یو هېواد او یوه ټولنه هغه وخت د پرمختګ لوړو پوړیو ته رسیږي، چې وګړي یې په یوه خوله او یوه غږ د جوړولو له پاره مټې را ونغاړي دا هڅې هغه وخت حقیقت بدلیږي، چې د ټولنې وګړي خپلې ټولې چارې د اسلام مبارک دین په اصولو برابرې تر سره کړي، یوه خوله او یو موټی کېدل کورنۍ، ټولنې او هېوادونه له بدبختیو، کړاونو او ستونزو ژغوري په یوه غږ له خپل هېواده دفاع او د دښمن په مقابل کې درېدنه د هېوادونو د وګړو په وطندوستی، ملي احساس او ژمنتیا پورې اړه لري، اوس هغه هېوادونه له هر اړخیز کړکیچ سره مخ دي چې بهرنيو هېوادونو ته یې د پراخه لاسوهنې زمینه په خپلو لاسونه برابره کړې ده، بهرني هېوادونه هغه وخت د خپلو ګټو د خوندیتوب له پاره د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله کوي، چې ملتونه یې په څو پارچو ویشل شوي وي، ځکه د نورو په ګټه د لویې ډلې په پرتله کوچنۍ ډله ژر لوبیږي، استرلیا، هند، سویس ،............ او نور هېوادونه هغه ملکونه دي چې د نړی د نورو هېوادونو په پرتله پکې زیات شمېر قومونه ژوند کوي.
دوی د جمعي هویت تر څنګ د یو ملي هویت درلودونکي دي، له فردي او جمعي هویت څخه ملي هویت غوره او بهتر ګڼي، باسواده، بې سواده، چارواکي او عام وګړي یې د ملي هویت په ارزښت او اړتیا پوه دي.
افغانستان یو له هغه هېوادونو څخه دی، چې پکې د ګوتو په شمېر څو قومونه او ډلې استوګن دي، د تاریخ په بېلابېلو جګړه ایزو دورو کې د افغان کلیمې تر سیوري لاندې ملت جوړونې ته بنسټیز کار نه دی شوی اما برعکس د عامو خلکو ذهنیتونه داسې جوړ کړل شول چې افغان مساوي پښتون په نورو قومونو باید ونه تپل شي داسې مفکوره ورنه کړل شوه قدرت مو په یووالي کې دی په قصدي ډول د ځینو په دورو کې د ملت جوړونې مخه ډپ کړی شوه.
په افغانستان کې د قومونو تر منځ هر وخت د بې اتفاقۍ اور ته د قومونو مشرانو لمن وهلې بغیر. له دې په لرې پرتو سیمو کې ټول قومونه په یوه کلي او ښار کې یو ځای د ورورولۍ په فضا کې ژوند کوي. د ټولو روانو ناخوالو او بدبخیتو لاملین زمونږ او تاسو مشران دي. په دې حساسو شرایطو کې په لوی لاس د قومونو تر منځ بې اتفاقۍ ته زمینه برابرول به ډېرې خطرناکې پایلې ولري. د پارلمان غړي چې د ملي حاکمیت ممثلین او د د یو هېواد قانون جوړړنکي بلل کیږي هر وخت دوی ته د ملي مسایلو په اړه د پریکړې حق ورکول کیږي.
د ملي هویت په اړه هغه تقنیني فرمان، چې د ولسې جرګې د غړو په اکثریت رایو رد شو ولسي جرګې وښوده، چې دوی د پیسو په بدل کې خپلې ملي ګټې او ملي مسئلې د نورو هېوادونو د شومو موخو ښکار کوي، دوی په داخلي او خارجي سطحه خپل حیثیت ته صدمه ورسوله، په داخل کې یې د زرګونه افغانانو ملاتړ له لاسه ورکړ او پر وړاندې یې لاریونونه وشول، دوی یې د نورو هېوادونو غلامان، لاسپوڅي او جاوسوسان وبلل، په خارجي سطحه هم له دوی کرکه په ډېرېدو ده، په بهرنیو هېوادونو کې ډېری وګړي که په شخصي مسایلو کې سره خلاف دي نو په ملي مسایلو کې سره په یوه خوله دي دا طبعي خبره ده چې وطندوست، وطندوست خوښوي. د دوی له دې پرېکړه سره جوخت د ځینې رسنیو په قول، چې امریکا سفارت د وکیلانو په مخ امریکا ته د تګ په ویزو بندیز ولګاوه، د وکیلانو له پاره دا ډېره شرم وړ خبره ده چې یوه هېواد ته له تګ منعه شي.
په نورو هېوادونو کې ملي مسایلو ته د ملت په پرتله چارواکي دومره ژمن وي چې اکثره یې د وطندوستی او هېوادپالنې قرباني شوي هم دي. په افغانستان کې خبره سرچپه روانه ده ملت هره ورځ د ملي ګټو قرباني کیږي اما قانون جوړونکي یې د ملي هویت په نامه څه نه پیژني. وکیلان چې د قانون جوړونکي او ملي حاکمیت ممثلین دي، خپله په ښکاره له اساسي قانون څخه سرغړونه کوي د افغانستان اساسي قانون څلورمه ماده کې په صراحت ذکر شوي، چې د افغانستان په هر وګړي چې په افغانستان کې استوګن وي د افغان کلیمه اطلاق کیږي، اما دوی د ملت ارادې، غوښتنو او اساسي قانون ته هېڅ ارزښت ور نه کړ ، هغه څه ته یې احترام وکړ، چې افغان ملت هر ورځ په بیساري ډول قرباني کوي پر دوی د ملت دا نیوکې چې ګواکي د پیسو په مقابل کې د سیمې د هېوادونو په اشاره د ولسمشر د دغه تقنیني فرمان په ضد رایه وکاروله ریښتینې دي، له دې فرمان مخکې ډېری وکیلان دا غوښتل چې په پېژندپاڼو کې باید د اسلام او افغان کلیمو تر څنګ د قوم یادونه هم وشي. اما د دغه فرمان د رد په وخت د هغه وکیلانو خپلو مخکینی غوښتنې، چې په واقعیت بدلې شوې وې ضد رایه وکاروله ځینو بیا له سره کارت پورته کولو وروسته چیغې وهلې چې هم افغان یم او هم مسلمان یم و لسي جرګې مصوبې تر اساي قانون لوړې نه دي دا هغه څه چې د وکیلانو د خپلو خبرو تر منځ تقابل ښیي هغه وخت چې په یوه موضوع د خبرو تر منځ تضاد واقع شي د پردې شاته حتما یوه خبره او معامله موجوده وي ځینې د هویت ضد وکیلان تر اوسه په خپلو پریکړو باندې نه دي پښېمانه وایي: چې دا کار مو د ملي ګټو پر بنسټ کړي اما ولس بیا دا ګټې د سیمې هېوادونو د ملي کټو پر بنسټ بولي.
وروستي