او که د وسايلو په زور؟
 
ځيني دوستان پدې اند دي چې د رسول الله ص په زمانه کې د مسلمانانو تعداد لږ او د کفارو تعداد ډېر وو خو بيا هم مسلمانان په هر ميدان کې بريالي وو ـ سمه ده خو آيا د نن مسلمان د صحابه کرامو د پښو د ګرد په اندازه هم ايمان لري؟ آيا په اوسني وخت کې موږ په رېښتيا هم صحيح مسلمانان يو؟ آيا موږ قرآن په درسته معنا مطالعه کړې؟  آيا موږ د اسلام لپاره جنګيږو او که د نورو د ګټو لپاره؟ 
 
که مسلمانان د ايمان سره سره د وسايلو څخه هم استفاده وکړي نو د اسلام سره به په ټکر کې وي او که قرآن به مو درست تعبير کړې وي؟ نو موږ خو نه سم ايمان لرو او نه وسايل ـ ځکه چې ايمان په قرآن او احاديثو عمل کول دي او وسايل علم غواړي ـ موږ نه په قرآن عمل کړي او هم د علم سره دشمني لرو او ورته د انګريزي علم خطاب کوو ـ 
 
که نن د فلسطين مسلمانان په عصري حربي وسايلو سمبال واى، آيا د دوى به دا حال وو؟ آيا بېت المقدس د اغيارو په مرکز بدلېدلاى شو؟ د مسلمانانو سره خواخوږي په شعارونو کې نده نغښتې بلکه ځانونه د علم په ګاڼه سمبالولو کې ده ـ د اسلام په صحيح تعبير کې ده ـ نه تش په نامه نعره تکبير، الله اکبر چې په معنا او مفهوم يى هم نه پوهېږو ـ
که غواړۍ چې نه يواځې فلسطين آزاد شي، بلکه د دنيا ټول مسلمانان ددې بدبختيو راووځي نو نر، ښځې، ماشومان او ځوانان په علم پسې پېنڅې رابډوهئ ـ ځانونه د علم ليوني کړئ ـ ځانونه د علم تږي کړئ ـ په علم پسې دومره وګرځئ او د الله ج په ټولو علمونو کې دومره تحقيقات وکړئ چې د زمان او مکان څخه ووځۍـ  زمان او مکان ته نه پوهېږۍ ـ د علم په تکل کې لوږې، تندې، ستړيا او غريبۍ ته مه ګورئ ـ کله مو چې ځانونو د دنيا څخه يو دوه ګوتې جګ کړل، بيا د مسلمانانو آزادي شونې ده کنه دا شعارونه هسې خوبونه دي او د جهالت علامې دي ـ 
ومن الله توفيق
 احمد منصور وزير