
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د سه شنبې په ورځ چې د ۲۰۱۷ کال عقرب له ۱۶ سره سمون خوري په خبري کنفرانس کې وویل ” ناټو له افغانستان څخه ملاتړ ته دوام ورکوي او د خپلو سرتېریو شمیر به په دغه هیواد کې له ۱۳ زرو څخه ۱۶ زرو ته پورته کړي.
د ۲۰۱۷ کال نومبر په ۵ د بهرنیو ځواکونو هوایي برید په ملکي وګړو د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې ۱۴ تنه مړه او ۱۶ تنه زخمي شول.
دا پیښه او دې ته ورته پیښې لومړی ځل نه دی چې د بهرنیو ځواکونو لخوا سرته رسیږي، هلمند، ننګرهار او نور ولایتونه د داسې پیښو شاهدان تیر شوې دي.
د ټرمپ نوې تګلارې په اعلان سره حکومتي چارواکو ورته ښه راغلاست وویل او خلکو ته يې نوې هیلې ورکړې او تګلاره یې د سولې راوستل او د جګړې پای وبلله.
د ملګرو ملتونو د راپور په اساس په ورستیو نهو میاشتو کې د بهرنېو او افغان ځواکونو په بمباریو کې ۲۰۵ بې ګناه کسان مړه او ۲۶۱ نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه په بل خپور شوي راپور کې راغلي دي، د ۲۰۱۷ کال په سپتمبر کې ۷۵۱ بمونه د بهرنیو ځواکونو لخوا غورځول شوي دي.
د امریکا نوې تګلارې په اعلان سره چي اساسي ټکي یي د ځواکونو ډیرول وو په افغانستان کې، د هوایي بریدونو ډیریدل د ملکي وګړو د مړینو ګراف مخ پر ډیریدو دی، نوې تګلارې دا په ډاګه کړه چي امریکا د افغانستان خلکو ګټو ته ژمن نده، په سیمه کې خپلې کټې او غوښتنې پوره کوي، چې د چین او روسیې مهار کول او په سیمه کې نا امنې منځته راوړل دي.
د بهرنیو ځواکونو په ډیریدلو سره به د افغانستان جګړه سړه نه بلکې زور واخلي، د افعانستان نا امنه کېدل په سیمه کې د نوې تګلارې د غوښتنو یوه برخه جوړوي.
عراق چې د امریکا تګلارو میراث دی، له داخلي جګړو، ټوټه کیدو او مذهبي جګړو پرته یې، بل څه ورپه برخه نه کړل.
د امریکا شتون د جګړې دوام او بیګناه خلکو وژلو پرته بل څه نه لري تر څو چې امریکا په افغانستان کې شتون ولري سوله به د افغانانو لپاره یو خوب پاتې شي، د ځواکونو ډیرول د جګړې بل مخ دی چې د بې ګناه افغانانو وژل او بمبارۍ به ورسره مل وې...