د علامه شمس الحق افغاني رحمه الله د کتاب (علوم القرآن) په هکله لنډ معلومات:

په اسلامي نړۍ کې د عظیم الشان کتاب قرآن لوی لوی مفسرین تیر شوي او هریو په خپل ځای دعلم ستر ستر بحر دی ددوي تفاسیر د اسلامي علومو او کتابونو سرچینه ده لکه لاندې تفسیرونه:
تفسیر طبري، تفسیر قرطبي، تفسیر ابن کثیر، تفسیر کبیر، تفسیر روح المعانی او نور...
 
د تفاسیرو څخه علاوه ځینو علماو د قرآن کریم په علومو هم  کتابونه لیکلي لکه :
د علامه جلال الدین السیوطي رحمه الله کتاب ( الاتقان فی علوم القرآن )، د امام زرقاني رحمه الله کتاب ( مناھل العرفان فی علوم القرآن ) او نور...
دمعاصرو علماو څخه علامه شیخ القرآن شمس الحق افغاني رحمه الله هم د عظیم الشان کتاب په علومو یو منل شوی او مفید کتاب ددور حاضر په نظر کې نیولو سره لیکلی، چې په لاندې برخو مشتمل دی:
 
★  ضرورة القرآن :
انسانانو ته د قرآن عظیم الشان او وحي الهي په ضروریاتو عقلي او فلسفي دلایل.
 
★  صداقة القرآن :
د قرآن عظیم الشان نزول د الله جل جلاله له طرفه کیدل او په معجز کیدو ېئ عقلي د لایل او د یورپ د مستشریقينو تردید.
 
★  تنزیل القرآن و تدوینه :
د نزول قرآن او د جمع قرآن تحقیق.
 
★   محفوظیة القرآن :
د قرآن د محفوظ کیدلو د لایل او د مستشرقینو د شبهاتو تردید .
 
 ★ مهمات القرآن :
د قرآن دمهمو مقاماتو حل، حکم او اسرار ئې او د شبهو ازاله.
 
شیخ افغاني رحمه الله په دې کتاب کې داصطلاحي تعبیراتو څخه کمه استفاده کړې. ډیر ئې د جدیدو نظریاتو پر بناء داسې قلم اوچت کړی چې د اسلافو د اسلوب څخه هم بهر ندی او کوم معارف او حقایق چې يې تشریح کړي هغه ېئ هم په خپل ځای کې د مسلک سلف د تاید پربناء لیکلي نه د تحریف.
ددې نه علاوه لکه څنګه چې دور حاضر د عقلیت او فلسفیت دی، نو ددې له وجې ئې په مقاصدو شرعیه او نقلیه کې عقلي او فلسفي رنګ کې کتاب مرتب کړی.
او هم ئې د مغرب څخه متاثرو خلکو ته د هدایت او لارښود پربناء قلم اوچت کړی.
 
رحمه الله تعالی عل یه رحمة واسعة