
اې زما دردمنه وروره!
اې زما هغه وروره چې د داعش فتنې له لاسه نن تاسو خپل کورونه، مالونه او اسباب پرېښودل او د خدای په وچو دښتو کې مو واړول.
اې زما خورې!
زما پتمنې خورې! ته هغه د عزت او شرافت نمونه وې چې کلونه کلونه دې چا پلو و نه لید خو نن دې د سختې مجبورۍ له لاسه د بدن غړي نامحرمو ولیدل،قسم د الله تعالی په ذات چې دا حالت په هېڅ ډول موږ ته د منلو نه دی.
هغه څه چې موږ یې په زړه کې لرو، هغه پټ درد چې زموږ اوښکې یې روانې کړې او هغه حالت چې زموږ پر بې وزلو، بېچاره او فقیرو هېوادوالو راغلی دی د زړه په زور یې منو او زغمو.
طالب څوک دی؟!
طالب ته یې، طالب زه یم، طالب زما د تره زوی دی، ستا د ترور زوی دی، د هغه بل ورور دی او زموږ کلیوال دی. طالب ته وا کوم بل آسماني مخلوق دی چې فعل او کردار به یې زموږ له عادي هغو توپیر ولري؟
نه!
طالب اوسمهال د یوه سمبال شوي منظم فکر نوم دی، د دغه نوم بقا د عقیدې په پلوی توب کې ده،د قران صریح آیتونه شته چې د طالب پر اوسني دریځ یې تطبیقولای شو چې د صلیبي ټلوالې پر ضد یې خپل کړی دی.
موږ خپل الله شاهد نیسو چې د همدې داعش د فتنې د مخنیوي لپاره اسلامي امارت خپل کارپوه او نظامي کدرونه له لرې ولایتونو څخه هغه ځای ته لېږلي دي چې هلته د داعش د حضور یا ظهور علایم موجود وو،زموږ مشرانو لسګونه کیلومتره مزل کړی،لوږه او تنده یې له ستړیا سره یو ځای په ځان منلي چې ته صبر زما ولس د داعشي فتنو په لومه کې و نه لوېږي.انسان فطرتا او طبیعتا عاجز دی،د طبیعت د ځینو شرایطو تاب نه لري،خو هغه څه چې منحیث د یوه مسؤول مجاهد په توګه په کار وو او دي اسلامي امارت پر ځای کړي دي او هغه څه چې په وس کې نه لري،موږ یې ځکه هم نه شو ګرمولی چې طالب د کوم هېواد رسمي پوځ یا د کوم نظام رکن نه دی چې د جګړې لپاره یې منظمه بودیجه او مالي عایدات مشخص شي.نه د کوم بهرني هېواد سره داسې په سپینه او ښکاره روابط لري چې رسما دې د اسلام په رڼا کې له هغه ځایه ځانته وسلې او مهمات راونیسي.
تاسو نه وینئ چې په ټوله صلیبي نړۍ کې طالب د تروریست په نامه یادېږي،ان طالب د ژوند کولو حق نه لري،د طالب لپاره یوازینی انتخاب مرګ او وژل دي.نن طالب په خپل کور کې شپه نه شي تېرولی،په میاشتو میاشتو مسافر دی؛ ځکه چې د شرق او غرب استخبارات ورپسې دي.هغه تنکي تنکي ځوانان چې لږ په محمدي سنتو برابر وي او بیا طالبان هم وي یو یې هم په خپل کور کې نه شي اوسېدلی( په مرکزي ولایتونو کې یې پوښتنه کولی شئ).
ای کاش چې امارت قایم وای،دلته منظم او رسمې حکومت نافذ وای، د اسلام حدود پکې جاري وای،واک او ځواک د اسلامي امارت په قیادت کې د عالمانو سره وای او بیا دې د داعش په نامه فتنې سر راپورته کړای وای او اسلامي حکومت یې مخه نه وای نېولی بیا به موږ هم ستاسو دریځ نیولی وای.هاله به مو ګیله پرځای او مشروع وه.
اې!
تاسو ته حیا نه درځي، چې د همدې داعش پر وړاندې زموږ لسګونو طالبان په شهادت ورسېدل،نیمګړي ارمانونه یې له ځان سره خاورې ته یوړل،ښځې یې کونډې شوې،اولادونه یې یتیمان شول،خویندې یې ورارې او میندې یې بورې شوې دا ولېْ؟ دا ځکه چې نه یې غوښتل همدا ستا په عزت او شرف/ناموس باندې سبا ورځ داعشي فتنه ملنډې ووهي،هغوی ستا او زما عزت خوندي کړ خو خپل عزت یې بې سرپناه شو او څوک د حلالې روزي د ګټلو نه لري.
زه دا وایم چې لطفا د هېواد شرایطو ته ښه ځير شئ،د طالبانو امکانات،کاري او نظامي سابقه او نړیوال یا سیمه ییز محدودیتونه په پام کې ونیسئ بیا له طالب څخه ګیله وکړئ چې ولې زموږ غم نه خورې.
پر طالب مشرتابه تهمت مه لګوئ،الله به سخت حساب درسره وکړي،دا خو څه دموکراسي نه ده چې کشر او مشر پکې مالوم نه وي،دا اسلام دی او اسلامي نظام دی،دلته حقونه او امتیازات او ورسره مسؤولیتونه وېشل شوي دي،حدود او حقونه ټاکل شوي دي،هېڅوک ترې د تجاوز حق نه لري.
پر طالب مشرتابه باندې وچ انتقاد او هغه هم داسې چې ګواکې طالب مشران د داعش پر وړاندې غفلت کوي(خدای نا خواسته) وچ درد دی یا تعصب!
ښاغلیه! دا تنکي تنکي ځوانان چې موږ شهیدان ورکړل دا اوبو راوړي وو که موږ لېونیان وو چې د مرګ کومې ته مو ورکړل؟!
ته څه طرحه لرې؟ که وايې چې په طالبانو کې اراده نه شته نو دا خبره دې د منلو ځکه نه ده،چې شهید أمیرالمؤمنین د داعش په اړه د کوم دریځ نیولو امر کړی و هغه تر دې مهاله هم تعقیبېږي.که وايې چې امکانات او اکمالات نه کوي او نه يې لري خو هغه دی وینې چې د لوګر ولایت د ولایتي شورا غړي رسما په طلوع تلویزون کې وايي چې حکومت او ډرون الوتکې هغه موټر او هغه افراد او په ټوله کې هغه لارې ټولې په جي پي اېس سیستم سره تر برید لاندې نیسي چې طالبان ترې خپل اکمالات کوي. دا سمه ده چې طالبان عینا او عملا یو نظام لري،والي،ولسوال،قاضي او محکمه لري.خو روان حالت ته چې وکتل شي،پر طالبانو دومره کړۍ تنګه شوې چې له محض بې غورۍ سره یې ډرون په نښه کوي. د طالبانو د شمار او د کار کسان له هغه وروسته هم شهیدان شول چې د داعش په نامه ډلې ظهور وکړ،هر چا چې د دوی پر ضد حساسیت لاره یې له ځانه توند غبرګون ښودلی ټول یې یو یو په نښه شوي دي.
طالب سره یو سر دی او مال خو یې هغه دی چې ټول په پورونو او قرضونو دی.
راځه چې زه او ته طالب ته اوږه ورکړو.په ګډه د خپل عزت او شرف؛ په پای کې د دین دښمنان وشړو،مات یې کړو او بری ترلاسه کړو. داسې نه چې ته دې په پوهنتون کې خپله استادي کوه،یا په کابل کې په رسنیو کې کار کوه یا په جلال آباد کې ډبل معاش اخله خو طالب که په یخه هوا او وچ شمال کې د داعش پر وړاندې سپر جوړ شو پروا نه کوي!
الله دې موږ ټولو ته هدایت وکړي.آمین