دامریکا د جنوبی اسیا ستراتیژي او اثرات یی پر افغانستان

 تر اوو مېشتو ځنډ او انتظار وروسته د امریکا د متحده ایالتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په جنوبی اسیا او افغانستان کې د خپل هېواد د ښکېلتیا په اړه ستراتیژي اعلان کړه.
د ښاغلي ټرمپ د ستراتیژي  لوی ټکي:
۱- امریکايي ځواکونه له افغانستانه ،نه وځي
۲- د پاکستان طالب پالنه نه زغمي
۳- او هند لا پراخې لوبې ته رابولي.
۴-د امریکا جګړه د ملت جوړونې لپاره نه ده
۵- امریکا جګړهد ترهګرو د وژلولپاره ده.
۶- د افغان چارواکو لپاره د ټرمپ سختې خبرې په ډلو وېشلۍ او په فساد ککړ افغان حکومت د ډیموکراتیکو ارزښتونو پوهاوي کې نور ماشوم نه دی.
۷- واشنګټن به کابل ته سپین چک ورنه کړي ترمپ ویلی"زموږ ملاتړ نامحدود نه دی...امریکایان د رښتینو اصلاحاتو، پرمختګ او پایلو تمه لري."
۸-سوله د افغانانو خپل کار دی
مخکی لدی چی د ترمپ ستراتیژی چان کړم غوارم د ذیربطو هیوادو او مشرانو  نظریات هم په مختصر ډول ذکر کړم:
1-    افغان ولسمشرمحمد اشرف غني د ولسمشر ټرمپ نوې تګلاره تلپاتې ژمنه بللې. ولسمشر غني ویلي له دغې ستراتیژۍ سره به د افغانستان د امنیتي ادارو وړتیاوې لوړې شي.
2-    عبدالله عبدالله وايي، دغه ستراتیژي لنډمهالې او اوږدمهالې پایلې لري چې د افغان ځواکونو د په پښو درېدو لامل ګرځي او د جګړې معادله به د افغان ځواکونو پر ګټه را وڅرخوي.
3-    پخواني ولسمشر حامد کرزي د ولسمشر ټرمپ نوې پالیسي غندلې ده. ښاغلي کرزي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، چې د امریکا متحده ایالتونه باید هڅه وکړي د خبرو او سوله ییزو اقداماتو له لارې په افغانستان او سیمه کې جګړه پای ته ورسوي.
4-    په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي فرانز مایکل ملبین، د دغې ټولنې  پر رسمي ټوېټرپاڼې لیکلي: "زه د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ د سیاست د اعلانولو هرکلي کوم. تر دې وروسته ګام به د ثبات پر لور تګ وي."
5-    چین بیا د پاکستان ملاتړ  وکړ. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون‌ینګ وویل، پاکستان د ډېرو قربانیو په ور کولو سره په دغه برخه کې (اړینه همکاري) کړې ده. هغې وویل: "موږ باور لرو چې نړیواله ټولنه باید پاکستان د ترهګرۍ د قرباني هېواد په توګه وپېژني. "
6-    پاکستان په افغانستان کې د سولې او ټيکاو لپاره تر خپله وسه هڅې کړې او د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره يې تل قربانۍ ورکړې دي.
7-    د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان وايي امریکا د خپلې ناکامۍ پړه پر پاکستان اچوي. دی وايي امريکا يو ځل بيا د خپلې ناکامې او په ژوره توگه نېمگړې افغان تگلارې پړه چې څه د پاسه يوه لسيزه غځېدلې، پر پاکستان اچوي.
8-    طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ټرمپ دا ستراتیژي د جګړې پر دوام ټینګار بللی او وايي، چې د دوی پرضد به جګړه کوي.
اعلامیه لیکي:"ترهغو چې یو امریکايي عسکر هم زموږ په هېواد کې وي او امریکايي مشران جګړییزه تګ لاره تعقیبوي موږ به په پیاوړې روحیه، پوره عزم او لا ډېر متانت سره د هغوی په وړاندې "جهاد" کوو".
9-    د هند د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، موږ د افغانستان د ستونزو د کابو کولو او د ترهګرو ډلو د خوندي پټنځیونو په برخه کې د امریکا د هڅو د زیاتېدو ملاتړ کوو.
10- روسیه هم په مجموع کی د ترمپ د ستراتیژی سره خپل مخالفت اعلان کړ او ناکاره یی وبلله.
د ترمپ ستراتیژی یا د امریکا د متحده ایالاتو ستراتیژی د جنوبی اسیا لپاره د امریکا د لنډ مودی او اوږدی مودی د منافعو د تامین په خاطر جوړه شوی ، نه د افغانستان د امن او سوکالی لپاره ،خو کیدی شی په سیاسی درایت  د امریکا د موجودیت او مجبوریت څخه افغان حکومت پخپله نفع استفاده وکړي .د بیلګی په ډول په امنیتي قرارداد باندی تجدید نظر وشي ددی  په عوض چی امریکا د افغان اردو او پولیسو تجهیز د منت په شکل کوی ښه به دا وي چی په امنیتي قرارداد کی دا تسجیل شی  چی اډی درکوو خو د هری اډی په مقابل کی معین مقدارکرایه غواړو پدی کار به هم له ګداي خلاص شو او هم خپله اردو،پولیس او ملکی اداری د خپل ضرورت پر اساس تجهیز او تمویل کړو له هر چا چی مو زړه غواړي .
افغانانو په مجموع کی خوشباور او صادق خلک دي لکه څنګه چی افغانی خلقیانو او پرچمیانو دافغان روس دوستی ابدی بلله اوس هم افغان حکومت او غرب دوستان  د امریکا دوستی دایمی انګیری خو حقیقت دا دی چی د دولتونو راکړه ورکړه دملی  منافعو په اساس ټاکل کیږی نه دایمی دوستی شته او نه هم دایمی دښمنی.
امریکایی ځواکونه  له افغانستانه نه وځي دا ترمپ پریکړه ده خو کی څوک پریږدی زه شخصاً د ترمپ په  خبرو چندان باورنلرم نن یوه خبره  سبا ته بله خبره اخر بیا پښمانه او خجالت لکه د ولسمشری لمړی فرمان د بعضی هیوادو وګړی چی ممنوع الدخول اعلان شول  چی خپله امریکایی قاضېانو دا فرمان  رد کړ بیا یی شمالی کوریا ته اخطار ورکړ خو شمالی کوریا د هایدروجنی بم ګواښ وکړ او اوس خو یی د جاپان په لور توغندی هم وویشت خو ترمپ  تر اوسه پوری کوم د پام وړ اقدام ندی کړي دیته په کتو په افغانستان کی دایمی پاتی کیدل راته ناشوني ښکاري ممکن د ترمپ د ولسمشري په دوره کی به کوم تغیر رانشی خوراتلونکی  امریکایی ولسمشر به ضرورپدی استراتیژی تجدید نظر کوي پدی چی همدا اوس د جمهوری غوښتونکو تر نمنځ پوره توافق نشته دی سیاسیون د نوی استراتیژی په بریا شکمن دی خو د پنتاګون جنرالان چی اوس د ترمپ د کابینی مهم پوستونه له دوی سره دی د امریکا بریالیتوب د په اصطلاح ترهګری ضد جګړه کی د ټوپک له خولی ویني  حال دا چی جنرال نیکلسن د امریکا عسکری قومندان په افغانستان کی حالات په ټپه دریدلي بولي برعکس دددونالد رمپ د ادعا چی امریکایی  قوتونو د نوي استراتیژی له جوړیدو وروسته پرمختګونه کړی،  وخت به وښی چی کامیابیږی او که نه خو یوه خبره بلکل واضیح ده چی لر اوبر افغانستان به ړنګیږی ددیورند د منحوسی کرښی دواړه طرفه پښتانه به دربدر او خاوری په سروی .
د امریکا ستراتېژی د روس،چین ،ایران او پاکستان د مشترکی ستراتیژی په مقابل کی جوړه شوی . دروس،چین او پاکستان اتحاد د امریکا او ناتو په مقابل کی د ۲۰۱۶ م کال په اواخرو کی جوړ شو ایران او ترکیه هم ورسره موافق او همکار دی ددی ستراتیژی بنیادی هدفونه :
 - د امریکا مزیده بوختیا په افغانستان کی ممکن امریکا او ناتو دداسی برخلیک سره برابر کړی لکه روسان په افغانستان کی.
- په شرقی اروپا او منځنی ختیځ  کی د امریکا د نفوذ کمول  چی روس بعضی لاس ته راوړنی هم لری لکه د کریمیا الحاق، جورجیا ته ګوشمالی،د بشار درژیم ساتنه او دداعش ځپل او اوس روسانو دا هلی ځلی هم شروع کړی چی که وکولی شی چی د تیلو او ګازو قرارددونه هم تر لاسه کړی او د عربستان سره خو یی د سلاح پلورلو لوی قرارداد هم لاسلیک کړپه عین وخت کی عربستان د امریکا سره هم غټ ترین تسلیحاتی قرارداد لاسلیک کړی اوملک سلیمان اولین پادشاه د سعودی دی  چی مسکو ته یی عالیتربه رسمی سفر وکړ دی ټولو ته په کتو   دکاسی لاندی نیم کاسه شته چی په  راتلونکی کی به معلوم شی خو زما شخصی برداشت دادی چی سعودی به د عراق او لبیا په سرنوشت ممکن اخته شی او دغه دام واشنګتن او مسکو په شریکه ورته ایښی دی اوپه ایران یی عملی کوی چی عاقبت یی مسلمان د مسلمان په لاس وژل وی او کفری نړی به ننداره کړی.
- په نړیواله سطحه د امریکا د یکه تازي مخنیوي چی پدی لړ کی چین د شمالی کوریا په واسطه امریکا او متحدین یی لکه جنوبی کوریا، جاپان، استرالیا او حتی خپله امریکا ته هم اخطارونه ورکوی .
- د پاکستان طالب پالنه نه زغمي خود داعش تریننګ ورسره منی د امریکا د ستراتیژی د ناکامولو لپاره همدا کافی ده  چی له پاکستان څخه د داعش تریننګ غواړی هسی خو هم امریکا او ناتو د خپلو پوځیانو لوژیستیکي او تسلیحاتي اکمالات د پاکستان په لاره کوی د هوایی حریم نه یی هم د طالبانو د ځپلو لپاره کار اخلی د ټولو ښکاره فکتونو په اساس امریکا اوس هم پاکستان ته ضرورت لری نو لا تر اوسه هم پاکستان باج اخیستی شی هرکله چی پر پاکستان نړیوال فشار زیات شی د طالبانو او یا هم د نورو امریکا ضد ډلو یو مشر امریکا ته تحفه کړی یا ددیورند په کرښه   پښتانه د ترهګری په  نوم له  تیغ تیر کړی  په هغه کرښه چی پخوا د پنجابی ته بنګ ورکړی وی که به ورته نیژدی شوی اوس په زغرده  پوستی او دروازی جوړه وي اذغن مزی او خندقونه باسی  او دا چی امریکا او پاکستان څومره نوری پټی یارانی لری خدای پوهیږی خو  پاکستان چی نوک ځای کړی بیا سوک ځای کوي او په یو تیر دوی پاختی ولي هم د داعش روزنه کا چی روس،چین او ایران ته سر خوږی جوړ کری او هم د طالبانو حمایه ته دوام ورکوي چی امریکا په ګونډو کړي دا چی دا ډلی څومره تخریبی عملیات په افغانستان او نورو ملکو کوي دا د پاکستان لپاره مهمه نده مهم دا ده چی د پاکستان غصبی تمامیت ارضی ته صدمه و نه رسي  د پاکستان جغرافیه دیره ماتیدونکی ده پدی چی د پښتنو او بلوڅانو ځمکی په چل او دوکو د انګریز لخوا غصب او خلک یی یرغمل شوی دی د فغانستان سره د دیورند د کرښی ټینګول  د افغانستان او هندوستان د ګډی احتمالی یرغل د دفاع او  مخنیوی لپاره دی او هم ددی لپاره چی په اشغالی افغانستان باندی خپله سلطه نوره هم ځواکمنه کړی نه د ترهګرو د رفت آمد د بندیدو په خاطر . د امریکا لپاره اوبه تر ورخ اوښتی دي او د پاکستان ډارول هم دومره اسانه کار ندی خاصتاً اوس چی ځان یی د روس او چین په لمن کی اچولي دي.
امریکا غواړي چی هند د نوی استراتیژی یو فعال لوبغاړی وي خود هند د ملت پاله حکومت هم زړه کیږی هم ساړه پدی معنی چی کله د کرزی په وخت کی افغانستان د عسکری توکیو د اخیستو وړاندیزوکړ د هند حکومت دا وړاندیز و نه مانا خو په ملکی او سوداګری مسایلوکی خپله اماده ګی له 2001 م څخه تر نن پوری ښودلی ده او ددی تر څنګ د پښتنو او بلوڅو ملتپالان د خپل دښمن یعنی پاکستان پرضد هڅوی او د لوی افغانستان په نامه پروژه د افغانستان د ننه او بهر تمویلوی خو داسی چی د امریکا سره لکه د ناتو په شان لاس ورکړی د اوس لپاره راته بعیده ښکاري .
د امریکا جګړه د ملت جوړونې لپاره نه ده موږ افغانان ییستاسوله  جوړولو  تیر یو خو خرابوی مه راته . دلته امریکا او ناتو د یوه بنیادی اشتباه مرتکب شوي او افغانی ترجمان صاحبان چی د خارجیانو سره  په چوپړ اخته وو اوس لوړپوړي چارواکي دی یی هم په شد و مد بیانوی هغه د ملت جوړونی شعاری کلمه ده اول خو یو ملت  بل ملت  نه شی جوړولی او ملت جوړونه یوه اوږده او طبیعی پروسه ده چی په یوه واحده جغرافیه کی د مشتراکتو په اساس د هغو د استوګنو لخوا په طبیعی شکل جوړیږی . خو د یوه ملت تخریب د قومی ، سمتی، مذهبی او ژبنی اختلافاتو له امله اسانه کار دی کوم چی روس په افغانستان کی شروع کړ امریکا دوام ورکوی او طامع ګاونډیان ورته لمن وهی . د  دونالد ترمپ د ملت جوړونی او دولت جوړونی خبری د جناب په سیاسی نابلدی دلالت کوی زبرځواکونه تل  هڅه کوی چی د خپلی خوښی دولتونه جوړکړی ترڅو پخپله نفع ورڅخه کار واخلی په بن کی د  امریکا په لاس د اقلیتونو دولت جوړول د اکثریت پر ضد او همداراز د جان کیری د تفریق ملی دولت چی تراوسه یی کابینه نده تکمیل شوی نو زه دا ښه زیری بولم چی امریکا مونږ ته نور دولت یا ددوی په اصطلاح ملت نه جوړوی خدای وکړی چی ترمپ پخپله خبره کی صادق پاتی شی .خو د ملت رغونه په تعلیمی، اقتصادی،اجتماعی،زیربنایی،کلتوری او فرهنګی اړخوونو کی خورا مهمه  ده چی د افغانستان خلک ورته اشد ضرورت لری چی پخواشنی په 17 کالو بغیر د مبایل تیلفونو او هرزه تلویزونی چینلونو چی د افغانی اصیل کلتور او دینی ازښتونو په خلاف فعالیتونه کوی نور نو کومه خاصه لاس ته راوړنه نشته پایتخت لا تر اوسه د مکملی برښنا له نعمت څخه برخمن ندی نور ملک خو پریږده د امریکا او ناتو مارشال پلان د افغانستان لپاره په اولسو کالو کی ترویج د اداری فساد ،  رشوت، ملی خیانت، د مخدراتو قاچاق........ او د مافیایی کړیو او ملت دښمنو ډلو پنځونه وو او بس، خو اوس په نوې ستراتیژی لدی هم منکر شول دترمپ د خبرومعنی دا چی  خپل مخالفین وژنم ستاسو وطن ړنګوم چی مقصد می پوره شوخدای مو مل  شه نور کوم مسوولیت نه منم دا ډیر ښکاره پیغام د هغو افغانانو لپاره دی چی دامریکا موجودیت په افغانستان کی د ملت رغونی لپاره حیاتی بولي .
امریکا جګړهد ترهګرو د وژلو لپاره ده.  ایا دا رښتیا ده ؟ او که هسی د نړیوالو په سترګو کی خاوری شیندل ؟ اوه لس کاله وړاندی صرف ددوی د ادعا په اساس القاعده یوازینی تروریستی فعاله ډله په افغانستان او نړی کی وه حتی طالبان او نور افغانی حزبونه چی د امریکایی اشغال مخالفین وو په تروریستی ډلو په لست کی نه وو صرف نامطلوب بلل کیدل خو د شمال ډلګي د روس او ایران په مرسته طالبان ، حزب اسلامی افغانستان او حقانی ډله په ناحقه په تروریستی لست کی شامل او هغوی مجبور کړل چی د خپل ځان څخه دفاع ته اړ شی پدی کار امریکا او ناتو  خپل یرغل ته مشروعيت ورکړ او شمال ډلګي ځان ته میدان شغالی کړ چی تراوسه مزی کا او د سولی د هر اقدام  سره مخالفت کوي . خو نن د امریکا د خپری شوی احصائیه په اساس شل تروریستی ډلی فعالیت کوي نو زما په اند  د جګړی د تودو ساتل لپاره امریکا او منطقوی متحدین یی دا ډلی جوړوي او تجهیز کوی تر څو خپل اهداف لاس ته راوړي او که دا لړی دوام وکړی ممکن لس کاله وروسته دوه چنده شی.
د افغان چارواکو لپاره د ټرمپ سختې خبرېپه ډلو وېشلی او په فساد ککړ افغان حکومت د ډیموکراتیکو ارزښتونو پوهاوي کې نور ماشوم نه دی. دا یو ډول اخطار دی خاصتاً هغه چی د روسانو سره تار غړی دا مفسدین هم اوس پدی پوهیدلی چی د دوی ارزش د امریکا لپاره د پیپسی د بوتل دی چی د پیپسی د چښلو وروسته د خالی بوتل ځای ډیران  د مرداریو وی نو ددغه مفسدینو ځای هم د تاریخ ښوره ځای دی تردی زیات چاڼ یی ندی په کار.
واشنګټن به کابل ته سپین چک ورنه کړي ترمپ وویلی"زموږ ملاتړ نامحدود نه دی...امریکایان د رښتینو اصلاحاتو، پرمختګ او پایلو تمه لري.دا خو دیره ښه خبره ده چی پدی لړ کی اشرف غنی بعضی جدی اقدامات کړی او امریکا سره یی دا تعهد کړی چی د فساد پر ضد به جدی مبارزه کوي خو دومره اسانه هم نده د ارګ د لوړ پوړیو چارواکو څخه نیولی بیا تر پیاده پوری د خپل پوزیشن په اندازه په فساد کی ښکیل دی یو په لک کی که  پاک هم وی ولو چی وزیر هم وی کوم مثبت تغیر نشی راوستلی اوس کی امریکا سپین چک یا  تور چک ورکړی او که نه دا د فساد ډنډ پاکول اسانه کارندی دا امیر عبدالرحمان غوندی وسپنیز ولس مشر غواړی چی داسی ډله یا حزب ولری چی په تمامه معنی ټول یو ګډ هدف ولری او یا هم لکه سنګاپور چی د فساد پر ضد داسی جدی قانون جوړ او تطبیق کړی یعنی  مفسد او د دار  حلقه ممکن فساد تر یوه حده کم شی خو د اشرف غنی په خالي چیغو چی وایی "مفسدین را  در قفس پرتن" تر هغه کافی ندی تر هغی چی په رښتیا یی لوی مفسدین لکه عطا نور .... په قفس کی نه وی اچولي   .
سوله د افغانانو خپل کار دی یعنی که افغانی سیالی ډلی تر خپل منځ سوله کوی که جنګ ددوي خپل کار دی . سوله د افغان ولس لپاره آب حیات ده خو د امریکا او متحدینو لپاره یی کوم خاص ارزښت نلری برعکس د امریکا د رقیبانو لپاره لکه روس، ایران او پاکستان لپاره تحدید ګنل کیږی پدی چی روسیی ، ایران او پاکستان اوس امریکا او ناټو د امپراطوریو په هدیره کی راګیر کړي دي همدا یی وخت دي چی د لاس او پښو یی و غورزوي له همدی امله یی د طالبانو په تمویل او تجهیز لاس پور کړی او هم یی په کور د ننه پنځم ستون ته وظیفه ورکړی چی د سولی سره مخالفت وکړی چی پدی لړ کی د لیونی عطا محمد نور خیالی اخطارانو ، د دوستم او محقق کړچاړی چی زیات صلاحیتونه غواړی ، د ضیا مسعود خیالی موقت حکومت ، د حامد کرزی د لوےجرګی وړاندیز او همدا راز د عبدالله کوکی په امریکا ، نړیوال سازمان او کانادا کی د طالبانو په ضد د جګړی په دوام او د امریکا د جګړیزی استراتیژی په حمایت حال دا چی پدی سفر کی باید ټول کوشش او ترکیز د سولی د پروسه په حمایت شوی متاسفانه جناب عبدالله د همیش په څیر د جنګ او شرارت دانی وشیندی ، مرکزی حکومت خو هسی هم په کراماتو او د اشرف غنی په چیغو او د اتمر په چل ول چلیږی . د ارګ ځواب د عبدالله د جګړیزو اظهاراتو په مقابل کی دا وو چی حکومت د مخالفینو سره د سولی په تړاوهیڅ مخکنی شرطونه نلری حاضر دی چی د سولی خبری زر تر زر شروع کړی.
 
افغان ولسمشرمحمد اشرف غني د ولسمشر ټرمپ نوې تګلاره تلپاتې ژمنه بللې خو دا خیال دی محال دی او جنون پدی ماشوم هم پوهیګي چی امریکا پخپلو مفاداتو پسی ده او خپل اهداف یی هم ښکاره کړی نور نو توضیح نه غواړی.

عبدالله عبدالله وايي، دغه ستراتیژي لنډمهالې او اوږدمهالې پایلې لري بلکل همداسی ده اوږد مهالی پیالو یی تنها   شیطانه امریکا پوهیږی خو لنډ مهالی یی د امنیتی وضعیت خرابی له کابل نیولی بیا تر هری ولسوالی او علاقه داری پوری . د بیلګی په ډول د ملکی وګړیو د تحفظ او عدالت ډله تنها د سږکال د اګست د میاشتی تلفاتو رقم په بیساری ډول زیات ښودیلی دی ۲۵۴ ملکی افغان وګړی مړه شوي ، د زخمیانو شمیر بیا ۳۶۶ چی اکثریت یی ماشومان او ښځی دی اکثریت د تلفاتو په هلمند، ننګرهار،کابل او هرات کی ښودل شوي . د مخا لفیونو موتر بمونه ، ځان وژنکي عملیات ،د سړک د غاړی ماینونه ، راکتی او د هاوان حملی ، هدفی وژنی او همداراز د امریکا هوایی حملی په شمول د بی پیلوت الوتکو بمباریو کی د پام وړ زیاتوالی راغلی دی .د  یوناما په راپور کی راغلی چی تنها  د هوایی حملو په تلفاتو کی ۴۳% زیاتولی راغلی دا یی لنډ مهالی پیالی دی جلالتماب عبدالله ! عبدالله او په مجموع کی د شمال جاسوسه او مزدوره ډله چی خپلی منافعی په قومی ، لسانی او سمتی جنګو کی ویني نو د هر هغه پلان او ستراتیژی چی بنیاد یی د جنګ په اساس وی تائیدوی او د هر سولیزاقدام سره په مختلفو عنوانینو او لارو مخالفت کړی او کوی یی. په افغانستان کی د سولی راتګ ددغه منفوری جنګ طلبی او فاشیستی ډله چی په واک او ځواک وی راته سخته ښکاری روڼ اندیو طبقه باید په یوه اواز دغه منفوره ډله د قدرت له اهرام څخه لاندی و غورځوي او د بین الافغانی سولی په راتلو کی سره هڅه او هاند وکړی .
افغان چارواکو ته پکار دی چی له فرصتونو ښه استفاده و کړی د همدی استراتیژی له موادو په استفادی سره .
امریکايي ځواکونه له افغانستانه ، نه وځي تر نا معلومی مودی دا خبره د کانی کرښه نده د ترمپ تر ریاست جمهوری او د جمهوری غوښتونکو تر دوری محدوده ده چی ۳ کاله کم و زیات پاتی دی فرضاً د اوږدی مودی حضور غواړی اوس باید افغان چارواکی دا پوښتنه له امریکایی مقاماتو په زغرده وکړی تر کله پاتی کیږی ؟ د امیر عبدالرحمن خان د تحلیل په اساس د لری دښمن سره د دوستی تار غړل دومره خطرناک ندی لکه د نیژدی دښمن سره پدی چی لری دښمن اخر په تنګ کیږی خپل ملک ته درومی خو نیږدی دښمن بیا هڅي کوی چی په ځان کی د حذف کری په هر صورت  امریکا باید د خپل حضور قیمت لکه څنګه چی پاکستان او مرکزی اسیا هیوادونو ته نغد او چغد ورکوی افغانانو ته یی هم باید ورکړی دا هغه محال کیدی شی چی ستراتیژیک تړون کی بنیادی تغیرات د دواړو غاړو د منافعو په اساس راوړل شی پدی پیسو به له ګدایی افغان ملت خلاص شی د خپلی اردو ، پولیسو ، دولتی مامورینو او انکشافی پروژو تمویل د افغانانو د لمړیتوبونو په اساس وټاکل شی خپله لاسه ګله لاس .
د پاکستان په مقابل کی داسی جدی سیاست غوره شی چی مرګ ته ونیول شی په تبه خود بخود راضی کیږی . امریکا اوس د پاکستان سره دومره تاوده مینه نه پالی پدی چی امریکا اوس هندوستان خپل ستراتیژیک او اقتصادی ملګری بولی د پاکستان تاریخ مخ په تیریدو دی له همدی امله پاکستان د روسانو لمنی ته ځان اچولی چین خو یی هسی هم پخوانی ملګری دی . بل دلیل دا دی چی پاکستان په ډیرو پیسو د امریکا او عربانو مزی کړی اوس نه امریکا ډیری پیسی ورکوی نه عربان پدی چی د امریکا اقتصاد د افغانستان او عراق په جګړو کی کافی زیانمن شوی نور د دالرو د بادولو توان نلری هر دالر حساب غواړی حتی د افغانستان مفسدین فی الارض ته یی هم اخطار ورکړ چی نور سپین چک نشته ، بل عامل یی د پاکستان سیاسی منافقت دی هم د امریکا سره ملګرتوب کوی او هم یی مخالفان د اسلام اباد په بنګلو کی ساتي نور د امریکا لپاره دا چل ول د منلو ندی. خو امریکا  دیر جدی عکس العمل هم د پاکستان مقابل کی ندی ښودل یی چی د افغانستان په نفعه تمام شی حتی د امریکا لفظی جدیت د افغانستان په ضرر تمام شوی تر اوسه د بیلګی په توګه د امریکا د جنوبی اسیا د ستراتیژی د اعلان څخه وروسته بمی چا ودنی زیاتی شوی دی په ټول افغانستان کی په شمول د پایتخت ، د اذغن مزی تمدید د دیورند په فرضی کرښه، په کنړ ولایت راکتی حملی پدی نامه چی تروریستان ځپی خو په حقیقت کی پدی کار سره د امریکا نبض ګوری چی ایا امریکا په رښتیا  د آفغانستان پخوا کی د پاکستان په مقابل کی دریږی او که نه دا دول حملات د امریکا او د کابل د دوه سری حکومت د ستراتیجیک ټړون څخه مخکی او وروسته له لاسلیکدو شوی وی چي نه افغانستان کوم جدی عکس العممل وښود او نه هم امریکا، ولو چی ملکی تلفات یی هم درلودل او هم په سلګونه کورنی بیځایه شوې .
افغانستان حکومت ته پکار دی چی د مختلفو چینلونو امریکا پدی متقاعد کړی چی مرکزونه  د شرارت په اسلام آباد، لاهور،ایبت آباد ، کراچی او پنډی کی دی . امریکا که رښتیا تروریستان ختموي نو باید  هوایی او زمینی عملیات د اټک نه هغه خوا د پاکستان په خاوره کی وکړی، د دیورند د قرارداد وخت لا پخوا ختم شوی دی د افغانستان خاوره باید افغانانو ته وسپارل شی اول خو به حق حقدار ته ورکړل شی ،دوهم د وحشت کوم مرکزونه چی په قبایلی سیمو کی جوړ شوی د افغان او متحدینو لخوابه پاکاری شی نتنها افغانستان بلکی نړی به په امن شی . پاکستان به کله هم پدی موفق نشی چی قبایلی سیمی په موثر ډول کنترول کړی خو پښتانه د خپل دود او دستور په اساس دا منطقی په امن کولی شی اوس خو د پنجاب له ضد څخه  هر دهشتګر او دارګریختګي ته ځای ورکوی چی د پنجاب سیطره ختمه شی بیا به کله هم دلته څوک دهشت او وحشت و نه وینی.
داشرف غنی د ترانزیتی لارو پالیسی کامیابه ده اوس افغانستان د پاکستان په کراچی بندر  متکی ندی تقریباً تول بنادر یی په مخ  خلاص دی په شمول د چاه بهار ، حیرتان ته د چین د اورګاډیو رفت امد او د افغانستان او دهلی تر نمنځ هوایی دهلیزدازبکستان سره د پروازونو بیرته شروع کیدل ،چی د لاجوردو د لاری په تکمیلیدو افغانستان د نړی سره وصلیږی . اوس دا وخت رارسیدلی چی افغانستان پر پاکستان فشارونه زیات کړی دا فرصت باید له لاس څخه و نه وځی .
د روس او چین سره دملی منافعو په اساس  متوازن سیاست غوره شی دا هلته کیدی شی چی د بهرنیو چارو وزارت په مکمل ډول د شمال د جاسوسی ټلوالی څخه پاک او په عوض یی ځوان او وطنپاله دیپلوماتان وګمارل شی .
د سرتاسری سولی په منظور باید ملی اجماع رانمنځ ته شی پدی چی امریکا او متحدینو یی دا صلاحیت  پخوا د حامد کرزی څخه اخیستی وو خو اوس دونالد ترمپ پخپله ویلی چی سوله د افغانانو خپل کاردی نو اوس په افغان حکومت ، د سولی په شورا ، مطرحو احزابو په شمول د طالبانو مربوط کیږی چی څومره سولی ته ژمن دی . که چیری بین الافغانی سوله ونشی نتنها دا لاس ته راوړنی به خدای مکړی تباه شی بلکی دا ډار هم شته چی د افغانستان نه به خدای ناخواسته سوریه جوړه شی.