ډیورنډ لین به رسمي سرحد شي

که څه هم د ډیر پخوا څخه د پنجاب حکومت غوښتل چې د ډیورنډ غير رسمي کرښه باندې اغزن تار وغځوي خو تل به د عامو خلکو له مخلفت سره مخامخ کیده او دا مخلفت به د دواړو غاړو پښتنو لخوا و. خو دا ځل خبره جدا ده، نه د کابل او کندهار پښتانه څه وایي او نه هم د پښاور او ګوټې. د دواړو غاړو پښتانه باید مالي او ځاني تاوانونه په ځانونو ومني، که په ریښتوني توګه غواړي چې دا غیر رسمي کرښه په رسمي سرحد بدله نشي.

د افغانستان په پارلمان کې په سل هاوو پښتانه ناست دي، خو یوه یې هم دا چیغه پورته نکړه چې ولې زمونږ په یوه بدن او یوه وجود باندې اغزن تار غځول کیږي؟ ولې یو وکیل صیب دا نه وایي چې زمونږ وینه یوه ده، زمونږ ژبه یوه ده، زمونږ کلتور یو دی، زمونږ تاریخ یو دی او زمونږ خاوره یوه ده او مونږ دا تار نه منو؟ ولې یوه غیر رسمي کرښه د رسمي سرحد په توګه منل کیږي؟. داځل که تاوان دی نو د ملت دی او دا ملت څوک لري چې د حق پوښتنه یې وکړي؟ ولې هغه نور افغانان غلي دي چې تل به یې د لر او بر نارې وهلې؟

هغه ټول والیان هم چوپه خوله ناست دي د کومو والیانو ولایتونه چې د ډیورنډ لین سره پولې لري. نه پوهيږو چې دوی ته دا موضوع څه اهمیت نلري او که ISI ورله په جیبونو کې کلدارې اچولي دي؟ ددې ولایتونو والیان ختمآ له پورته ذکر شویو حالتو څخه په یو حالت کې صورت لري او په هر حالت کې چې وي، دا د خپلې خاورې او ملت سره جفا ده او که دوی ضمیرونه درلودلی نو اوس به یې خپلې استفاوې ورکړي وی.

ملت پال ځوانان که د نړۍ په هر ګوټ کې وي( امریکا، لندن، جرمني، هالنډ.... او استرالیا) کې باید خپلې مټې راونغاړي او له هغو افغان ځوانانو سره د خپل وس مطبق مالي مرسته وکړي کوم چې هره ورځ دا ناولی تار په خوست، جلال اباد، پکتيکا او د کند هار په سرحدي سیمو کې په کیچیوو پرې کوي. ددې ملت یوازې او یوازې خپلو ځوانانو ته سترګې دي. ځینې ځوانان باید مالي قربانۍ ورکړي او ځينې ځاني. دا وطن زمونږ د ټولو دی او پر مونږ تولو باندې حق لري.

دا اغزن تار چې یوځل د ډيورنډ پر فرضي کرښه باندې تیر شو، دا نو بیا رسمي سرحد شو د پاکستان او افغانستان تر منځ. یو دوست به د بل دوست لیدو ته نشي ورتلی، یو خپلوان به د بل خپلوان لیدو ته نشي ورتللی او که ورځي هم ډیر په سخته به ورځي.دا زمونږ د زرهاوو کالونو ورور والي به ورکه شي، د دوو وروڼو ترمنځ به دوښمني شروع شي. دا وروڼه او قومونه به بیا تر ابده پورې سره جدا وي. ځکه چې نن خو مونږ دا حق لرو چې ووایو چې پښتانه خو انګریزانو په زور له یو بل څخه جدا کړي وو او دا کرغیړنه کرښه یې په زور راباندې منلي ده، خو که دا اغزن تار یې زمونږ په منځ کې واچولو او مونږ همداسې غلي پاتې شو، بیا به مونږ دا حق هم د لاسه ورکړو چې ووایو چې دا کرښه پر مونږ پر زور منل شوې وه. او نن که مونږ تر خپله حقه تیر شو، نو مطلب ده چې مونږ له هرڅه تیریدی شو او له خپل حق څخه تیریدل د بېغیرتو کار وي نه د پښتانو زلمو.

هسې خو.مونږ هر وخت دا نارې وهو " چې پاتې یو افغان وي تل به دا افغانستان وي" . خو کله چې خبره د عمل او قربانۍ شي بیا نو مونږ یو هم نه پیدا کیږو. راځئ له خپل خدای راکړي حق څخه دفاع وکړو ، پنجابيان هماغه پنجابيان دي کومو چې له لوی احمد شاه بابا سره جنګونه کول، راځئ مونږ او تاسو هم پنجابيانو ته دا په اسبات ورسوو چې مونږ هم د هماغه لوی احمد شاه بابا المسي یوو او خپله خاوره ساتلی شوو. راځئ د خپلې مرزۍ کار وکړو او د تل په څیر دا ځل هم خپل حق وغواړو.