مصر کې هوټل میلمانه بندیانوي! که څوک ځان د مرګ په سزا محکوم کړي نو خواړه یې...

په اوسنۍ نړۍ کې د تجارت له اصولو یو دا هم دی چې څنګه ځان ته مشتریان پیدا کړي او کله کله سوداګر په داسې کارونو لاس پورې کوي چې د خبرونو سرټکي جوړوي.
د مصر په المنصوره ښار کې یوه ځایي سوداګر داسې هوټل جوړ کړی دی چې میلمانه پکې لکه زندانیان ډوډۍ خوري.
د هوټل کوټې د زندان د تورو پنجرو په شان دي او کله چې میلمه ته خواړه وروړل شي نو د پنجرې دروازه ورپسې بندوي او هغه خپله ډوډوۍ نوش جان کوي.
د یاد هوټل بل په زړه پورې کار دا دی چې د سزاګانو له لست سره سمه ډوډۍ خلکو ته ورکوي نو کله هم چې څوک ځان د مرګ په سزا محکوم کړي له هندي توندو مرچو ډکه غوښه ورکول کیږي، خو که څوک ځان ته یو څه کم په غوسه وي او ځان په عمري بند محکوم کړي نو هغه ته د توندو مرچو لرونکی سانډویچ ورکول کیږي.
عجیب زندان! بندیان پکې خوشاله او کله چې ډوډۍ وخوري په خوشالۍ او مینه رخصتیږي.