په کابل کې د برطنیه سفیر له لورې د ډیورنډ کرښې په رسمیت پیژندلو کومه نوي خبره نه ده، بلکې دي ته ورته څرګندوني د افغانستان ستراتیژیک ملګري امریکا او ځینو نورو لوړپوړو چارواکو هم کړي دي. ددغو سترو قدرتونو له خوا داسي څرګندونې ددې وړاندوينه کوي، چې هغه ګریټ ګیم چي پرنګیانو(انګریزانو) او روسانو له خوا کابو دوه پیړي وړاندي شروع شوی وو، لا به هم زمونږ پر خاوره راوان وي.
دګریټ ګیم څخه ترټولو ستر زیان لیدونکی هیواد افغانستان دی، چی آن دهیواد نیمه برخه یې له لاسه په کی ورکړه او لا هم په داسې خونړي ناورین کې ښکلیل دی، چې تر دې دمه بل هیڅ کوم هیواد دومره ستر ناورین د جغرافیوي، بشري، او اقتصادي له اړخه نه دی لېدلی.
،
افغانان باید په دي پوه شي چې د مذهب په نوم روان خونړی ناورين دمذهب لپاره نه، بلکې دلویو قدرتونو پلان شوې پروژې دي، چې د وخت او غوښتنو سره یې نوم او ظاهري بڼې په تغیرولو، خپلو ستراتیژیکو موخو ته درسیدو لپاره يې کاروي.
یو اړخ ته دبشریت په نوم مرستې او احسانونه ورباندې کوي او بل اړخ ته یې دخپل ورور د وژلو او دهغه دژوند، پرمختګ او سوکالۍ ځایونه لکه پوهنتون، ښوونځی، سړک او بند د له منځه وړلو فتوا ورکوي، خو ترمنځ یي بیا هم غریب افغانان په اور سوځي.
افغانان لا هم وخت لري چي دغه لوي زیان جبران او ګني لږ تر لږه ددغه روان ناورین چې یواځینی لامل یی همدغه بدمرغه ګریټ ګیم دي مخه ونیسي او ځان تري خلاص کړي.
ګني خدای مه کړه افغانستان به دا ځل د داسې ناورين سره مخ شي چی د تل لپاره به هرڅه وبایلي.
زمونږ سیاستوال باید دنړۍ دقدرتونو سره په اړیکو کي توازن وساتي او د پخوانیو سیاسیونو له نامتوازنه سیاستونو په پام کي نیولو سره چي افغانستان یې نن ثمره خوري، داسې ستراتیژي جوړه کړي، چې پرمټ یې خپلو اساسي او ستراتیژیکو موخو ته ورسیږي.
وروستي