په تهران کې د محمد محقق خبرې د څه لپاره ؟

سید خالد سادات
د بین المللی حقوقو استاد
 
د افغانستان د اجرایه ریاست دویم مرستیال تهران کې د یوې غونډې په ترڅ کې سوریه کې افغان جګړه ماران وستایل او د ایران د فاطمیون ډلې مشر جنرال قاسم سلیماني دا کار یې وستایه چې سوریه کې یې د فاطمیون بنسټ له لوري په زرهاو بهرنیو جنګیالیو ته د داعش پر وړاندې جګړه کې د ونډې زمینه مساعده کړې. ښاغلي محقق همدارنګه سوریه کې د افغانستان څخه استول شویو جنګیالیو قرباني هم یاده کړه چې د افغانستان د روان سیاسي وضعیت لا کاواکه سبب شوې. په ټوله کې د محقق خبرې افغانستان لپاره لاندې بدې پایلې درلودلای شي.
۱ـ افغانستان کې د داعش فکري جوړښت په طبیعي شکل د عربي هیوادونو داعش څخه جوړه پدیده ده، اوس چې د افغان حکومت یو لوړ پوړی چارواکي په سوریه کې د داعش پر وړاندې د بشر الاسد رژیم کې د افغاني جنګیالیو رول ستایي پدې معنا چې په لوی لاس مو د افغانستان داخل کې د داعش فکري او ایډیالوژیک پرمختګ ته زمینه برابره کړه. اوس چې په عربي نړۍ کې داعشیان له ماتې سره مخ دي، نو نه یوازې په افغانستان کې داعشي فکر قوت پیدا کړي، بلکې عربي داعشي خوځښتونه به د افغانستان جغرافیا خپل بستر و ګڼي او د اسد انتقام لپاره به زمونږ نظام ته د دښمن په سترګه ګوري.
۲ـ د افغانستان داعش د هیواد ختیځه څنډه کې او په ځانګړې ډول د ننګرهار په شینوارو ولسوالیو کې محدود حرکت حسابیده، د محمد محقق څرګندونې به په ټول افغانستان هغه فکري جریانونه چې د اسلامي خلافت ارماني بحث لپاره قرباني ورکوي په حرکت راولي او په اسانۍ سره به نوموړي حرکتونه وکړای شي چې د عملي جګړې بازار خپل کړی. مخکې به یوازې فکر کیده چې داعش د هیواد په ختیځه سیمه کې یوه کوچنۍ جګړه یزه کتله ده، اما اوس به د بشارلاسد څخه د انتقام افراطي نظر زمونږ په علمي مراکزو ، پوهنتونونو او نورو ایدیالوژیکو مرکزونو کې د فکري اختلاف سبب وګرځي چې په پایله به کې یوې جګړې ته لاره ومومي.
۳ـ د سوریې په جګړه کې افغان حکومت خپل خارجي سیاست د بیطرفۍ په کرښه ترسیم کړی وه. ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د کړکیچ په پیلیدو د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي کوښښ وکړ چې د خپلې دورې تر پایه د سوریې په جګړه کې افغانستان یو ناپیلی هیواد ثابت کړي چې همداسې و شول. ۲۰۱۴ کال کې د سوریې جګړه خپل اوج ته ورسیده. د اټکل له مخې د سوریې بحران له ۲۰۱۱ کال څخه تر ۲۰۱۶ پای پورې د شپږ لکه او پنځوس زره سوریایانو ژوند اخیستی. حلف او رقې ښارونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي. د ښاغلي اشرف غني په راتګ سره افغان حکومت د پخوانی ولسمشر حامد کرزي تګلاره چې باید د سوریې جګړې برخه پاتې نه شي پر مخ یوړه. ۲۰۱۶ کال کې  د سوريې داعش افغان ولسمشر محمد اشرف غني په عنوان یو لیک واستوه او په کې لیکل شوي وه چې افغان حکومت دې په سوریه کې د ایران په واسطه د افغان جنګیالیو د تګ مخه ونیسي. په لیک کې داسې یادونه هم شوې وه چې ایران د فاطمیون کنډک پر مټ د ۱۴۰۰۰ څخه زیات افغانان د سوریې جګړې ته استولي دی. د داعش لیک ته افغان حکومت په خپل ځواب کې وویل چې افغان حکومت د سوریې جګړې برخه نده او په هیڅ صورت به هیچاته اجازه ورنګړي چې افغان جنګیالي د نیابتې جنګ لپاره سوریې ته واستوي. اما د اجرایه ریاست دویم مرستیال چې د هیواد په مهمو ملی او بین المللی مسایلو کې سرنوشت جوړونکی رول لري ، په خپلو خبرو کې د سوریې جګړې ستایل او د فاطمیون کنډک د مشر جنرال قاسم سلیمانی ته د قهرمان خطاب کول په سوریه کې د افغان حکومت د ناپیلتیا سیاست ته په شدیده توګه صدمه رسوي. ګاونډیان ، د سیمې هیوادونه او نړیوال به د افغان حکومت په بهرنۍ پالیسۍ شکمنه شي، ځکه له یوې خوا افغان حکومت په خپلو اعلامیو او نظر په ښکاره کولو سره د سوریې جګړه د افغانستان د حالاتو یوه لیرې جګړه بولي او له بل اړخه ښاغلی محقق په سوریه کې د ایران رول یوه لاسته راوړنه ارزوي.
۴ـ د سوریې جګړه د سیمې هیوادونو اخوا د نړۍ لویو قدرتونو تر مینځ نښتې جګړه ده. روسیه ، عربستان ، ایران ، امریکا، عربي نړۍ او محافظه کاره عربي هیوادونه د سوریې جګړې اصلي لوبغاړي دي. اوسمهال افغانستان لپاره د سوریې په جګړه کې ناپیلی سیاست تر ټولو غوره انتخاب وه او دی. د افغانستان د نظام اوسنی وضعیت د نړیوال سیاسی محراق په داخل کې نه شي کولای چې د ایران یا د بشارلاسد نظام په ملاتړ خپل وجود ثابت وساتلی شي. د سوریې په جګړه کې د ایران څخه ملاتړ او یا د بشارلاسد رژیم څخه ملاتړ کول په هیڅ صورت د افغانستان لپاره په نړیواله کچه د قدرتونو د توازن په ساتلو کې د امریکا ، سعودي ، ترکیې او عربي نړۍ مقابل کې ښه بدیل نه شي کیدای. که ومنو یا منو امریکا د افغانستان لپاره ستراتیژیک اهمیت لري دا چې څرنګه د امریکا د اړیکو څخه افغان حکومت ګټه واخلي جلا بحث دی، اما د ایران لپاره د افغانستان د ستراتیژیکو څخه جلا والی مونږ لپاره ښه زیری ندی. بل اړخ ته د ښاغلی محقق څرګندونې ددې ښکارندوی کوي چې ایران د افغانستان په عمق کې څومره ژور تللی او لا د حرکت په حال کې دی. د ایران سره ایډیالوژیک ضد هیوادونه لکه عربي نړۍ  به د افغانستان د بهرني سیاست سره سطحي تعامل خپل کړي چې بیا هم د افغانستان لپاره د منځني ختیځ په محور کې د انزوا بحث کیدای شي. نو بنا د افغانستان د رسمي ادرس څخه د محمد محقق څرګندونې د افغان حکومت لپاره په هیڅ قیمت په سیمه ایزو او نړیوالو تعاملاتو کې د کامیابۍ بحث نه شو تعریفولای.
۵ـ افغانستان تر هر څه اوسمهال د سیمیه ایزو هیوادونو او سیمه ایزو سازمانونو همکارۍ ته اړتیا لري. چین د نړۍ په لوی لوبو کې د امریکا او روسیې په اوسني نړیوال سیاسي کشمکش کې ځان بیطرفه بولي او خپل ټول دار او مدار په اقتصادي ودې کې ګوري. افغانستان د چین او مرکزي اسیا لپاره د سیمه ایزو همکارو یو ښه بستر دی. په نړیوال نظام کې د سیمه ایزو همکارو پر وړاندې ستر خنډ نیابتي جګړې دي. که د ښاغلي  محقق خبرې د سیمه ایزو همکار هیوادونو په زاویه کې و ارزو ، د شک پرته به چین او د مرکزي اسیا هیوادونه په سختۍ سره زړه ښه کړي چې خپلې سیمه ایزې همکارۍ ته افغانستان کې وده ورکړي. د سوریې جګړه کې د ښکلتیا بحث زمونږ د سیمه ایزې همکارۍ د زوال بحث په مانا دی. مانا دا چې که مونږ په کوچني ظرفیت سره د داسې لویو لوبو پارټنر ځان بولو ، بې له شکه چې د خپلې اقتصادي ودې ستر چانسونه به له لاسه ورکو.
۶ـ په عربي نړۍ کې د داعش د ظهور او قوت څخه وروسته عربي هیوادونو په قیادت سره د داعش ضد ایتلاف جوړ شو او افغانستان یې هم غړیتوب واخیست. د نوموړي ایتلاف اصلي هدف دا وه چې د سوریې جګړه د بشارلاسد او ایران له لوري د داعش سره د جګړې تر عنوان لاندې د منځني ختیځ د نا امنۍ جګړه ده او بشارلاسد یې د اسلامي نړۍ ستر دښمن هیواد په توګه تعریف کړ. اوس چې ښاغلی محقق د بشارلاسد په ملاتړ د سوریې د رژیم د بقا لپاره د افغان جګړه مارو د رول ستاینه کوي، بیدون له شکه چې د افغانستان د سازماني دپلوماسۍ ( Organizational Diplomacy)  ساختار له منځه وړي. له یو لوري افغانستان د خپل حقوقي اهلیت نه په ګټه اخیستنې د سازماني ډپلوماسۍ برخه وګرځیده چې څرنګه د نړۍ د مسلمانو هیوادونو سره یو ځای خپل سیاست تر سیم کړي، اما له بل لوري د افغان لوړ پوړي چارواکې څرګندونې د همدې سازماني دپلوماسۍ ضد بریښي.
 
داعش خپل بریدونه د امام زمان مسجد ، هرات جامع مسجد ، ابو الفضل زیارت او ګڼ شمیر نور اهل تشیع عبادت ځایونو ورسول. د افغانستان  اوسني حساس وضعیت ته په کتو به د ښاغلي محقق څرګندونې د ورته خونړیو بریدونو بد زیري له ځان سره ولري او داعش به افغانستان د خپلې فکري جګړې هدف وګرځوي. افغان حکومت باید د محمد محقق څرګندونې بابیزه ونه ګڼي ، له نوموړي باید و پوښتي چې ښاغلي په کوم صلاحیت د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ ضد څرګندونې کړي.