
له دويمې نړیوال شخړې یا جګړې وروسته، نړۍ په دو قطبونو وویشل شوه د ناټو بلاک (چې راس کې یې امریکا) او د وارسا پکت (چې راس کې یې روسیه) وه رامنځته شول.
افغانستان او ډیر کم ځینې هیوادونه د ناپېلي هیوادونو په کتار کې راغلل. له هماغه وخته
(د ساړه جنګ) څخه دواړو بلاکونو د افغانستان د خپل کولو په کوښښ کې وو.
که څه هم پدې تیرو څلویښتو کلنو کې افغانستان د نړیوالو قدرتونو د زور ازموینې مرکز وو، خو د نوي حکومت په راتلو سره چې افغانانو ته هیله بخښوونکي وو زمونږ ګاونډیانو یو ځل بیا د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره د نیابتي شخړې په مرکز بدل کړ.
زه پدې باور یم چې افغانان باید لدې نور سترګې پټې نه کړي چې د افغانستان خاوره د نړیوالو، سیمه ایز قدرتونو او ګاوونډیو د پراخې نیابتي شخړې (جګړې) په مرکز بدل شوی دی.
امریکا د چین او روس سره په سیالۍ کې یو ځل بیا د ۱۹۷۰ کلونو غوندې په افغانستان کې خپل حضور پاتې کیدل غواړی ترڅو لدې ځایه روس، چین او د منځنۍ اسیا هیوادونو په تیلو او غازونو د کابو کولو لپاره کار اخلي.
پاکستان د هند سره د کمشیر موضوع په اړه په افغانستان کې خپل فشار زیاتوي.
هند هم غواړې چې د خپل راتلونکو اقتصادي پلانونو د پراخولو او د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د بازار مندلو لپاره له چین سره په سیالۍ کې له افغانستانه سره ډغرې وهي.
ایران چې شیعه نظام لرونکي هیواد دی، د عربي هیوادونو او ترکیې سره هم غواړي خپل نفوذ دلته زیات او خپلو سیالانو (عربي هیوادونه او ترکې) ته ور وښیي.
سیمه ایزه لوبه اوس د یو بل پړاو په درشل کې ده او سیمه ایز قدرتونه اوس غواړې چې د سلفي (داعش، طالب...) صفوي ډلې چې د (فاطمیون ...) شکل راڅرګند شوي چې په سیمه کې خپل نفوذ زیات کړي او مقابل لوري باندې برلاسی ولري.
ددې خبرې ښکاره ثبوت د هیواد د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمدمحقق وروستۍ وینا چې په ایران کې یې وکړه ده. داسې لاسوندونه شته چې په سوریه کې د افغان هزاره چې شمیر یې د ۱۵۰۰۰ اوړي جنګېدلي او لاهم جنګیږې.
داسې خبرونه هم ورکړل شوي چې د داعش په ملاتړ له افغانستانه شاوخوا ۱۰۰۰۰ افغان جنګیالي د پاکستان حکومت په مرسته سوریې او عراق ته لیږدول شوی هم دي.
د محقق راتګ او حزب اسلامي مشر انجینیر ګلبدین حکمتیار تګ ترکې او له هغه ځایه سعودی عربستان ته ددې لوبې یو نوي پړاو دي.
له پخوا هم په افغانستان داسې تورونه وو چې ګویا افغان دولت په لوې لاس غواړي داعش ډله په افغانستان کې وځلوي او ددوې (داعش) تر شا د افغان حکومت او نړیوالو قدرتونو لاس دی.
یوه خبره چې د عامو افغانانو په ذهنونو کې ګرځي هغه داچې کله هم د هیواد په ختیځ کې د طالب جنګیالیو او داعش ترمنځ نښتې پیل شي، حکومت پرې ښه خبر هم وي خو پر دواړو لورو کوم غرض نلري. پداسې حال کې دواړه ډلې د حکومت او د افغانانو پر خلاف دي.
زه هیله لرم چې حکومت به د اجرائیه ریاست له دویم مرستیال څخه ګرویګنې حتمي وکړي او د ښاغلي حکمتیار صیب سفر به هم له نږدي وڅاري.
افغانستان چې پکي مختلف قومونه، مختلفې ژبې او د مختلفو مذهبونو درلودونکي هیواد دي چې تراوسه پکې داسې پېښې نه وې ترسترګو شوې چې د رنګ، ژبې او مذهب لپاره پکې په خپلو کې جنګېدلي وي. الله مه کړه چې لدې وروسته پداسې بدبختیو سر نشي.