د ټرمپ تر ګڼوڼ بندیدو وروسته د ټویټر نوي اقدامات

سرچينه: جیونیوز
د ټولنیزو رسنیو له ډلې ټویټر هغه وخت د ګڼوڼ ساتنې په برخه کې نوي تغییرات راوستل، کله چې د ولسمشر ټرمپ ګڼوڼ بند کړی شو.
 
د تیرې پنج شنبې په ورځ د ټویټر کمپنۍ یو کارمند د خپلې دندې په وروستۍ ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټویټر ګڼوڼ د ۱۱ دقیقو لپاره بند کړ، چې ډیر ژر بیرته د نوموړې شبکې له لوري فعاله شو.
 
د ټویټر کمپني دغه چاره یوه تیروتنه یا غلطي بللې او ویلي چې ددوي یو کارمند د خپلې دندې په وروستۍ ورځ د تلو په وخت کې دغه اکونټ (ګڼوڼ) بند کړی دی، د دوی په آند هڅه به وکړي چې د ګڼوڼ ساتنې په برخه کې تغییرات راولي خو دوی دا نه ده په ډاګه کړی چې کوم ډول حفاظتي تغییرات به رامنځته کړي.
 
بل لور ولسمشر ټرمپ د دې پېښې شاوخوا ۱۲ ساعته وروسته عکس العمل څرګند کړ او د دې کار دلیل یې خپل ټویټونه یاد کړل هغه چې ده په ټویټر خپاره کړي وو.
د ټرمپ د ګڼوڼ د بندیدو په اړوند مختلفو خلکو مختلف نظریات ورکړل چې ځینو دغه چاره غندله او ځینو ته بیا د ملنډو وهلو موقع په لاس ورغلې وه.
 
د ډیموکراټ ګوند یوتن غړي ټیډ لیوني په خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې ددې کار له امله د امریکا ولس ۱۱ دقیقې  بهتر احساس وکړ، همدا شان د امریکا د کانګرس یوتن پخواني غړي ډیویډ جولي ویلي چې د ټویټر دغه کارمند د نوبل د سولې جایزې لپاره کاندید کیدای شي.
 
بل لور ته د پورته ټولو نظرونو خلاف د یو پوهنتون پرفیسر جینیفر گرائیجیل ویلي چې دا کومه د ټوکو خبره نده، او نه باید د ټوکو خبره وګڼل شي.



د یادونې وړ ده چې یواځې د ولسمشر ټرمپ شخصي د ټویټر ګڼوڼ چې شاوخوا ۴۱.۷ میلونه فالو کونکي لري بند شوی وو، او د سپینې ماڼۍ ګڼون ته کوم زیان ندی رسیدلی.